د خزانې وفاقی وزیر شوکت ترین خبرداری کړی چې ټېکس یا مالیه نه ادا کوونکي خلک به زندانونو ته اچول کېږي.
هغه وویل چې د ټېکنالوجۍ او د نویو طریقو په استعمال به په نوي بجټ کې د ټیکس لارې د حکومت په امدن کې شل فیصد اضافه کولی شي.
شوکت ترین وویل ھغه شته منه طبقه چې په موجوده وخت کې ټېکس نه وکوي د ټېکس په جال کې به راوستل کېږي. هغه خبرداری وکړو ټېکس نه ورکونکي خلک به په بندیخانو کې اچوي.
شوکت ترین په اسلام اباد کې یوې خبري غونډې ته وویل تر څو چې د ټېکس جمع کوونکی ادارې اېف بي ار امدن نه وي زیات شوی ملک به د اقتصادي مشکلاتو او د قرضو سره مخامخ وي.
د خزانې وزیر وویل د بجلۍ به بېیو کې به اضافه نه کوي او په دفي مراعاتو، د حکومت په اخراجاتو او په ګردشي قرضونو کې به کمی کولی شي.
هغه وویل د سېلز ټېکس یا د شیانو د خرڅېدو په سر ټېکس راغوڼدولو په لړ کې به د ترکي او کولمبیا په شان اسانتیاوې ورکوي چې دا ډول دوکانداران خپله د ټېکس ورکول شروع کړي.
د خزانی وزیر وویل چې د صوبو ترمنځ د مالي وسیلو د وېش یا د قومي مالیاتی کمېشن ایوارډ یا این ایف سی اهداف پوره نکړی شول خو وفاقي حکومت به کوښښ کوي د صوبو او وفاق په اتفاق په دې اړه کار وشي.
شوکت ترین زیاته کړه چې د مالي مشکلاتو حل کولو دپاره به پاکستان په خپل مجموعي امدن کې د ټېکس موجوده شرح د لس فیصد نه ۲۰ فیصد ته زیاتوي.
څیړونکي د وفاقي وزیر د خبرو سره اتفاق نه کوي، وايي دغه ډول خبرې د ډیر وخت راهسې اوري خو عمل پې نه کیږي.
د وي او ای ډیوه سره خبرو کې اقتصاد پوهه شاهد حسن صدیقي وايي که چېرې حکومت یوازې خپل د ټېکس استنثا سکیم عملي کړی وی نو ۹۰۰ ارب روپۍ امدن به یې ترلاسه کړی و.
ډاکټر صدیقي د حکومتی ټیکس امدن کې د شل فیصد د اضافې هدف هم رد کړو او ویې وېل چې موجوده حکومت په تېرو دریو کلونو کې د ټېکس امدن زیات نکړی شو.
ښاغلي صدیقي وویل چې که حکومت د بجلۍ نرخ زیات نکړو نو له امله به یې د بجټ خساره او په حکومت د قرضونو بار زیات شي. هغه زیاته کړه د بجلۍ ګردشیی قرضې دا وخت ۲۴۰۰ ارب روپو ته رسیدلي دي او حکومت بہ د ټولې پیسې د کوم ځای نہ راوړي؟
په مالیاتي چارو نظر لرونکی خبریال فدا حسین وایي تر کومې پورې چی حکومت په ټولو ادارو کې په پراخه کچه اصلاحات نه وي کړي او د خلقو باور یی نہ وي ترلاسه کړی تر ھغې پورې داسې خبرې ھیڅ ګټې نه راوړي.
شوکت ترین وویل چی په روان مالي کال کې د پاکستان اقتصادی د درې اعشاریه نھه فی صد په شرح پرمختګ کړی دی ح او تر کال ۲۰۲۳ پورې به د اقتصادي پرمختګ دا شرڅ اووه نه تر اته فیصد پورې زیاته شي.
نړیوالو مالیاتی ادارو د روان مالی کال د پارہ د پاکستان د اقتصادی پرمختګ شرح د یو نیم او دوہ فیصد پورې د پاتېکېدو اټکل کړی دی.