د خېبرپښتونخوا د قدرتي افتونو په وخت د انتظام ادارې (پي ډي ایم اې) د شمالي وزیرستان نزدې 17,000 بې کوره رجسټرډ کورنیو لپاره 35 کروړه روپۍ مالي مرستې جاري کړې دي، خو کډوال وايي د ګرانۍ له وجې دوی ته ورکول کېدونکې مرستې یې ضرورتونه نه پوره کوي.
د پي ډي ایم اې ډايریکټر جنرل قېصر خان له دفتره جاري شوي بیان کې ویل شوي دا د مرستو 114 قسط دی چې په راتلونکو څو ورځو کې به هرې رجسټرډ کورنۍ ته 20000 روپۍ د موبایل سیم د لارې ترلاسه شي.
کډوال وایي په دې ګرانۍ کې دا مرستې د نشت برابر دي او د دوی ضرورتونه نه پوره کوي.
په لکي مروت سیمه کې مېشت د شمالي وزیرستان یو کډوال فتح الله وویل دا هغه مرستې دي چې لس کاله وړاندې دوی ته د خپلې سیمې پرېښولو پر مهال جاري کړل شوې دي، اوس د څيزونو بیعې زياتې شوې خو دا مرستې نه دي زیاتې شوې چې په دې کډوالۍ کې د دوی ضرورتونه نه پوره کوي.
هغه وویل، "هغه وخت دا مرستې څه د کار وې اوس ګراني سیوا شوې د څيزونو بیعې په څو ګنا زیاتې شوي دي مونږ بیا بیا غوښتنه کوو چې په دې کډوالۍ کې دا مرستې د دوی ضرورتونه نه پوره کوي او که حکومت سره د مرستو د پاره پېسې نه وي مونږ دې بیرته خپلې علاقې ته واپس کړي هلته زمونږ پټي دي، د کرومایټ غرونه دي او د ځڼغوزو ځنګلونه لرو هلته بیا مرستو ته اړتیا نشته خو حکومت زمونږ د واپسۍ غوښتنه هم نه مني".
د پي ډي ایم ای مشرې صوبیه حسام طورو وويل د شمالي وزیرستان د ترهګرۍ څخه متاثرينو کورنیو چې کومې مرستې ورکړل کیږي دا د نشت برابر دي خو بیا هم هر ې کورنۍ ته د میاشت 20000 روپۍ د خرڅ خوراک دپاره ورکړل کیږي چې په کډوالۍ کې د هغوي مالي مشکلات راټیټ کړي.
یو بل کډوال محمد نور وویل تر اوسه د تیرو درې میاشتو پوره مرستې نه دي ورکړل شوي، هغه وویل دوی د تیرو میاشتو سامان په پور راوړی او دا د مرستو پېسې به پور کې ورکوي.
د محمود نور په وینا ماشومان یې تر اوسه د اختر جامې او بیزار نه لري. وایي د کډوالۍ په وخت حکومت دا امدادي مرستې منلې خو تر اوسه دوی ته په وخت نه ورکړل کیږي او د ځنډ نه کار اخلي:
" اوس چې دا مرستې جاري کړې دا خو مونږ په پور سامانونه راوړي هغې کې به لاړې شي خو تر اوسه زمونږ د دو نورو میاشتو مرستې لا پاتې دي دغلته اختر راغې خلک تیارۍ کوي زمونږ ماشومانو نه بیزار او نه د اختر جامې شته او که چرته د نورو پاتې میاشتو پېسې جاري کړي چې د اختر تیارۍ پرې وکړو".
صوبیه حسام طورو وايي د کډوالو مالي مشکلات ټیټولو د پاره به د اختر نه وړاندې دوی ته بل قسط د مرستو جاري کړي چې دغه کډوال هم د نورو خلکو په څېر د خوشحالۍ اختر تیر کړي.
په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ په کال 2014م کې ضرب عضب نومي پوځي عملیات کړي چې له تر اوسه بې کوره شوي خلک بیرته په پشپړه توګه نه دي ستانه کړي.