په جنوبي وزیرستان کې دیني عالم، قبایلي مشر او د جمعیت عملما اسلام ف ډلې د قبایلي سیمو سرپرست مولانا میرزا جان وزیر په هدفي برید کې تر ټپی کېدو وروسته په پېښور پوځي روغتون کې ژوند د لاسه ورکړو.
په کوز جنوبي وزیرستان کې دا د هدفي وژنو دویمه پېښه ده چې پکې د علاقې مخور مشران وژل شوي دي.
تېره ورځ د بېرمل تحصیل په سره خاوره سیمه کې د جمعيت علمااسلام ګوند يو بل کارکن دین سعید په هدفي برید کې وژل شوی وو.
تحریک طالبان پاکستان د میرزا جان وزیر وژنه رد کړې او ویلي یې دي دیني عالمان د دوی هدف نه دي.
پولیس وايي په مولانا میرزاجان په 14 جون د واڼه ښار بايي باس سړک حمله شوې او ژوبل شوی وو.
د واڼه روغتون چارواکي وايي یوه ګولۍ د هغه په خېټه کې لګېدلې چې د پرارژلو حالت یې ډېر شدید وو او بیا په پوځي هیلي کاپټر کې پېښور پوځي روغتون ته انتقال کړل شوی وو.
د واڼه پولیس تاڼې چارواکي وايي تر دې مهاله د ميرزاجان کورنۍ په چا دعوېداري نه ده کړې او د پېښې پلټنې پيل کړل شوي دي.
د جمعيت علما اسلام ګوند مشرانو دا پېښه غندلې او د ګوند د پاره یې لویې زیان ګرځولی ویلي په دې ورستیو کې په لسګونو مشران او کارکنان وژل شوي خو په داسې پېښو به دوی ونه ويرول شي.
د ګوند د ضلعې عمومي سیکتر مولانا رفیع الدین وايي نوموړی په شین ورسک سیمه کې په یو دیني مدرسه کې د دستاربندۍ دستورې وروسته شکۍ سیمه کې کور ته روان وو.
هغه وویل نوموړی د تیرو 13 کلونو نه د ګوند د ضلعې امیر او قبایلي سيمه په صوبه کې تر شاملېدو وروسته د ګوند قبایلي سیمو سرپرست ټاکل شوی وو.
هغه زیاته کړه هغه به زیاتر یواځې سفر کولو او ژوند ته ورپېښ کوم خطر یې نه وو څرګند کړی.
د واڼه سیمې خلک وايي هغه دیني عالم سره یو مخه ور قامي مشر وو چې د علاقې په هره جرګه او مرکه کې به د خپل قوم او علاقې استازیتوب ښه په زغرده کولو.
د علاقې یو بل تن محمد نور ازاد وویل مولانه میرزاجان په کال 2005 کې د ازبکو خارجي جنګیالیو پرخلاف د لښکر په سر مشرانو کې شامل وو.
او بیا کال 2007 کې د حکومت او وسله والو سي این جي ډلې مشر مولوي نظر ترمینځ شکۍ امن معاهدې په وخت په21 کسیزه کسانو کې شامل وو
د دغه معاهدې ترمخه په واڼه کې مېشت مولوي نظر ډله واڼه خاوره کې ناامني نه جوړوي او دغه ډله د پولې پورې غاړې افغانستان کې امریکا او د افغانستان د هغې وخت حامد کرزی حکومت پرضد بریدونو کولو ته زیات لیواله وو. چې ترمخه به د دوی خلاف هیڅ قسم کاروايي نه کیږي.
د سیمې نه د قامي پارلیمان پخوانی غړی او پي تي ایم مخکش مشر علي وزیر وايي د یوې منصوبې سره دغلته بیا ناامني راوستل شوې ده. لومړی پولیس بیا د پولیو کارکونکي او اوس دیني او سیاسي مشران وژل کیږي
هغه ویلي دا ناامني د زغملو وړ نه ده او په دې به نور غلي نه پاته کیږي.