د پاکستاني رسنيو د رپورټونو ترمخه د بې روزګارۍ ، ګرانۍ اؤ سیاسي ناکرارۍ له امله ګڼ شمیر ځوانان له پاکستانه بهر وتل غواړي

حکومتي شمېرې ښيي په تېرو لسو کالو کې تر ټولو زيات ۹۴۶،۵۷۱ تنان په ۲۰۱۵ کال کې له پاکستانه د کار اؤ ژوند په لټه کې له هیواده بهر نورو هېوادونو ته تللي وو

حکومتي شمېرې ښيي په تېرو لسو کالو کې تر ټولو زيات ۹۴۶،۵۷۱ تنان په ۲۰۱۵ کال کې له پاکستانه د کار اؤ ژوند په لټه کې له هیواده بهر نورو هېوادونو ته تللي وو

د پاکستاني رسنيو د رپورټونو ترمخه، په پاکستان کې د ګرانۍ، سياسي عدم استحکام او روزګارونو د نيشتوالي له امله په ګڼ شمېر کې ځوانان بهرنیو هېوادونو ته په تلو مجبوره شوي دي .

په تېرو ورځو کې په پاکستان کې د ګېلپ پاکستان په نوم ترسره شوې يوه سروې یا نظر پوښتنه کې ويل شوي څه ۹۰ فيصده خلک د پاکستانه بهر وتل غواړي .

سيال محمد له هغو ځوانانو نه يو دی چې په پاکستان کې د بې روزګارۍ او د خراب اقتصادي وضعيت له امله بهر تلو ته مجبوره شوی دی او وايي دلته په مشکله سره هغه د میاشتې ۲۰،۰۰۰ نه تر ۳۰،۰۰۰ پورې روپۍ ګټلی شي.

ډیوه سره خبرو کې سيال محمد وایي،هغه څلور کاله په سعودي عرب کې تېر کړي وؤ او هلته به یې دیاړي کوله خو چې پاکستان ته راغلو او دلته یې وکتل نو ډېر وګرځېدو خو څه کار ورته په لاس ورنغلو .

هغه وایي اته مياشتې یې هم داسې په کور تېرې کړې او هيڅ کار ورته ترلاسه نه شو نو اوس يو ځل بياهیواد نه بهر په تګ مجبوره شوی دی.

"زه دلته راغلم ما ویل چې خپل کار ژوند به پېل کړم خو ما وليدل چې دلته ډېره بې روزګاري ده، بې وسي او ګراني هم زياته ده"

د کډوالۍ اؤ په بهرنیو وطنونو کې د دندو د څارنې ادارې شمېرې ښيي د روان کال مئ مياشتې پورې له پاکستانه څه ۲،۸۷،۰۰۰ نه زيات خلک بهر هېوادونو ته د کار لټولو لپاره تللي دي.

ځوانان وايي په پاکستان کې د ډګرۍ ترلاسه کولو وروسته هم روزګارونه په مشکله سره مومي.

د پېښور اوسېدونکی عثمان خان ډیوه سره خبرو کې وایي "مجبوري مو هم دغه ده چې روڼه خويندې مې ډېري دي او څلور پينځه ماشومان دي او پلار مې شته خو هغه ډېر وخت مزدوري وکړه او کار يې هم وکړو نو مونږ غاړه کېښودله چې مونږ به لاړ شو او مزدوري به وکړو نو ځه پلار خو به مې ښه شي او دلته ګرمي هم ده او هغه مشر سړی دی اوس کار نه شي کولی، دلته مونږ کار کولو خو دلته ګزاره نه کېږي په شل يا دېرش زره روپۍ باندې "

يادې حکومتي ادارې په خپلو شمېرو کې ويلي څه ۸،۶۲،۶۲۵ نه زيات خلک له پاکستانه بهر هېوادونو ته تللي وو چې په کې زياتره شمېره د ډګرۍ لرونکو ځوانانو ښودل شوې ده .

خو بهرته د خلکو لیږدونکې د يوې شخصي کمپنۍ مشر نجيب شينواری وايي د تېر کال په پرتله سږ کال د بهر تلونکو تنانو شمېره زياته ده .

ډيوه سره خبرو کې ښاغلي شینواري وویل "خو د ځوانانو پرته نن سبا ما داسې کسان وليدل او مونږ سره يې کاغذونه جمع کړي چې په هغې کې ۴۵ کالو نه بره تنان شامل دي په خاصه توګه هغه تنان په کې ډير دي چې کوم ډرايوران دي او هغوي به دلته په پاکستان کې په اسانه سره خپل کورونه ساتل نو هغوئ اوس دې ته مجبوره شوي دي چې بهر لاړ شي او تر دې پورې چې ۵۰ کالو او ۵۲ کالو پورې تنان مونږ له راغلي دي"

سيال محمد هيله مند دی چې بهر تګ سره به يې ژوند جوړ شي او خپله کورنۍ به په اسانه وساتي.

د هغه په خبره "دلته چې سړی دياړۍ هم کوي نو د ۱،۰۰۰ روپو نه زياتې نه شي ګټلی خو که ته بهر کار کوې نو هلته دوو زره نه تر درېوؤ زرو روپو پورې اسانئ سره ګټلی شې خو هلته دا ده چې سړی دومره څه ګټي چې کور هم ساتلی شي او لږې ډېرې پيسې هم کېښودی شي او مړی ژوندی هم پکې کېږي"

حکومتي شمېرې ښيي په تېرو لسو کالو کې تر ټولو زيات ۹۴۶،۵۷۱ تنان په ۲۰۱۵ کال کې له پاکستانه د کار اؤ ژوند په لټه کې له هیواده بهر نورو هېوادونو ته تللي وو.