د پاکستان پوځ د پښتون ژغورنې غورځنگ یا پي ټي اېم ته گواښوونکې خبرې کړي او ویلي یې دي چې هیڅوک نشي کولای د ریاست او د پوځ مقابله وکړي، او د پي ټي اېم له مشرانو سره ډیل کول، پوځ ته سخته خبره نه ده.
د پاکستان د پوځ ویاند، میجر جنرل آصف غفور، د دوشنبې/گل په ورځ، د دې ترڅنگ چې پر پي ټي اېم یې د بهرنیو خفیه ادارو نه د پیسو اخیستلو تورونه ولگول، ویې ویل چې د پي ټي اېم خلاف به د قانون سره سم چلند وشي.
آصف غفور پخپلو خبرو کې وویل: «که د پوځ مشر په لومړۍ ورځ دا خبره نه وه کړې چې له دوی سره دې په مینه سلوک وشي، نو ستاسو (د پي ټي اېم له مشرانو) سره ډیل کول کوم مشکل کار نه دی، خو مسئله دا ده تاسو چې څوک له ځانه سره مل کړي، موږ سره د هغو خیال دی، د هغو د پریشانیو، د هغو د غمونو احساس راسره شته.»
د پوځ ویاند دا دعوه هم وکړه چې د پي ټي اېم لخوا چې د خلکو د کومو مشکلاتو یادونه شوې، د هغوی د حل کولو په کار کې پرمختگ شوی، او پوځ گني د عوامو دپاره هر کار کول غواړي، "خو دا چې د نورو په لاسونو کې لوبیږي، د هغو وخت ختم دی، د هغو وخت پوره شوی دی."
د پوځ ویاند پر دې هم ټینگار وکړ چې "د پوځ د مشر پر هدایاتو به کلک عمل کیږي، غیرقانوني طریقې به نه اختیاریږي، او هر کار به د قانون پر طریقې کیږي. تاسو چې څومره آزادي وه، هغه مو ترلاسه کړه."
جنرال آصف غفور د لادرکه شویو کسانو په اړه هم خبرې وکړې او دا الزام یې ولگاوه چې ممکن یو شمیر لادرکه کسان، له تحریک طالبان پاکستان سره یوځای وي او په افغانستان کې وي. د هغو کسانو په اړه چې په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ په عملیاتو کې لادرکه شوي، جنرل غفور وویل:
«زمونږ زړه نه کیږي چې هیڅوک دې لادرکه وي. کله چې جنگ وشي، نو په هغه کې باید ډېر کارونه ترسره شي. ویلي یې دي کنه چې په جنگ او مینه کې هر څه کول، انصاف دی. جگړه ظالمه ده.»
د پاکستان یوه سماجي کارکنه، گل بخاري، دا خبره د پاکستان د پوځ لخوا، په جنگي جرمونو اقرار گڼي، او په خپل ټویټر یې لیکلي چې:
«ټول پرېس کنفرنس بوږنوونکی و. خو دغه یې ډېره د حیرانتیا وړ شیبه وه. دا اقرار به د پوځ حیثیت تباه کړي. هغه [آصف غفور] پر ټي وي باندې، د بشر ضد جنایاتو ترسره کیدل مني، اوه زما خدایه!»
بل پلو د پښتون ژغورنې غورځنگ یا پي ټي اېم مشران بیا وایي چې پوځ تر اوسه نه د لادرکه شویو کسانو د کیسونو په اړه کومه گټوره هڅه کړې او نه یې د دې غورځنگ نورو جایزو مطالباتو ته رسیدگي کړې ده.
هغوی وایي چې د پي ټي اېم مظاهرې او فعالیتونه ټوله د عدم تشدد پر اصل ولاړې دي، د خپلو خلکو حقونه غواړي، او که څوک یې په غدر تورن کوي، نو د خپلو دعوو د اثبات دپاره دې شواهد وړاندې کړي.
که څه هم د پاکستان د پوځ ویاند دعوه کوي چې پي ټي اېم ته پوره آزادۍ ورکړل شوې، خو تر اوسه څو څو ځله دا لیدل شوي چې د دې غورځنگ پر مشرانو د پاکستان دننه او بهر ته په سفر کولو څو څو ځله پابندۍ ولگېدې، او آن څو ځله هغوی پرېنښودل شول چې پرېس کنفرنسونه ورکړي.