د تورخم لاره همغسې بنده پرته ده،افغان جرګې د پاکستانۍ جرګې د ځېنو غړو په نومونو اعتراض کړی

Torkham-Pak Afghan Border

Torkham-Pak Afghan Border

د افغانستان اؤ پاکستان تر منځ د تجارت تر ټولو ستره لاره تورخم نن په يوويشتمه ورځ هم د مسافرو او مال وړونکو ګاډو لپاره په مکمله توګه تړلې پرته ده.

د مارچ په 12مه د پاکستان او افغانستان د ولسي مشرانو او سوداګرو تر منځ د تورخم هغې غاړې ته د افغانستان په خاوره کې جرګه کېدونکې وه خو د ځنډ ښکار شوه.

د جرګې ځنډېدو په اړه د افغانستان د جرګې غړو ويلي وو د پاکستان لورى ته په جرګه کې ځينې تنان اچول شوي وو چې هغه په وړومبى جرګه کې نه وو او بله دا چې دغه تنان دوه اړخيزه تجارت سره هيڅ تړاؤ نه لري .

د پاکستان له خوا د جرګې مشري کوونکي شاه خالد تېره ورځ خبريالانو ته ويلي د ځېنو تنانو د غلط پېغام د لاسه د افغانستان له لوري دجرګې غړي بېرته تورخم نه ستانه شوي وو او جرګه روسته کړى شوه .

هغه وايي د افغانستان دجرګې غړو سره خبرې روانې دي او ډېر زر به د بلې جرګې لپاره وخت او ورځ وټاکل شي .

د مارچ په نهمه هم په تورخم کې د پاکستان غاړې ته د دواړو خواؤ د مشرانو او سوداګرو په مېنځ کې جرګه شوې وه او د افغانستان د جرګې غړو خپلو واکمنو سره خبرو لپاره دوه ورځې وخت غوښتى ؤ.

د فبرورى له 21مې ڼېټې راهسې تورخم دروازه د هر ډول تګ او راتګ لپاره تړلى شوې او د پاکستان د امنيتي ځواکونو ترمخه، افغان طالبانو غوښتل چې په لانجمن ځاى کې تاسيسات يا پوسته جوړه کړي چې له دې امله دروازه وتړل شوه.

خو په تورخم کې د افغان طالبانو کميسار عبدالجبار حکمت بيا خبريالانو ته ويلي وو دوى په خپل ځاى کې وداني جوړوي او پاکستان دې هم په خپلو حدودو کې کار کوي.

د تورخم پولې د پرانستلو لپاره د پاکستان سرحدي ځواکونو او فغان طالبانو په مېنځ کې د فبرورى په 24 مه او د مارچ په دويمه نېټه ناسته شوې وه خو څه نتيجه يې نه وه ورکړې.

په نهم مارچ د پولې پرانستو دپاره د دواړو خواو څخه د سیاسي، قبايلي او سوداګرو مشرانو ترمنځ جرګه شوې وه.

د پاکستان او افغانستان د ګډ چېمبر شريک مشر خان جان الکوزی وايي، په نهم مارچ چې کومه جرګه شوې، دا کومه رسمي جرګه نه وه، د افغانستان او پاکستان ترمنځ سکتر خصوصي موجود دی.

وي او اې ډيوه سره خبرو کې نوموړي ویلي وؤ، د دواړو خواو په جرګه کې د پاکستاني لوري ويل شوي، "د پولې پورې غاړې ته چې طالبانو کومه پوسته جوړوله، په پوسته دې کار بند کړي، د اختر پورې به ډز بندي وي، د اختر وروسته به په دغې اړه نورې خبرې کيږي".

هغه وويل، "د افغانستان د لوري جرګې استازي بيا په ننګرهار کې د طالبانو د ګورنر سره ليدلي او هغه ورته ويلي چې د مشرانو سره به په دغې اړه خبرې وکړي".

د الکوزي په خبره، "مونږ په انتظار يو چې دوی [واکمن طالبان] څه ځواب کوي".

هغه زياته کړه، د طالب مشرانو سره ناستې کوي او د تجارت په اهمیت یې خبروي، خو د افغانستان سوداګر د دولت په استازيتوب جرګې ته نه وو ورغلي او نه د دولت استازيتوب کوي، دوی خپل تجارتي سيکټر لري.

د تورخم پولې بنديز له امله دواړو خواو ته د زرګونو په شمېره کې مال وړونکي ګاډي ايسار پاتې دي او په پوله اوښتونکي راوښتونکي په لسګونو خلک د مشکلاتو سره مخ شوي دي.

په تورخم کې د پاکستان امنيتي ځواکونو او طالب چارواکو ترمنځ د لارې د خلاصېد په اړه لومړی دوه وارې، د فرورۍ په 24مه او مارچ په دويمه ناستې شوې خو کومه نتيجه یې نه ده ورکړې.

په دويم مارچ په پوله د دواړو خواو د سپکو او درنو وسلو ډزې شوې وې چې تر دوه ورځو روانې وې.

د پاکستان سرحدي ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ د مارچ په دويمه او درېيمه ترسره شوو ډزو کې پاکستان لوري ته د ايف سي ځواک شپږ عسکر ژوبل شوي وو.

افغانستان لوري ته د يو طالب وژل کېدو او څو نورو ژوبلېد خبر هم ورکړل شوی، خو د دواړو خواو څخه په رسمي توګه د مرګ ژوبلو په اړه څه نه وو ويل شوي.