اټکل کیږي د پاکستان حکومت به د جون په 12مه، د مالي کال 2024-25 لپاره د شاوخوا 18 ټریلينه روپو بجټ قامي اسمبلې ته وړاندې کړي.
پاکستاني مطبوعاتو د خزانې د مرستيال وزير له خلې ويلي په بجټ کې د درې ټریلينه روپو اضافي ټيکسونه لګولو او جي ایس ټي له 18 څخه 19 سلنې ته لوړولو وړاندیزونه هم تر غور لاندې دي، کوم به چې د څيړونکو په وينا ګراني نوره هم سيوا کړي.
څيړونکى وایي، حکومت که چري د پخوا په شان غېر مستقيم ټيکسونه لګوي لکه جي ايس ټي يو فىصدي لوړول، د بجلۍ، ګېس او پټرولو بيعې لوړول، نو دې سره به ګراني نوره هم سېوا شي.
د دوى په وينا، دا بجټ د نړيوالې مالياتي ادارې آی اېم ايف د شرطونو د لاندې تيار شوی او کله چې دا د پارليمان نه پاس شي نو له هغې وروسته به آی ايم ايف د پور ورکولو په نوي پروګرام د حکومت سره خبرې شورو کوي.
څيړونکی ډاکټر عابد قيوم سلهري وايي، " که د آی اېم ايف پروګرام وي او که نه، دا ډير شيان خو مونږ ته د وړاندي نه کول پکار وو خو د سياسى جوړ جاړي له وجې د ځنډ ښکار شو، اوس به دا کتل وي چې په بجټ کي به حکومت ټېکس امدن څنګه سېوا کوي او د ځمکو اخستلو، خرسولو کاروبار ،کرکيله ، واړه او غټ دوکانداران به څنګه په ټېکس جال کې راوستلې شي، د حکومتى ادارو شخصى څانګې ته ورکول او حکومتى خرچې به څنګه راکموي".
سلهري وي او اې ډیوه سره خبرو کې زیاته کړې، چې کله دا هر څه وشي نو د دې اثر خو به د مستقيم او غېر مستقيم ټيکس په شکل کې په خلکو پريوځي. پاکستان تېرو ورځو کي نړیوالې مالیاتي ادارې نه د نوي پور ترلاسه کولو لپاره دغه ادارې ته د خپلو لګښتونو راکمولو پلان وړاندې کړی دی.
آی ایم ایف پرله پسې په پاکستان ټینګار کوي چې د خپل اقتصاد ښه کولو لپاره باید اقتصادى اصلاحات وکړي، حکومت دي خپل حجم او دولتي لګښتونه راکم کړي، ترقياتى بجټ دي په صوبو وروا چوي او شتمنه ډلې دي دټيکس جال کي راولي.
د اقتصادي چارو خبريال ثنا الله خان وايي،"حکومت ته دوه غټ چيلجونو راوړاندې دي، آمدن یې کم او خرچې یې سيوا دي او بله یې د بجټ خساره ډيره زياته ده او دا پوره کولو دپاره یې نورې قرضې اخلي او راتلونکو درېو کلونو کې به ورته د اويا نه پينځه اويا اربه ډالره صرف بهرني پورونه ورکول وي".
تير کال د پاکستان د اقتصادي ودې شرحه منفي وه خو راوران مالى کال کې حکومت وايي دا به 3.5 فىصدي وي او ګراني به د شلو فىصدى نه کمه پاتي شي. د مياشې په حساب سره خو ګرانۍ کي کمې راغلې خو د سود شرحه ډيره زياته ده او هم دغه وجه ده چې د پاکستان ټول امدن د درنو قرضو په ورکولو کې ولاړ شي.
څيړونکي وايي د پاکستان اقتصادي ستونزو کې کمی نه ليدل کيږي او که حکومت د آی اېم اېف نه نوی پروګرام اخلي نو ورته به رعايتونه ختمول او ټېکس امدن سېوا کول وي خو دې دپاره حکومت سره نوې لارې نشته او ورته به دې لړ کي نوي ټيکسونه لګول وي.
د مالياتى چارو کارپوه شهریار بټ وايي، "پاکستان دا وخت د ډير سخت صورتحال سره مخامخ دی،د پاکستان مشکلات تر څه حده پورې ضرور کم شوي دي خو ګراني چې وړاندې 23 سلنه وه اوس 12 سلنه ته راکمه شوې ده خو د سود زياته شرحه کاروبارى هلې ځلې اغيزمنوي او ادايګيانو کې مشکلات جوړوي".
څيړونکي وايي، حکومت دا وخت يو دوه کې حيرانه دی او هڅه کوي چې د چين ، سعودى عرب او متحده عرب اماراتو نه مرستې ترلاسه کړي، خو تر کومې پورې چې د آی ايم ايف سره د پور نوې لوظنامه یې نه وى لاس ليک کړي او د دوى لخوا وړاندې کړل شوي اقتصادى اصلاحات یې نه وي عملي کړي، يو هيواد هم دوى ته مرستې يا بيل اوټ نه شي ورکولی.