د خیبر پښتونخوا کورمې ضلعې مرستيال کمشنر جاوېدالله مسيد د شورو، چهارشنبې، په ورځ وي او ای ډيوه ته ووېل په کورمه کې يې د شعيه او سني مسلمانانو ترمېنځ، يو ځل بيا د جرګې وروسته، د 10و ورځو لپاره اوربند پر ځای کړی دی.
هغه وویل د نن شپې څخه به دواړه فريقېن په يو بل ډزې نه کوي او د زیارت/پنجشنبې نه به پوليس او نور امنيتي ځواکونه مقامي خلک د مورچو نه راکوز کړي او چارواکي به مورچې په خپله ولکه کې اخلي.
نوموړي زياته کړه چې فریقېن به يو بل ته يرغمال شوې ښځې او سړي هم نن شپه حواله کړي او ټل-پاړاچنار لار باندې تګ راتګ پېلېدو کې به وخت لګي.
د کورمې ضلعې مرستيال کمشنر ووویل د 21م نومبر راهسې تراوسه پورې 125 کسان وژل شوي او 180 پورې ژوبل شوي چې په 30 نه تر 40 بورې ژوبل تنان په بېلابېلو روغتونونو کې داخل دي.
نوموړى وايي سبا نه به پوليس او پوځ په پوستو کې خبلې زمه وارى ترسره کوي او ځايي خلک به د ورځې لس بجې مورچو نه راکوزول کېږي.
Your browser doesn’t support HTML5
په سیمه کې د ډز بندۍ اعلان نه مخکې پاکستاني رسنیو ویلي وو چې په تازه نښتو کې نور 10 کسان وژل شوي اؤ 21 ژوبل شوي دي.
د پاکستان جیو نیوز رسنۍ پخپل رپورټ کې د پولیسو له خولې ویلي چې د کورمې په مقبل،نستي کوټ کانډه، علي زئ، بګن اؤ یو شمیر نورو سیمو کې فریقین یو بل سره په نښتو بوخت دي اؤ دمه په دمه ډزې کوي.
په نښتو کې ددې تازه وژنو سره د تېرو شپږو ورځو راهسې په کورمه کې د وژل شوؤ کسانو شمیره 99 ته رسېدلې ده اؤ 132 کسان نور ژوبل شوي دي.
سیمه ییزې سرچینې وایي سیمه کې د تاوجن وضعیت له امله تعلیمي ادارې د تېرو شپږو ورځو راهسې تړلې پرتې دي اؤ د پېښور اؤ پاړا چنار مرکزي سړک هم بند دی.
د کورمې پاړاچنار اوسېدونکۍ عباس حسين طوري وي او اې ډيوه ته تېره ورځ ویلي وؤ د برنۍ کورمې په پېواړ او تري منګل، پاړاچمکنايو، کنج عليزئ او مقبل او ځينې نورو سيمو کې هم نښتې روانې دي.
هغه ویلي وؤ، بايد د دواړو ډلو ترمنځ شوی اوربند عملي کړی شي او امنيت ساتونکې ادارې داسې ګامونه اوچت کړي چې اښتې ودرول شي او د دواړه خواؤ خلک مورچو نه راکوز کړل شي.
د کوزې کورمې حاجي سليم خان او د پاړاچنار د انجمن حسينيه غړي دا خبره تاییدوي او وايي د نومبرپه 25مه د مړو او يرغمالو ښځو تبادله شوې او دا هرڅه د حکومتي جرګې وروسته شوي دي.
په کورمه کې د نومبر په 21مه د پاړاچنار نه پېښور ته تلونکو د مسافرو په ګاډو نامعلومه کسانو د کوزې کورمې په مندوري او اوچت سيمه کې ډزې وکړې، او په دغو ډزو کې لږ تر لږه 45 کسان ووژل شو چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل وو او د 20نه زيات کسان پکې ژوبل شوي وو.
له دغې پېښې وروسته، د نومبر په 22مه دکوزې کورمې د عليزئ سيمې خلکو په بګن کې اوسېدونکو ځايي خلکو باندې يرغل وکړو او په کې يې 35ؤ پورې کسان وژلي او د 100نه زيات یې ژوبل کړي وو.
د کورمې انتظاميه او ځايي خلک تاييدوي چې په دې پېښو کې د 200پورې دوکانونه په بګن کې سوځول شوي وو او 500نه زيات کورونو ته اورونه وراچول شوي وو.
د بګن اوسېدونکي وايي د 22نومبر د يرغل وروسته د بګن، اوچت، مندوري او بادشاه کوټ سيمې څخه څه 1000پورې کورنيو ټل، هنګو، کوهاټ او په لږ شمېر کې خلکو پېښور ته کډه کړې ده.
ځايي انتظاميه چارواکي د کډه شوؤ خلکو د شمېر په اړه څه نه دي ويلي خو کوزې کورمې اوسېدونکي وايي خلک د خپلې مرستې سره کډې کړي او خوندي ځايونو ته يې ځانونه رسولي دي.
د نومبر په 24مه د شپې ناوخته د خېبرپښتونخوا حکومت وياند او د حکومتي جرګې مشري کوونکي بېرسټرمحمد علي سېف ويلي وؤ چې په کورمه کې يې د شيعاګانو او سنيانو مشرانو سره د جرګې کولو نه وروسته اووه ورځنی اوربند کړی دی.
کورمه کې د تېرې يوې مودې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي، په لومړو کې ويل شوي د ځمکو په سر نښتې شوي او هغه بيا په فرقه ييزه بڼه بدل شوي دي.
دوه اوونۍ وړاندې په اووم نومبر پاکستان کې د بشري حقونو کمېشن اسلام اباد کې خبري غونډه کې ويلي وو، په کورمه کې روانو قبايلي فرقه ييزه شخړو ته سنګينو حالاتو ته دې فوري توجه وشي.
د بشري حقونو کمېشن ویلي وو، تېر د 2023م کال په جون او بيا په اکتوبر کې د مخالفه ډلو ترمنځ په جنګ بندۍ اتفاق شوی او څو جرګې شوې وې خو په کورمه کې تشدد اوس هم روان دی.
په کورمه کې د تازه نښتو په سر د خېبرپښتونخوا په حکومت هم کلکې نيوکې شوې وې چې د پښتونخوا حکومت د پاکستان تحریک انصاف د مشر عمران خان د ازادولو دپاره احتجاجونه کوي، خو په خپله صوبه کې امنیت ته توجه نه ورکوي، خو صوبايي حکومت ويلي، دوی په صوبه کې د امن په ځای کولو دپاره پوره هڅې کوي.