څېړونکی وایي د افغانستان په اړوند د دوحې د دریمې غونډې په څنډه کې د پاکستاني چارواکو او افغان طالبانو د پلاوي ترمنځه لیدنه کولی شي په دې ورستیو کې د دواړو ھېوادونو ترمنځه راپورته شوی تاؤ تریخوالی سوړ کړي۔
د افغان د پلاوي مشر ذبیح الله مجاهد په ټولنیزه رسنۍ ایکس خپور کړي خپل یو بیان کې دا لیدنه د دواړو د اړیکو دپارہ مثبته ګټوره بللې ده.
په دې وروستیو کې د پاکستان حکومتي اؤ پوځي چارواکو خپل دا تورونه سیوا کړي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ پلانونه د افغانستان له خاورې جوړیږي اؤ ترهګر په افغانستان کې خوندي ځالې لري.
په افغانستان د واکمنو طالبانو حکومت د پاکستان دا تورونه په سختۍ سره ردوي اؤ وایي ترهګري د پاکستان خپله مسله ده.
په دوحه کې د طالب چارواکو سره خبرو کې د پاکستاني پلاوي مشري افغانستان دپاره د پاکستان خصوصي استازي اصف دراني کوله او وېل کېږي چې دراني امید څرګند کړی دی چې طالبانو سره به په رسمي کچه د پاکستان خبرې زر شروع شي.
طالبانو سره د پاکستان د رسمي مذاکرات د شروع کېدو خبره دراني عرب نیوز اخبار سره مرکه کې کړې ده خو نور تفصیل يې نه دی شریک کړی چې د بحث اېجنډا به څه وي.
د ترهګرۍ په سر د طالبانو او پاکستان تعلقات د کړکچ ښکار ګڼل کېږي او د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د قازقستان پلازمینه استانه کې د شنګهایي د همکاریو د سازمان سر ټولنې ته وینا کې د پاکستن وزیراعظم شهباز شریف وویل د افغانستان په خاوره کې د ترهګرو ډلې شتون لري افغانستان ته به د ترهګرۍ په ضد کوټلي ګامونه اخستل وي اؤ باید پرې نه ږدي چې خاوره یې د نورو هیوادونو په ضد وکارول شي.
د پاکستان حکومتي اؤ پوځي چارواکو تر دې وړاندې هم څو،څو وارې تورونه لګولي چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې خوندي ځالې لري اؤ له هغه ځایه د پاکستان خلاف ترهګري کوي.
خو په افغانستان واکمن طالب چارواکي بیا د پاکستان دا نیوکې ردوي اؤ وایي د پاکستان لخوا په نړیوالو فورمونو د داسې رقم تورونه مقصد د طالبانو د حکومت د بې ثباته کولو اؤ د مشروعیت نه موندلو هڅه ده
د پېښور پوھنتون د جرنلزم د څانګې مشر پروفېسر فېض الله جان وایي،داسی هم نه ده چې ګنې د پاکستان مسله د واکمنو ټولو افغان ډلو سرہ دہ .
وي او ای ډیوه سره خبرو کې هغه وایي"دې وخت کې دا ھم یوہ مسله پاکستان ته مخې ته پرته دہ چې په افغانستان کې په ښکارہ دوہ ډلې دي د طالبانو، او ھغې یوې ډلې سرہ د پاکستان مضبوطې اړیکې دي او دغه مضبوطو اړیکو نه دغه بله ډله چې کوم ده هغه مرورہ ډله دہ، خو مونږ به دې ته ګورو چې د قندهار ګروپ حثیت څومرہ دی سیاسي او بل طرف ته چې دی فوځي حیثیت هغه د ھغوی څومرہ دی"
په دې ورستیو کې پاکستان د ترھه ګرۍ پرضد د نوؤ پوځي عملیاتو پیل کولو اعلان کړی اؤ د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف د افغانستان په خاوره کې هم د ترهګرو ډلو د په نخښه کولو ګواښ کړی.
د طالبانو د حکومت ددفاع وزارت د خواجه اصف دې بیان ته سخت غبرګون ښودلی ؤ اؤ ویلي یې وؤ چې هر بهرني برید ته به کوټلی ځواب ورکړي.
څیړونکی او خبریال مشتاق یوسفزی وایي پاکستان دا ګڼي چې د ترھه ګرۍ مسله په پاکستان کې دہ نو حل یې هم په افغانستان کې دی۔
د دوحې د دریمې غونډې په مهال د افغانستان دپارہ دپاکستان ځانګړي استازي اصف دراني هم په خپله وینا کې دغہ خبری تکرار کړې وې۔
مشتاق یوسفزی وایی،افغان طالبان پرون په حکومت کې راغلي دي، پاکستاني طالبان د ھغوي ملګري دي، ھغوی سرہ یې په شریکه جنګونه کړی دي، که هغوي غواړی هم خو په دې وخت کې ھغوی د ټي ټي پي خلاف څه نه شي کولی.
د مشتاق یوسفزي په وینا "وجه یې دا دہ چې یو خو هغوی(افغان طالبانو) ته د داعش مسلہ دہ بل د هغوي اقتصاد دومرہ مضبوط نه دی، بل هغوی سرہ ھغه شان ارمي نشته، نہ د ھغوی لا اینډ فورسمنټ ایجنسۍ دومرہ مضبوطې دي بیا د پاکستاني طالبانو طاقت ډیر زیات دی که ھغوی غواړی هم زما پہ خیال نو و به نه شي کړی او غواړي به هم نه ځکه چې دا به دوی دپارہ غټ چیلنج وي"
څېړونکي وایي پاکستان کې پرله پسې راتلونکي حکومتونه ھم د ترھګرۍ د مخنیوي او د وسلوالو خلاف د قوي جګړی یا د مزاکراتو په اړہ دوامدارہ تګ لارې نه لري.