پاکستان کې دپوليو څاڅکي ورکونکي نهم رضا کار هم ژوند د لاسه ورکو

د خیبر پښتونخوا د پولیو مخ نیوي پروګرام مشر ډاکټر جانباز ډیوه ریډیو ته واېي ادارې د درې ورځو د سوګ اعلان کړیدې او ددغې ورستو به نوی تګ لاره ټاکي

تیره ورځ په خزانه کې په ډزو ژوبل شوي د پولیو ویکسین ورکونکي رضا کار هلال نن د پیښور په جرنیلي هسپتال کې ساه ورکړه. د هلال د مرګ سره په خیبر پښتونخوا کې د پولیو ویکسین ورکونکو د مرګ شمیره څلورو ته اورسیده.
تیره ورځ د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې روان دپوليو دمهم په په لړ کې دپوليو دمخنيوي په ډلو بريدونه ترسره شوي وو چې پکې ديوې ښځينه کارکوونکې پشمول دوه کسان وژل شوي وو.
دخيبرپښتونخوا په پيښور، نوښار او چارسده سيمو کې ماشومانو ته دپوليو دڅاڅکو ورکوونکو ډلو ترسره شوؤ ددغو بريدونو وروستو دروغتيا نړيوالې ادارې( ډبليو ايچ او) خپلې عملې ته په پاکستان کې دکار اودرولو امر کړى.
په صوبه کې د پولیو څاڅکو ورونکو پر ضد بریدونو ورستو صوباېي حکومت د دسمبر په 25مه نیټه د پولېس مشرانو، حکومتی او د صحت چارواکو یوه غونډه رابللې ده. په دغه غونډه کې به پولیس چارواکي حکومتي چارواکو ته بریفنګ ورکوي .
د خیبر پښتونخوا د پولیو مخ نیوي پروګرام مشر ډاکټر جانباز ډیوه ریډیو ته واېي ادارې د درې ورځو د سوګ اعلان کړیدې او ددغې ورستو به نوی تګ لاره ټاکي. په خیبر پښتونخوا کې د پولیو څاڅکو ورکونکې یو رضا کار د نوم نه خوولو په شرط ډیوه ریدیو ته ویلي د تازه بریدونو سره په رضاکارانو کې نفسیاتې یره خوره شوې ده.
دافغانستان او نائجيريا ترڅنگ پاکستان هم هاغه هيواد دى چې پکې دپوليو ناروغي په مکمل ډول نۀ ده ختمه شوې.