د پاکستان پوځ وايي د لېفټينېنټ جنرل په شمول درې افسران يې برطرف کړي دي

د پاکستان پوځ او حکومت ویلي د مي په نهمه نېټه د احتجاجونو په مهال تشدد کې ککر کسان په پوځي عدالتونو ته وړاندې کوي

د پاکستان پوځ د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل د یو لېفټننټ جنرل په شمول درې پوځي افسران په دې الزام د دندې څخه لرې کړی شوي دي چې تېره میاشت د پخواني وزیراعظم عمران خان د ګرفتارۍ خلاف مظاهرو کې د تشدد په مخنیوي کې ناکامه شوي وو.

د پوځ ترجمان مېجر جنرل احمد شریف چودهري په خبري کانفرنس کې د پوځي افسرانو لرې کولو خبره وکړه او زياته یې کړه د نورو 15 افسرانو خلاف ګامونه مکمل کړی شوي دي.

پوځي ترجمان وويل د عمران خان د ګرفتارۍ خلاف د می په نهمه نېټه د احتجاجونو په مهال په تشدد کې په مبینه توګه د ککړو 102 کسانو مقدمې په پوځي عدالتونو کې شروع شوي دي.

پوځي ترجمان وویل د می د نهمې نېټې د تشدد ټولو منصوبه سازانو او سهولتکارانو ته په سزا ورکول کيږي، که د هرې ادارې او د هر منصب وي، د حساب کتاب د عمل وروسته فېصله شوې، څوک هم د پوځي ودانيو په امنيت کې پاتې راغلي، پرضد یې کارروايي په عمل کې راوستل شوې ده.

نوموړي زياته کړه، د يو لفټننټ جنرل په ګډون درې پوځي افسران د نوکرو څخه لرې کړی شوي، د 15 افسرانو په ګډون، درې مېجر جنرلان، او اووه بريګيډيرانو ضد کارروايي په عمل کې راوستل شوې ده.

هغه دا هم وويل، د يو ريټايرډ پوځي نمسۍ، د يو ريټايرډ څلور ستورو [فور سټار] زوم، د ريټايرډ درې ستورو [تهري سټار] مېرمن، او ريټايرډ فور سټار جرنل مېرمن او زوم د احتساب د عمل نه تيريږي.

خو پوځي وياند په خبري غونډه کې د دغو کسانو نومونه ښکاره نه کړل.

د پوځي وياند په خبره، په پوځي عدالتونو کې د 102 "شرخوښو" ضد اورېدنې روانې دي، او د پوځي عدالتونو په اړوند په سپريم کورټ کې اورېدنه روانه ده خو د وړاندې کی 17 پوځي عدالتونه فعاله دي او غېر پوځي عدالتونو د قانون لاندې قضيې پوځي عدالتونو ته منتقل کړي دي.

پاکستان کې په نهمه مې د غبن د قضيې په تور کې د عمران خان د نيولو وروسته د پاکستان تحریک انصاف غړو د ملک په لويو ښارونو کې قهرجنې مظاهرې کړې وې، په راولپنډۍ کې په پوځي مرکز جي اېچ کيو، او لاهور کې د کور کمانډر په کور ورغلي، اوورونه یې اچولي، ګاډي یې مات کړي او د نورو سرکاري ودانيو ته د تاوانونو اړولو تورونه پرې لګول شوي وو.

د پاکستان حکومت ويلي د نهمې او لسمې مې د پېښو په تورونو کې یې د زرګونو په شمېره کې کسان نيولي او په پوځي، دفاعي ودانيو بريد کوونکو ضد به په پوځي عدالتونو کې مقدمې چلولی شي.

په 26 مې د پاکستان د کورنيو چارو وزير رانا ثناالله ويلي وو، د نهمې مې د پېښو وروسته په ټول ملک کې 499 مقدمې [اېف ايي اررز] درج کړی شوي، 88 پکې د ترهګرۍ د مادو لاندې او پاتې د نورو مادې لاندې درج کړی شوي او د 33 کسانو قضيې پوځي چارواکو ته سپارل شوې وې.

هغه ویلي وو "په 499 مقدمو کې يواځې شپږ مقدمې، دوه په پنجاب او څلور په خېبرپښتونخوا کې دي، د هغو ممکنه اورېدنې به په پوځي عدالتونو کې کيږي".

د پوځي عدالتونو په حواله یې ويلي وو "د پوځي قانون او افيشل سيکرټ اېکټ 1952 لاندې هغه مقدمې درج کولی او چلولی شي، چې څوک هم پوځي، حساسو او دفاعي ادارو ودانيو ته ننوځي، د دغه کار د پارولو هڅه کوي او سهولت کاري، هغه به د یادو قوانينو سرغړونه کوي او قابل سزا به وي".

د بشري حقونو فعال، ځينې سياسي مشران او وکيلان په پوځي عدالتونو اعتراض لري او وايي د نهمې مې د ورانکارۍ او تشدد په پېښو کې ککړو ټولو کسانو مقدمې دې په پوځي نه بلکې په سېول عدالتونو کې وچلولی شي.

د پاکستان په سپريم کورټ کې د پوځي عدالتونو په اړه اورېدنه روانه ده، عدالت ته د ملکي خلکو ضد په پوځي عدالتونو کې د قضيو خلاف خواستونه شوي دي.

سپريم کورټ نن په اورېدنه کې د نهمې مې د پېښو وروسته د پوځ سره په بند کې د 102 کسانو تفصيل غوښتی دی.

د پوځ ویاند په خبري غونډه کې دعوه وکړه، په پلټنو کې معلومه شوې د نهمې مې منصوبه بندي د تېرو څو میاشتو راهسې روانه وه، خلک حملو پله راپارول شو ويو.

هغه د نهمې مې پېښې ته د پاکستان د تاريخ توره ورځ ويلې او زياته کړې یې ده په 75 کاله موده کې دښمن داسې کار نه دی کړی کوم چې په يوه ورځ کې شوی، او هغه نهمې مې ته د پاکستان پرضد غټ سازش ویلي دي.

د پاکستان مخکيني وزيراعظم او پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان په پوځي ودانيو حملو کې د پي ټي ای د ککړتیا خبره ردوي او د وړاندې یې غوښتنه کړې د احتجاجونو په اړه دې په بې طرفه ډول تحقیقات و شي، هغه دعوه کړې په زرګونو پلويان یې نيول شوي او په بند کې پرې تشدد کيږي.

خو حکومت د عمران خان د تشدد تورونه رد کړي دي.