جنوبي وزيرستان: ډرون بريد کې دالقاعده يمني غړى وژل شوى

دخالي په ورځ يو چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط ادعا کړې ده چې دزيارت په ورځ کوم دعرب قوميت لرونکى تندلارى ډرون بريد کې وژل شوى ؤ دهغه پيژندگلو دشيخ عبدالباري په نوم شوې ده

چارواکي وائي دخالي په ورځ دافغانستان دپولې سره نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې دبې پائيلټه جاسوسي الوتکو يا ډرون لخوا په يو گاډي ترسره شوي ميزائيلي بريد کې دالقاعده سره تړلى يو بهرنى تندلارى وژل شوى دى.
دچارواکو وينا ده ډرون دجنوبي وزيرستان دمرکزې سيمې وانا څخه 10 کلو ميټره لرې لويديز لوري ته په شين ورسک نومې سيمه کې دالقاعده ديمني څانگې سره دتړلي تندلاري عبدالرحمان الزمان يمني گاډى په نخښه کړى دى.
ميزائيلي بريد کې په نخښه کړل شوى گاډى تباه شوى او پکې ناست دالقاعده تندلارى عبدالرحمان الزمان په موقع وژل شوى دى.
دغه بريد دهاغه علاقې سره نزدې شوى چرته چې دزيارت په ورځ يو ډرون په يو بل گاډي ميزائيلي بريد ترسره کړى ؤ، په دغه بريد کې هم ديو عرب قوميت دتندلاري پشمول درې کسان وژل شوي وؤ.
دخالي په ورځ يو چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط ادعا کړې ده چې دزيارت په ورځ کوم دعرب قوميت لرونکى تندلارى ډرون بريد کې وژل شوى ؤ دهغه پيژندگلو دشيخ عبدالباري په نوم شوې ده.
جنوبي وزيرستان دافغانستان دپولې سره نزدې دپاکستان دهاغو اوؤ قبائيلي سيمو څخه يوه ده چې پکې گمان کيږي په سلگونو سيمه ييز او بهرني جنگيالي فعاليتونه ترسره کوي.
په دغه قبائيلي سيمه کې کال 2009م کې د30,000ؤ عسکرو او لسگونو جنگي الوتکو او هيلي کاپټرو په ملاتړ سره دپاکستان پوځ سيمه کې دفعاله جنگيالو په ضد په درنه پيمانه عمليات ترسره کړي وؤ چې پکې پاکستاني چارواکو دسلگونو جنگيالو دوژنې ادعا کړې وه.