د پاکستان حکومت د راتلونکي مالې کال 2024-25 بجټ/ بوديجې د پاره تياريانې پيل کړي دي، ويل کيږي د روانې مياشتې جون په لسمه امکان دی بجټ پارلیمان کې وړاندې شي.
څيړونکي ګڼي د اقتصادي اصلاحاتو دپاره د آی اېم اېف سختو شرطونو په وجه راروان بجټ به د پاکستان د تاريخ تر ټولو سختو بجټونوکې يو وي په کوم کې چې د نورو ټيکسونو لګولو سره به ګراني نوره سېوا شي.
د اقتصادي چارو کار پوهان وايي، دا بجټ به د نړيوالې مالياتي ادارې آی اېم اېف د غوښتنو يو لوی فهرست لاندې وړاندې کولی شي.
د رپوټونو له مخې، د نړيوالې مالياتي ادارې چارواکو په تيرو ورځو کي د پاکستان د سفر په وخت حکومتي چارواکو ته ويلي وو، خپل د ټېکس امدن دې سېوا کړي، حکومتي لګښتونه دې راکم کړي، د انرجۍ څانګه کې دې اصلاحات وکړي، د تبادلې شرحه کې دې استحکام وساتي او د کورنيو او بهرنيو پانګونو د پاره دې حکومتي انتظام کې ښه والی راولي.
د څيړونکو په وينا آی اېم اېف غواړي چې حکومت دې د پور نوې لوظنامه د پارليمان نه منظوره کړي او مخالفه ډلې دې هم په دې په اعتماد کې واخلي.
اقتصاد پوهه شهريار بټ وايي، "راروان بجټ به د پاکستان د تاريخ تر ټولو سختو بجټونو کي يو وي، حکومت د آی اېم اېف نه د پور يو بل پروګرام اخستلو هڅې کوي او غواړي چې آی اېم اېف خفه نه شي، حکومت غواړي چې ټيکس امدن سېوا کړي او د خدماتو څانګې، د ځمکو کاروبار او واړه او لوی دوکانداران د ټېکس جال کې راولي خو دې هر څه دپاره به ورته سختې فيصلې کول وي".
وي او اې ډيوه سره خبرو کې شهريار بټ زياته کړه د ټېکس راټولولو مرکزي ادارې اېف بي آر د راتلونکي مالي کال د پاره د دولس نيم زره اربه روپو د ټېکس هدف ايښودی دی، کوم چې د روان مالي کال نه 35 سلنه يا فيصده زيات دی.
هغه وويل، د حکومت خرچې سېوا او امدن کم دي او راتلونکي مالي کال کې به ورته صرف سود ورکولوته 8000 اربه روپۍ پکار وي.
اقتصاد پوهان وايي په راروان بجټ کي د جي اېس ټي يا جنرل سېلز ټېکس 19 فيصده سېوا کولو وړانديز دی او دا ګام به منفي اغېزې ولري او که په پټروليم مصنوعاتو نور ټېکس ولګېدو نو دې سره به ګراني نوره سېوا شي.
دوي زياتوي حکومت ته به د غېر مستقيم ټېکس پر ځای مستقيم ټېکس نظام ته راتلل وي او ورته به دې لړ کې سختې پريکړې کول وي او که داسې نه وي نو ګرانۍ کې چې اوس کوم کمی راغلې نو دا بيا لوړيدی شي او د دې به په هر څه منفي اغېزې وي.
د اقتصاد پوهانو په خبره، که څه هم د آی اېم اېف پروګرام د اقتصادي استحکام دپاره ډېر ضروري دی خو حکومت ته پخپله هم داسې تګلاره جوړول پکار دي چې د د عام ولس په ژوند کې څه سوکالي راشي خو وايي نه ويني چې راتلونکي بجټ کې به يوعام تن ته څه اسانتياوې ورکړل شي.
قايداعظم پوهنتون کې د اقتصادې څانګې استاد ډاکټر جاوېد اقبال وايي، "د آی اېم اېف نوي پروګرام کې حکومت ته پکار ده چې د ګرانۍ دا پېټی په عام خلکو ور وانه چوي بلکې خپلې خرچې او شتمنه ډلو ته ورکړل شوي رعايتونه راکم کړي او عام ولس ته ښېګړه ورکړي".
اقتصاد پوهان وايي، پاکستان چې دا وخت کومو اقتصادي او سياسي ستونزو کې ښکېل دی نو د آی اېم اېف نه د پور يو بل پروګرام اخستلو پرته ورسره بله لار نشته.