د ضرب عضب عملیاتو له امله د شمالي وزیرستان څخه بېکوره شوؤ کډوالو په حکومت نیوکې کړي چې د تېرو څلورو میاشتو راهسې یې پرې مالي مرستې تړلي دي چې له امله یې د دوي ژوند د ګڼو ستونزو سره مخ شوی دی.
په بنو کې دشمالي وزیرستان د بې کوره شوؤ کډوالو په ترسره شوې جرګه کې کډون الو ویلي چې هغوی د خپلې خوښې له مخې بېکوره شوي نه دي بلکې د پوځی عملیاتو له امله خپلو کورونه پرېښودو ته اړ کړل شوي دي.
د جرګې ګډون والو وویل د کډوالۍ په دې سخت دیار کې دوی ته د تېرو څلورو میاشتو راهیسې د میاشتنۍ مالي مرستې ورکول هم بند شوي دي، چې له امله یې د دوي ژوند لا ستونزمن شوی دی.
د جرګې ګډون وال ډاکټر ګل علم، ډیوه سره خبرو کې وویل "دا ډېر د شرم او افسوس ځای دی چې کډوالو ته د تېرو څو میاشتو راهیسې د هغوی مالي مرسته نه ده ورکړل شوې. دا ځنډ د هغوی ستونزې نورې هم زیاتوي"
په کال ۲۰۱۴ کې د شمالي وزیرستان څخه د ترهګرۍ ختمولو لپاره د ضرب عضب په نوم ستر پوځي عملیات ترسره شوي وؤ چې ددغو عملیاتو له امله د سیمې نه لکونه خلک بې کوره شوي دي.
پوځ دعوې کوي چې ددې عملیاتو به نتیجه کې یې سیمه له ترهګرۍ پاکه کړې خو اوس هم کډوال خپلو کورونو ته د ستنېدو په انتظار دي.
دغه کډوال د صوبې په بیلابیلو سیمو کې زیاتره په خیمو، خپلوخپلوانو کره او د کرایې په کورونو کې د کډوالۍ ژوند کوي.
د جرګې مشرانو له حکومت غوښتنه وکړه چې که هغوی ته مالي مرسته نه شي ورکولی، نو خپلو سیمو ته دې د ستنېدو اجازه ورکړل شي.
دوی وویل چې د پوځی عملیاتو له امله بېکوره شوي، او اوس له ګڼو ستونزو سره مخ دي. چې نور د کډوالۍ د ستونزو زغملو توان نه لري
قامي مشر ملک عمرزی مداخېل ډيوه ته وایي" زموږ کورونه وران شول، ملبه یې وپلورل شوه، او اوس زموږ مالي مرسته بنده شوې ده. که مرسته نه شئ کولی، نو موږ ته اجازه راکړئ چې خپلو سیمو ته ستانه شو"
د افتونو په مهال د مرستو د صوبایي سرکاري ادارې پي ډی ایم اې د شمېرو له مخې، د شمالي وزیرستان ۱۸ زره کورنۍ لا هم په بېکورۍ کې ژوند کوي.
پي ډي ایم اې وایي دې کډوالو ته هره میاشت ۲۰ زره روپۍ ورکول کېږي، خو په تېرو څو میاشتو کې د فنډونو ځنډ ستونزې لا زیاتې کړي دي.
د پي ډي ایم ای ویاند احسان داوړ ډیوه سره خبرو کې ویلي"کډوالو ته هره میاشت ۳۶ کروړه روپۍ ورکړل کېږي، خو د فنډ په اجرا کې ځنډ راغلی دی. هڅه کوو چې ژر تر ژره دا ستونزه حل کړو"
کډوالو له اړونده چارواکو وغوښتل چې زر تر زره د دوی ستونزې حل کړي، چې نور له دې مشکلاتو سره مخ نه شي.
د شمالي وزیرستان کډوال وايي چې د خپلو حقونو لپاره به سوله ییز احتجاج ته دوام ورکړي، خو د صوبې حکومتي چارواکي وايي د فنډونو د نشتوالي له امله دا ستونزه رامینځ ته شوې او هواري د پاره یې مرکزي حکومت ته سپارښتنه کړې ده.