د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلع ډېره اسماعیل خان کې د نامعلومه وسله والو په برید کې یو پولیس عسکر وژل شوی اؤ پوځ دعوه کړې چې قبایلي ضلع شمالي وزیرستان کې یې د عملیاتو په مهال څلور وسله وال وژلي دي.
د شورو - چهارشنبې په ورځ ځايي پولیسو وي او اې ډيوه ته ویلي په ډیره اسماعیل خان کې وسله والو په ارشد نومې پولیس عسکر ډزې کړي اؤ هغه یې وژلی دی.
د پولیسو په وینا دا پېښه د شورو په سهار د ډيره اسماعیل خان په ډیال سړک هغه وخت وشوه، کله چې ارشد نومي یو پولیس عسکر خپل ماشومان ښوونځي ته پرېښودل او بېرته کور ته روان و.
د صدر تاڼې چارواکي وایي، په کانسټېبل ارشد موټرسایکل سپرو نامعلومه کسانو له نږدې څخه ډزې کړي اؤ په دې پېښه کې وړومبی هغه سخت ټپي شو خو کله چې هسپتال ته ورسول شو نو هلته یې د زخمونو توان رانه وړو اؤ ساه یې ورکړه.
د روغتون چارواکو ویلي چې په دې پېښه کې سپاهي ارشد څو مرمۍ لګیدلی ؤ خو یوه مرمۍ پرې داسې لګېدلی وه چې هغې یې ژوند واخست.
د ځایي خلکو په وینا له پېښې وروسته بریدکوونکي په تېزۍ سره له سیمې وتښتېدل. د پېښې وروسته پولیس سیمې ته ورسېدل او سیمه یې په ګیره کې واخسته.
د ابتدايي تحقیقاتو له مخې، دغه پېښه ممکن هدفي پېښه وي، خو پولیس وايي، ټول اړخونه څېړي. پولیس وایي وژل شوی سپاهي ارشد د صدر تاڼې اهلکار او د بستي مهیړ اوسېدونکی و.
ځایي خلک وایي، په دې سیمه کې د امن حالت ورځ تر بلې خرابېږي او اؤ پرله پسې پولیس د وسله والو د بریدونو لاندې راځي .
یو ځایي اوسېدونکي نعمان بشیر وویل وي او اې ډيوه سره خبرو کې وویل"دا یوازې د کانسټېبل ارشد مسله نه ده، بلکې د ټولې سیمې د امنیت خبره ده. موږ له حکومته غواړو چې دا بریدکونکي زر تر زره ونیسي او سخته سزا ورکړي"
شمالي وزیرستان کې عملیات:
د پاکستان پوځ وایي د افغانستان د پولې تر څنګ د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلعه شمالي وزیرستان کې یې د وسله والو پرضد عملیات کړي چې پکې "څلور ترهګر" وژل شوي.
د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار د شورو په ورځ خپل بیان کې ویلي چې امنیتي ځواکونو دا عملیات د استخباراتي معلوماتو په اساس سپین وام سیمه کې کړي دي .
پوځ وایي عملیاتو کې یې د ترهګرو یو شمېر ځالې په بریالیتوب سره په نښه کړي اؤ د ډزو تبادله کې څلور وسله وال وژل شوي.
پوځ پخپل بیان کې د وژل شوؤ کسانو پېژندګلو نه ده ښکاره کړې خو یوازې دومره یې ویلي چې هغوي په امنیتي ځواکونو بریدونو اؤ بېګناه وګړو په وژنو کې ککړ وؤ.
پوځ دعوه کړې ده چې د د وژل شوؤ کسانو له ولکې څخه یې وسلې ، چاودېدونکي مواد اؤ نور مهمات هم ترلاسه کړې دي.
تر دې یوه ورځ وړاندې هم د پاکستان پوځ دعوه کړې وه چې شمالي وزیرستان کې یې په دوو مختلفو ځايونو کې عمليات کړي، نهه وسله وال یې وژلي او دوه یې نيولي دي.
د پاکستان پوځ چې کومو سيمو کې عمليات کوي هلته جرنلسټان يا مطبوعات رسايي نه لري، ځکه د ازادو سرچينو څخه د عملياتو په اړه تاييد نه کيږي.
په دې وروستیو کې د افغانستان سره په پوله پرتې د خېبرپښتونخوا صوبې په قبایلي او جنوبي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.
په اسلام اباد کې د څېړنې او مطالعاتو مرکز (سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکیورټي سټډيز، سي ار اېس اېس) ازادې ادارې ويلي، په کال 2024م کې د پاکستان کې د تشدد او ناامنۍ تر ټولو زياتې پېښې د افغانستان سره په پوله پرتو خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې شوې وې.
سي ار اېس اېس په خپل رپورټ کې ویلي، په 2024م کال کې شوو ټولو وژنو کې 60 فيصده ملکي وګړي وژل شوي وو.
ويل شوي، په نورو پېښو کې 685 امنیتي عسکرو (د پاکستان پوځ، استخباراتي ادارو غړي، پوليس او نورو قانون نافذونک ادارو غړي) وژل شوي، او دا د کال 2014م نه وروسته د امنيتي عسکرو د وژنو تر ټولو غټه شمېره ده.
سي ار اېس اېس ویلي، خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ زياتې پېښې او وژنې د افغانستان سره په پوله پرتو ضلعو کورمه، شمالي وزيرستان او خېبر کې شوي او له دې نه علاوه ډېره اسماعیل خان، بنو او لکي مروت ناامنۍ او ترهګرۍ ډېرې ځپلې دي.