د پیسو د غېرقانوني لین دین او د ترھګرو مالي سرچینو د مخنیوي ادارې اېف ای ټي ایف درې ورځنۍ غونډہ د ګل، دوشنبې، په ورځ د فرانس سر ښاد پیرس کې شروع کیږي چې پکې د وسله والو د مالي وسایلو د مخنیوي په لړ کې د پاکستان د ګامونو جاج اخیستل کېږي.
په ان لاین بڼه کېدونکي غونډه کې دا فېصله هم متوقع ده چې ایا د پاکستان نوم د اېف ای ټي اېف د خړ فهرست یا ګری لسټ نه ووېستل شي او که په ځای وساتل شي.
پاکستانی چارواکي ھیله مند دي چې د اېف ای ټي ایف په ۲۷ سپارښتننو کی یې ۲۱ پہ مکملہ توګہ عملي کړي او پہ شپږو یې په جزوي توګہ عمل کړی او پہ دې بنیاد به د پاکستان نوم د خړ نوملړ نہ راویستل شي.
خو څېړونکي او په اسلام اباد کې میشتہ سفارتکار دعوی کوي چې د کوښښونو باوجود هم کیدې شی چې د پاکستان نوم د جون میاشتې پورې پہ خړ نوملړ کې پاتې شي۰
د وی او اې ډیوہ سرہ خبرو کي اقتصاد پوھہ او د مالیاتی چارو سیړونکې ډاکټر شاہد حسن صدیقی وايي پہ تیر یو کال کې پاکستان د غیر قانونہ پیسو د لین دین او د ترھګرو مالی مرستې ودرولو د پارہ سنجیدہ ھسې کړي.
ډاکټر صدیقی زیاتہ کړہ چې د ټکنیکي او قانوني ګامونو سرہ سرہ بہ پاکستان پہ سفارتی کچہ ھم ډیر څہ کوي ولې دا امریکنی صحافی ډینیل پرل د قضیہ پہ اړہ د سپریم کورټ پہ فیصلہ امریکہ خوشحالہ نہ دہ او فرانس ھم د پیغمبر اسلام په خاکو د پاکستان سخت عکص العمل خفہ دی.
بلخوا مالیاتي چارو نظر لرونکې سینئیر جرنلسټ مہتاب حیدر ھم دی خبرې سرہ اتفاق کوي چې د پاکستان نوم بہ د جون پورې ھم پہ خړ نوملړ کښی پاتې شې او د دې په وجہ دوی د ښائی چې پہ د اړہ کوم قوانین پاکستان جوړ کړی نو تر کوم حدہ پورې بہ پرې دوی عمل درامد وکړي او چہ کوم خکلق د روم جرمونو کښی ککړ دی نو بغیر د څہ تفریق نہ بہ ایا د دوی پر ضد اوکارولې شی او کہ نہ۰
پاکستان د وخت د ترھګرو مالی مرستې او د غیر قانونې د پیسو لین دین حوالې سرہ کوټلي ګامونہ نہ پورتہ کولو پہ وجہ د کال ۲۰۱۸ راھسې دا ایف اېټی ایف پہ خړ نوملړ کی دې او پخپل اخری جایزہ غونډہ کښی ایف ای ټی ایف ویلي وو چہ پاکستان د ملګرو ملتونو د سلامتی کونسل پہ نوملړ کښی میشتہ د توھګرو ډلو پر ضد مناسبہ ګامونه نہ دې کړې۰