جنرل عاصم منير د جنوبي وزیرستان سفر کړی، ځايي خلک وايي ناامنۍ یې ژوند تنګ کړی

پوځ ویلي د پوځ مشر جنرل عاصم منیر د جنوبي وزیرستان په اسمان مانزه کې د شیروانګۍ سیمې سفر کړی چرته چې تیره ورځ د پاکستان د پوځ شپږ عسکر په یو وسله وال برید کې وژل شوي وو

د پاکستان د پوځ سرلښکر جنرل عاصم منير د جنوبي وزیرستان سفر پرمهال ویلي، ترهګر، د هغوي اسانتياوې برابرونکي او تحريکونکي به نه پريښودل کيږي. ځايي خلک وايي ناامنۍ سخت تنګ کړي او د پوځي مشر د سفر په مهال په کورونو کې بند پاتې وو.

هغه دا خبره په داسې حال کې کړې چې پرون د جنوبي وزیرستان شیروانګۍ سیمه کې د پاکستان د پوځ شپږ عسکر وژل شوي وو. پوځ په دې برید او انښته کې د څلورو وسله والو د وژلو دعوه هم کړې وہ.

تحریک طالبان پاکستان د برید ذمه واري منلې وہ.

خو ځايي خلک وايي د تیرو شلو کلنو راهسې وزیرستان د وسله والو او د پاکستان د پوځ ترمینځ د جګړې میدان جوړ شوی او عام خلک پکې د ناامنۍ نه سخت تنګ راغلي دي.

‏‎پوځ ویلي د پوځ مشر جنرل عاصم منیر د جنوبي وزیرستان په اسمان مانزه کې د شیروانګۍ سیمې سفر کړی چرته چې تیره ورځ د پاکستان د پوځ شپږ عسکر په یو وسله وال برید کې وژل شوي وو.

د پاکستان موقتي وزیراعظم انوارالحق د وژل شوو عسکرو شمېره لس ښودلې دہ.

پو ځ ويلي هغه ته په علاقه کې پوځي افسرانو د استخباراتي او پوځي عملیاتو په اړه احوال تیر کړی او ویلي یې دي امنیتي عسکرو سره یې لیدلي او د تر هګرۍ ضد د هغوی مبارزہ یې ستایلې دہ.

‏‎د پوځ سرلښكر ویلي وژل شوي عسکر د دوی وياړ دى ، او د امنیت د ټینګښت او تل پاتې امن دپاره د دوی قربانۍ به بې ځايه نه ځي او پاكستان كې به بشپړ امن او استحكام راشي .

ځايي خلک وايي د تیرې اوږدې مودې نه د ناامنۍ سره مخ دي چې پکې خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اوړي.

حکیم وزیر وویل په علاقه کې د وړاندې نه یو غېر یقیني صورتحال دی او خلک د سختې ویرې سره مخ دي.

هغه دعوہ وکړ‎ہ نن په واڼه سیمه کې ټول کاروباري مرکزونه تړل شوي او خلک په کورونو کې بند ساتل کېدل.

هغه زیاته کړه په هوا کې هیلي کاپټرو په الوت او په سړکونو د عسکرو په ګزمه د ویرې سره مخ وو چې بیا عملیات پیل کیږي چې ځایي خلک به په کډو کولو مجبور کړي.

د شمالي د تاجرانو د اتحادې مشر ثنا الله وايي عملیاتو او ترهګرۍ د علاقې کاروبار په ټپه ودرولی دي.

هغه وویل تر اوسه د اوښتي زیانونو مرستې نه دي ورکړل شوي او په علاقه کې د کاروبارونو د نشتوالي له امله په خېر غوښتو مجبور شوي دي.

ملک رپا خان مسید وویل د مودو نه د ناامنۍ د ختمولو اعلانونه کیږي چې پکې جهازونه ټانکونه او توپې کارول شوي خو تر اوسه په دې ناامنۍ قابو تر لاسه نه شو.

هغه وویل علاقه یې د جګړې میدان جوړ شوی چې پکې عام ولس ځپل کیږي او د ناامنۍ دې ژوند سخت ستړي کړي دي.