د پاکستان مرکزي حکومت په انټرنېټ د جرمونو د مخنیوي د کال 2016 په قانون کې د نور بدلون پرېکړه کړې، او وايي د بدلونونو مقصد د ټولنيزو رسنیو د کارونکو تحفظ او د ناسمو معلوماتو د خپرېدو مخه نيول دي خو د ډېجټل رايټس ماهرين او خبريالان وايي په یاد قانون کې د بدلون مقصد په حکومت او پوځ د تنقيد لاره نيول دي.
حکومت وايي د الېکټرانيکي جرمونو د مخنیوي قانون 2016 کې د ترميم مقصد د ټولنيزو رسنیو د ميلينونو پاکستانيانو د ډيجيټل حقونو حفاظت کول، د انټرنېټ ذمه وارانه استمال یقیني کول او ان لاېن مواد منظمه کول دي چې داسې د کرکې خورونکو ويناو او د ناسمو معلوماتو د خپرېدو مخنيوي وکړی شي.
خو ناقدين وايي په قانون کې بدلون لکه د پيکا اېکټ په څېر د اختلافي غږونو او د رای د اظهار په ضد کارېدی شي.
د ډيجيټل حقونو کارپوه هارون بلوچ وايي،"په قانون کې د بدلون مقصد د حکومت لخوا په ټولنيزو رسنيو زيات نه زيات کنټرول ترلاسه کول او په ټولنيز رسنیو د باندې عوام په هلوځلو نظر ساتل او د هغوي څارنه کول دي".
په تيرو وختونو کې هم د الېکټرانيکي جرمونو د مخنیوي د کال 2016 قانون يا پيکا اېکټ د پاکستان د پوځ د ناقيدينو او د حکومتي مخاليفينو خلاف کارول شوې او د قانون په کارولو سره د مخالفينو خلاف د مذهب د سپکاوي قانون لاندې مقدمې هم درج کړل شوې وې.
د روانې مياشتې په سر کې حکومت د الېکټرانيکي جرمونو د پلټنو لپاره د نېشنل سايبر کرايمز انوسټيګېشن نومې د يوې جدا ادارې د جوړولو اعلان هم کړې چې د خبريالانو او ټولنيزو رسنيو فعالين يې د رياست خلاف په ان لاېن بڼه د تنقيد مخې نيولو يوه هڅه بلي.
خبريال راجه بشير عثماني وايي، "مطبوعات او ټولنيزې رسنۍ نړۍ ته هغه څه ښي څه چې په هيواد او د دې په ادارو کې کيږي، زما په خيال که جعلي خبر وي نو مونږ هم د هغې ډاډګېرنه نه کوو خو که ميډيا حقايق ښيي او وايي نو هغه په دې ډول نه شي کېدی".
د نهې په ورځ خبري غونډې ته خپله وينا کې د قانون مرکزي وزير، اعظم نذير تارړ وویل قانوني مسوده چې د انفارمېشن ټېکنالوجۍ وزارت د ايين د 19 مادې په رڼا کې جوړه کړې ده د مظورۍ لپاره وفاقي کابينې ته استول شوې ده".
د قانون وزیر وويل وزیر اعظم شهباز شریف غواړي په قانون کې د بدلون لپاره سياسي اتفاق راوستل ضروري دي او په دې اړه وزیر اعظم يوه کميټي هم جوړه کړې چې د پيپلز ګوند، متحده قومي مومنټ اف پاکستان او د نورو اتحاد ډلو غړي شامل دي.
خبريالان وايي که په پيکا قانون کې بدلون وشي نو ويره ده چې لومړی ښکار به يې صحافيان وي.
د پارليماني چارو خبريال وقار عباسي وايي، "د پيکا قانون لاندې که څه هم د صحافيانو اوازونه غلې کول کيږي خو ددې ټولو بدو حالاتو باجود خبريال خپله مسلکي دنده پر وړاندې بيايي او په راتلونکي کې به هم د ورپېښو ننګونو پرته غږ پورته کوي".
د الېکټرانيکي جرمونو د مخنیوي قانون په کال 2016 کې د پخواني وزیر اعظم نواز شریف په واکمنۍ کې منظور شوی وو.
د پيکا قانون اصل مقصد د بېلابيلو ساېبر جرمونو چې په کې سايبر ترهګري او په ان لاېن بڼه د خلکو د ويرولو شامل دي مخه نيوی ښودل شوی وو خو د څيړونکو په قول دا قانون بيا د صحافيانو، بلاګرز او د رياستي تګلارې د ناقدينو خلاف وکارول شو.
د سږ کال فبرورۍ په میاشت کې په عامو انتخاباتو کې د درغلیو د تورونو وروسته په پاکستان کې د ټولنيزو رسنيو مقبول پلېټ فارم اېکس هم تړل شوې دې.
د ګلوبل ډېجېټل انسايټ د کال 2023 د شمېرو ترمخه په پاکستان کې نزدې 72 ميلینه خلک ټولنيزې رسنۍ کاروي، چې وايي تر ټولو کم شمېر 4 ميلیونه په کې د اېکس کاروي.
څېړونکي وايي د پاکستان په سياسي ډلو کې د پخواني وزیر اعظم عمران خان ګوند پاکستان تحریک انصاف دا مهال د ټولنيزو رسنيو تر ټولو زیاته استمالونکې ډله ده او په ځانګړي توګه له هغې وروسته چې په روايتي ميډيا د انتخاباتو څخه وړاندې په جېل کې بند د عمران خان او د هغه د ګوند په اړه خبرونه سنسر کول پيل کړي دي. عمران خان په اېکس نزدې 20 ميليونه فالورز لري.