ماهرنګ بلوچ د «ټایم» مجلې د 2024م کال په 100 اغېزمنو کسانو کې شامله شوه

د یوه جبري لادرکه شوي او وژل شوي بلوچ سیاستوال لور ډاکټر ماهرنګ بلوچ د نړیوالې «ټایم» مجلې د 2024م کال د هغو 100 اغېزمنو کسانو په فهرست کې شامله کړی شوې چې د ژوند په بېلابېلو برخو کې یې په لږ وخت کې زیات خلک اغېزمن کړي دي.

ماهرنګ بلوچ د «ټام» مجلې مننه کړې او پر خپل فېسبوک او ایکس [مخکیني‌ ټویټر] یې لیکلي، چې د دې کال لپاره د ټایم مجلې د اغېزمنو کسانو فهرست خپور شوی او دا ویاړ کوي چې په دغو کسانو کې د دې نوم هم شامل دی:

"زه ویاړم چې د دې ګروپ برخه یم. زه دا اعزاز د لادرکه کسانو کورنیو او د بلوڅانو د بشري حقونو دفاع کوونکو ته ډالۍ کوم چې موږ ته توان، قوت او هیله راکوي".

د امریکې «ټایم» مجلې د اکتوبر پر دویمه د 2024م کال د 100 اغېزمنو کسانو فهرست اعلان کړی او د ماهرنګ بلوچ په اړه یې لیکلي دي چې د قوم ډېر نارینه یې ورک یا مړه شوي دي او د ماهرنګ غوندې ښځې اوس په سوله ییز ډول د بلوڅانو د حقونو استازیتوب کوي:

"په تېرو دوو لسیزو کې د هیواد په بلوڅ اقلیت کې د بغاوت پر ضد ریاستي عملیات په پراخه کچه د جبري لادرکیو او غیرعدالتي وژنو سبب شوي، په هغوی کې له دعوې سره سم د مهرنګ پلار هم شامل وو چې یو فعال وو او په 2011م کې یې مړی موندل شوی وو".

ماهرنګ د کوټې ښار په بي ایم سي روغتون کې سرجن ډاکټره ده او لا ماشومه وه چې په 2009م کال کې یې د پلار د جبري بې درکۍ خلاف یې په احتجاجونو کې ګډون پیل کړ، خو د تېر 2023م کال له دسمبر میاشتې را وروسته هغه وخت زیاته مشهوره شوه چې د جبري لادرکه کسانو د موندنې لپاره یې له کوټې اسلام اباد ته د ښځو او نارینه وو په ګډون اوږد پیاده لاریون وکړ.

«ټایم» مجلې لیکلي، ماهرنګ د بلوڅانو د حقونو په استازیتوب کولو باندې له ټولو هیلو سره سره ډاډه نه ده چې په ژوند به داسې یوه ورځ وویني چې خلک یې نور په ناارامۍ کې نه وي.

ماهرنګ وایي، "شاید". دغه 31 کلنه ډاکټر وايي، د خپلې مبارزې له کبله د ځورول کېدو، نیول کېدو او وژل کېدو له هڅو سره مخ شوې ده، هغې «ټایم» مجلې ته ویلي، "زموږ ژوند په پاکستان کې ډاډمن نه دی."

د پاکستان او په ځانګړې توګه د بلوچستان حکومت او امنیتي ادارې د لادرکه بلوڅانو لپاره د ږغ پورته کوونکي تنظیم، چې مشري یې ماما قدیر بلوڅ کوي او د بلوچ یکجهتي کمېټۍ، چې ماهرنګ بلوچ یې په مشرانو کې ده، د جبري لادرکه بلوڅانو شمېرې پروپیګنډه ګڼي او د دوی احتجاجونه د امنیتي ادارو په ضد د خلکو د پارولو سبب ګڼي.

ماهرنګ بلوچ د بلوچ یکجتي کمېټۍ تر سیوري لاندې د روان کال د جولای په وروستیو کې په ساحلي ښار ګوادر کې بلوڅانو تر پر ور پېښو بېلابېلو مسایلو باندې د بحث لپاره د «بلوچ راجي مچي» په نوم یوه ستره غونډه اعلان کړې وه، خو امنیتي ادارو یې د بلوچستان حکومت په امر له دې کبله مخه ونیوله چې وایي دا غونډه د سیپېک منصوبې په ښار کې امنیتي ستونځې جوړولای شي.

«ټایم» مجله وایي اسلام اباد ته د ماهرنګ بلوچ اوږد لارون د بلوڅانو مبارزې ته د نړۍ بېسارۍ پام اړولی دی، وایي ماهرنګ باور لري چې د هغې تحریک به دوام وکړي. هغې ویلي، "ډېر ګواښونه دي. ډېر ظلم دی، بیا هم موږ به د انسانیت لپاره مبارزه وکړو".

«ټایم» مجلې د 2024م کال د سل اغېزمنو کسانو په فهرست کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو هغه کسان شامل کړي دي چې د هنر، ورزش او بشري حقونو د مبارزې په برخه کې روان کال په بېسارې توګه ځلېدلي دي.

په دغو کسانو کې د بنګله دېش د زده کوونکو د تحریک مشر ناهد اسلام هم شامل دی چې په تېره جولای میاشتې کیې په خپله هېواد کې د حکومت د سرکاري نوکریو د کوټې خلاف احتجاجونه پیل کړل او دغو احتجاجونو د ملک وزیراعظمه شیخ حسینه استعفی ورکولو ته مجبوره کړه او پر ځای یې یو لنډمهاله حکومت جوړ شو.

«ټایم» مجله هر کال د 100 اغېزمنو کسانو فهرست خپروي، په 2013م کال کې یې د نجونو د تعلیم لپاره مبارزه کوونکې او د سولې نوبل جایزه ګټونکې ملاله یوسفزۍ هم د داسې اغېزمنو کسانو په فهرست کې شامله کړې وه.