د پاکستان د نورو برخو په څېر، په خېبر پښتونخوا کې هم د پوهنتونو انتظاميي آنلاين يا د انټرنټ د لارې زده کوونکو د پاره کلاسونه پېل کړيدي.
د تعليمي چارو پوهان وايي د صوبې په زياتره سيمو کې د انټرنټ د نشتوالي له امله يو شمېر زده کوونکي د دې نه ګټه نشي پورته کولې. ماهرين زياتوي کومې توجه سره چې استاذان په کلاس کې زده کوونکو ته سبق ښايي، نو هغه شان د انټرنټ د لاري نه ښودلې کېږي، ولې بيا هم کوشش روان دې چې د طالبعلمانو دا قيمتي وخت ضايع نه شي.
د خېبر پښتونخوا د هزاره پوهنتون د سټوډنټ افيئرز ډايريکټر پروفېسر پاینده خان وايي په اول ځل ښوونکی او زده کوونکي د انلاين کلاسونو اخېستو د تجربې نه تېرېږي، ځکه دواړو اړخونو ته د درس دوران ډېرې ستونزې مخې ته رازي.
هغه زیاتوي: "زوم ميټينګز واله اپشن دی يا نور دې کې اپشنز دي نو هغه چې کله کلاس ته کښېني نو په دې سېسټم لوډ وي او هغه هېنګ شي او کله هلکانو سره هم سهولت نه وي نو هغوی هم انلاين نه وي نو هغه وخت د دوی په دې ولګي، يو ورته مېسج کوي چې زه نه شم انلاين کېدلې او استاذ دې نورو زده کوونکو سره لګيا وي نو هغه ته جواب نشي ورکولی، نو کوم وخت چې د کلاس د پاره اېښودی شوی وي نو هغه دوه يا درې زده کوونکو سره په سوال جواب کې تېر شي."
د پېښور د انجينېرنګ او ټېکنالوجۍ پوهنتون د الېکټريکل انجينېرنګ څانګې استاذ انجينېر فهيم علي وي او اې ډيوه ته وويل چې په کلاس کې د زده کوونکو کومه توجه چې سبق ته وي، هغه شان انلاين کلاس کې ممکن نه وي.
دی وايي چې د انجينېرنګ او مېډيکل شعبې زده کړې د مشاهدې سره تړاو لري نو ځکه استاذان نشي کولی چې د انټرنټ د لارې هغه شان سبق وښايي لکه څنګه چې په جسماني توګه شاګردان په کلاس کې موجود وي.
انجنیر فهیم علي زیاته کړه: "فزيکل کلاسز کې دا ګټه وه چې کله به مونږ کلاس شروع کړو او د شاګرد په ذهن کې به يو سوال رغلې نو د هغه د مخ نه به هم مونږه ته پته لګېدله چې دې په سبق پوهېږي که نه، چې کله انلاين کلاسونه شروع شول نو چون که مونږ ته د هلکانو سکرين نه ښکاري نه د هغو د مخونو په تاثراتو پوهېږو، او نه مونږه په يو وخت د ۴۰ نه تر ۵۰ پورې وېنډوز ځان ته خلاصولې شو ځکه چې کله ډېر سکرينونه آن شي، نو بيا انټرنټ مسله کوي او شور پکې رازي نو مونږه د هلکانو په سبق هغه شان نه پوهېږو څنګه چې به په کلاس کې وو"۔
بلخوا د پېښور پوهنتون د عمرانياتو څانګې معلم ډاکټر ظفر خان وايي د هرډول ستونزو باوجود هم د نور کله په پرتله استاذان د انلاين کلاسونو اخېستو له پاره زياته تياری کوي: "کلاس روم کې دننه خو به کله نه کله استاذ په قېصو کولو هم وخت تېر کړو، ولې اوس استاذ باندې هم ډېر چېک وي نو هغه هم ډېر احتياط کوي او هغه ته معلومه وي چي زده کوونکي دا لېکچر يوخوا بلخوا اپلوډ کولی هم شي نو دې وجهې نه استاذان زياتې تيارۍ سره رازي."
د انټرنټ د ستونزو په اړه د خېبر پښتونخوا قبايلي ضلع خېبر سره تړاو لرونکی سيف الله عباس چې د پېښور پوهنتون زده کوونکې دی، وايي د يادې ضلعې جمرود سيمه کې د انټرنټ د سهولت د نشتوالي له وجهې نشي کولي چې انلاين کلاسونه واخلي. هغه وایي: "د انلاين کلاسز د پاره خو په ټوله قبايلي سيمه کې زده کوونکي په احتجاج دي د حکومت خلاف د هغې وجه هم دا ده چې دلته کوم د انټرنټ شبکې دي هغه نه وي نو د دې وجهې نه زمونږه چې څومره انلاين کلاسز دي هغه مونږه نه نيمه کې پاتې شي او مونږه د دې لايق نه يو چې په داسې حال کې مونږه امتحان پاس کړو نو حکومت ته پکار دي چې په دې اړه پالېسي جوره کړي".
په دې اړه مو د سائنس او انفارميشن ټېکنالوجۍ د پاره د خېبر پښتونخوا د وزير اعلی مشير ضياالله بنګښ سره د خبرو کولو هسه ووکړه ولې بريالي نه شو، دې نه وړاندې نوموړي وي او ای ډيوه ته ويلي وو چي د قبايلي سيمو په شمول تور غر، کوهستان، چترال او د صوبې نورو سيمو ته د انټرنټ سهولت ورکول د صوبايي حکومت په اولين ترجيحاتو کې شامل دي.
ياده دې وي د هېواد په کچه د کرونا وبا خورېدو له کبله په ټول ملک کې حکومت لخوا لاکډاؤن یا ټولبندیز ولګول شو او د مارچ د ۱۳ نېټې نه تعليمې ادارو ټرلو اعلان وشو۔ خو د مئ د مياشت په اخيرنې اوونۍ کې سرکاري او شخصي پوهنتونو د انلاين کلاسونو شروع کولو فېصله وکړه.