د مارچ نه پس په لومړي ځل پاکستان کې د کرونا کمې پېښې رپورټ شوي

حکومت د اختر دلمونځ دپاره خصوصي هدایات جاري کړي چې د اختر خطبې دې مختصر وي او خلک دې یو بل ته غاړه نه ورکوي خو ځینې خلک وايي په بازارونو کې دا ډول هدایات نه عملي کېږي

د مارچ د 16 نېټې راپه دېخوا په ړومبي ځل په پاکستان کې په تېرو 24 ګنټو کې تر ټولو کمې د کرونا وايرس مثبت پېښې ريکارډ شوی دي۔

بلخوا ډاکټران وايي کرونا وایرس د مخنیوي دپاره دې خلک د اختر په موقع د احتياط نه کار واخلي.

د صحت چارو پوهان وايي چې د کرونا مخنيوي د پاره د حکومت لخوا اخېستلې شوي ګامونو او د زياتره خلکو په اېس او پيز د عمل کولو له وجې د کرونا وایرس په مثبت پېښو کې کمی شوی دی.

ماهرین وايي رتلونکې دوه هفتې د کرونا وايرس د مخنيوي د پاره ډېرې مهم دي بايد خلک په اختر کې د احتياط نه واخلي چې د کرونا وايرس مثبت پېښو شرح نوره هم راټېټه شي او په هسپتالونو بوج کم شي۔

په پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه د روان کال د مارچ په شپاړسمه د کرونا وايرس 2351 مثبت پېښې ريکارډ شوې وې او د دغې وروسته د هېواد په کچه د کرونا وايرس مثبت پېښو کې ورځ تربلې زيات والی شوی دی۔

شمېرې ښايي چې د کرونا وبا درېمې څپې دوران د اپرېل په 17 مه تر ټولو زيات، څه د پاسه شپږ زره تنانو د دې وايرس نه د ناروغه کېدو پخلې شوی و، خو تېر يو شوا روز دوران يو ځل بيا په پاکستان کې د کرونا وايرس مثبت پېښې د دريو زرو نه کمې ريکارډ شوې دي۔

په دې حقله د خېبر پښتونخوا د صحت محکمې مرستيال مشر ډاکټر اکرام الله خان وي او ای ډيوه ته وويل چې د حکومت لخوا د کرونا مخنيوي د پاره اخېستلې شويو ګامونو ترڅنګ په روژه کې د زياتره خلکو د کورونوڅخه کم وتلل او د تېرې څپې په پرتله د خلکو لخوا موجوده وخت کې زيات احتياط کولو سره د کرونا وايرس په پېښو کي کمی راغلی۔

" دا پېښې د شپاړسم مارچ نه مخ په برا روانې وې او اوس پکې کمې راځي، نو دهغې خو ډېر ښکاره علتونه دي که هغه سمارټ لاک ډاون دې او که هغه په لويي کچه لاک ډاون دې او مونږه پکې پوره پوره ضلعې بندې کړي دي، سکولونه او شادي هالونه خو د مخکې نه بند دي، بله دا چې خلکو کې هم اوس ويره خپاره شوې ده او څه ډېر حده پورې په احتياطي خبرو باندې عمل کوي"

نوموړي زياته کړه چې د هېواد په کچه عام اولس د کرونا وايرس پرضد وېکسين اخیستل شروع دي او چې څومره زياتو خلکو ته دغه وېکسين ولګول شي نو هغه وومره به د وايرس نه ناروغه کېدو کې کمی راځي۔

" په پاکستان کې نزدې 40 لکه پورې تنانو ته وېکسين لګولې شوي دي او په خېبر پښتونخوا کې خواوشا پنځه لکه کسانو ته د وېکيسن لګولو عمل ترسره شوی دی چې په هغې کې د 40 او هغې نه سېوا عمر واله تنان شمال دي، اوس د 16 مۍ نه به د 30 کالو عمر پورې به وېکسين شروع شي نو چې څومره څومره دغه کم عمر واله ته وېکيسن لګولی کېږي نو دا عمل به نور هم تېزېږي"

دی وايي چې ښکاره خبره ده چې د کرونا وايرس په ناروغۍ کې د کمي يوه وجه وېکسين لګول هم دي ځکه چې کوم مشران دي هغوي ته مونږه وېکسين لګولي دي او هغوي د بيمارۍ نه خوندي شوي او هسپتالونو ته نه راځي۔

د صوابۍ باچه خان مېډيکل کمپلکس کې د سېنې د مرضونو متخصص ډاکټر وقاص احمد وي او ای ډيوه ته وويل چې د کرونا کېسونو د کمي له امله په هپستالونو دا وخت بوج کم شوی دی خو که چېرې د اختر په موقع خلکو احتياط و نه کړو نو يو ځل بيا کرونا وايرس په پېښو کې زيات والی راتللی شي۔

" دا وايرس اوس هم زمونږه ګېر چاپېره موجود دی، نو که دا لس پنځلس ورځې نور هم داسې پاتې شي نو دا مرض به نور هم کنټرول شي او ځکه زمونږه خلکو ته دا تاکيد دې چې د اختر په ورځو کې د سېلګرې ځايونو ته مه ځۍ، په کور کې کښېنې، ګڼې ګوڼې نه ډډه وکړۍ، او نن صبا انلائن ژوند دې نو دا سلام دعا او د اختر مبارکي په موبائل فون هم کېدلی شي"

د صحت چارو کارپوهان وايي پاکستان کې د کرونا دريمه څپه د تيرو دوو څپو په پرتله په تېزۍ سره خورېدونکې او مرګونې ده۔ دوی وايي د دې مخنيوي د پاره بايد خلک بار بار لاسونه وينځي، مخ پټولو ماسک کاروي، د ګڼې ګوڼې ځائ ته ورتلو نه ډډه کول او د کرونا وايرس پر ضد وېکسين لګول دي۔