واشنګټن ډي سي —
د پاکستان پولیس وايي، یو ډله موټر سایکل سپرو په ګجرات ښار کې د پوهنتون په دریو ښځینه محصلینو (زده کونکو) باندې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ تېزاب پاشلي.
د پولیسو مشر عمر حیات اسوسېټېډ پریس خبري رسنۍ ته ویلي دي چې د تېزابو په دغه برید کې د یوې زده کونکې مخ او د دوو نورو لاسونه سوزېدلي دي.
خبر زیاتوي، د پېښې دوه قربانیانې سره خورګانې دي او دریمه انجلۍ یې ملګرې ده.
پولیس وايي، ظاهره دغه پېښه وروسته له هاغې رامنځته شوېده چې دغو جونو دوی ته د واده لپاره وړاندیزونه رد کړي وو.
پولیس دا هم وايي، چې ددغه برید څخه وروسته یې درې کسان هم نیولي دي او زیاتوي چې د بریدکونکو له ډلې څخه یو تن د یادو جونو تره (کاکا) و.