پاکستان د موسمياتي بدلون د بدو اغېزو څخه د بچ کېدو او ددې پروړاندې د خپل توان او موافقت پېدا کولو لپاره د نړیوالې مالیاتي ادارې آي اېم اېف څخه د 1 ارب ډالرو د فنډ ورکولو خواست کړی دی.
د پاکستان د خزانې مرکزي وزير محمد اورنګزيب چې دا وخت د آي اېم اېف او نړيوال بېنک په غونډو کې د ګډون لپاره په واشنګټن کې دی نړيوالې خبري اېجنسۍ رويټرز ته مرکه کې ویلي، عالمي ادارې ته یې په باضابط توګه خواست کړی چې د ريزيلينس اېنډ سسټېنبيليټي ټرست لاندې دې پاکستان ته په فنډ ورکولو غور وکړي.
پاکستان آي اېم اېف ته د 1 ارب ډالرو د فنډ ورکولو دا خواست په داسې حال کې کړی چې دا هېواد له وړاندې څخه د سخت اقتصادي بحران او د موسمي بدلون د اثراتو سره مخ دی.
نړيوال بانک وايي د شديد موسمي بدلون، د چاپیریال د خیچنوالي او په هوا کې د الودګۍ له کبله تر 2050 کال پورې د هېواد جي ډي پي کې د 18 او 20 فيصد ترمنځ کمی راتللی شي.
د اقتصادي چارو ماهرين وايي باید چې پاکستان د موسمي بدلون د بدو اغېزو څخه د بچ کېدو لپاره د ترلاسه کېدونکو پېسو ګټور استعمال باوري کړي.
اقتصاد پوهه ډاکټر ساجد امين وي او اې ډیوه ته وایي،ښه به دا وي چې دا ترلاسه کېدونکی قرض د موسمي بدلون په وړاندې د توان پېدا کولو لپاره استعمال کړل شي.
هغه وایي په ټولنه کې د آګاهۍ خورولو او د اقتصادي هلو ځلو جارى ساتلو لپاره دا فنډ ډېر ضروري دی خو داسې نه چې دا فنډونه په غېر پېدواري څيزونو او یا د قرضونو په بېرته ستنولو مصرف کړل شي.
ريزيلينس اېنډ سسټېنبلټي ټرسټ نظام په کال 2022 کې جوړ کړی شوی ؤ چې مقصد یې د موسمياتي بدلون د اغېزو له کبله د اوښتي زيانونه د لګښتونو لپاره مخ په ترقۍ هېوادونو ته په رعايتي او نرمو شرطونو فڼډ ورکول دي.
د ګلوبل کلاميټ انډکس ترمخه پاکستان د نړۍ د هغو لسو هېوادونو څخه يو دی چې دا وخت د موسمي بدلون د بدو اثراتو ښکار دي .
د حکومتي شميرو له مخې په کال 2022 کې د موسمياتي بدلون له کبله د رامنځته شوو سېلابونو له امله ملک کې 1700 کسان مړه شوي وؤ ، نزدې 3 نيم کروړه خلک یې ځپلي وو او بنيادي اډانې، فصلونو او څاروو ته یې د 30 اربه ډالرو نقصان اړولی و.
د مالي چارو ماهرين دا وخت د بهرنیو او کورني چېلنجونو ترڅنګ موسمياتي بدلون لکه بې وخته بارانونه، تودوخه او اوچ کالي هم د هېواد مړڅپن اقتصاد ته تر ټولو لوي ګواښ ګرځوي.
اقتصاد پوهه ډاکټر عابد قيوم سلهري ډیوه ته وایي،نړيوال بېنک د موسمي بدلون د بدو اغېزو د مقابلې لپاره پاکستان ته تر کال 2030م پورې د 348 ارب ډالرو د اړتیا اټکل کړی ؤ.
خو هغه وایي ددې لپاره به مونږ ته څه پېسې د داخلي سرچينو څخه ترلاسه کول وي، څه به د شخصي څانګې او ځينې پېسې به ددې لپاره د جوړو فنډونو څخه د پروژه په شکل کې ترلاسه کول وي.
د بهرنیو قرضو د دروند پيټي او د هېواد د اقتصاد په خپلو پښو د ودرولو هڅې د وړاندې څخه د افتونو د مقابلې کولو د پاکستان توان سخت اغېزمن کړی دی او د نړیوالې مالياتي ادارې آي اېم سره د ستمبر په مياشت کې د سختو شرایطو لاندې لاسلیک شوي د 7 اربه ډالرو قرض پروګرام هم د خلکو مالي بارونه لا پسې درانه کړي دي.