لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان رياست د اولې ورځې نه د پي ټي اېم پرضد د دروغو پروپېګنډا کوي، منظور پشتين


د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) مشر منظور پشتين وايي د پاکستان رياست د اولې ورځې نه د پي ټي اېم پرضد د دروغو پروپېګنډا کړې، بيا پوځ په دوي تورونه لګولي خو دوي ګيله د وزیراعظم نه کوي چې د پوځ خبرې هغه هم وکړې.

منظور پشتين وايي د دوي سره هر ډول ظلمونه شوي دي، ووژل شو، بمبارۍ پرې شوي کورونه يې ړنګ شوي "چا راسره عملي او چا سره زباني ظلمونه وکړه او د چا چې څومره وس رسېدلی ظلم يې کړی دی".

نوموړي په فېس بک نېغ په نېغه خبرو کې وويل په پي ټي اېم تور لګول کيږي چې خبرې سمې نه کوي او د بهر نه ورته پېسې ترلاسه کیږي نو د پاکستان ډېرې خفيه ادارې لري "ثبوت يې مخامخ ولې نه راوړي چې دومره قيصې کوي".

پشتين زياته کړه په پي ټي اېم دروغ ويل کيږي او بيا وايي "​چې د پي ټي اېم لهجه غلطه ده نو غلط کار په کوم انداز اووايو رشتيا ترخه وي او دا هغه د رشتياؤ ترخه دي".

د پښتون ژغورنې غورځنګ دغه خبرې په داسې حال کې وکړې چې په وروستيو ورځو کې د پاکستان وزيراعظم عمران خان د پښتون ژغورنې غورځنګ په اړوند دوه ځله څرګندونې کړي دي.

وزیراعظم عمران خان نزدې پينځه ورځې وړاندې د جنوبي وزيرستان په واڼه کې جلسې ته په وېنا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ د نوم اخيستو پرته وويل، "دلته خلک دي، ځوانان اړي ګړي ته راپاروي او تور يې ولګوؤ ځينې مشرانو ته يې د بهر نه پېسې مېلاويږي".

خو له دغې وړاندې هغه په اورکزو قبايلي ضلع کې یوې اولسي غونډې ته په وېنا کې هغه ویلي ؤ "د پي ټي اېم خبرې سمې دي خو لهجه يې سمه نه ده او زياته کړې يې وه خلک د پوځ پرضد کول او داسې نعرې وهل چې ملک او قبايلي علاقې ته به يې څه ګټه وي؟"​.

پشتين وايي، "اصل مسله په پښتون وطن جنګ دی، د هغې مخنيوي څنګه وکړی شي په ليويز ځواک د يو وخت نه په جنوبي پښتونخوا کې په قلعه سېف او سنځاوۍ او باجوړ او وزيرستان کې سخت بريدونه وشو او دا د دې پښتون وطن بچي دي او د پښتنو وژنو ته لار جوړوي".

پشتين وويل "دوي جګړه جوړوي ځکه په دې جګړه دوي ۳۳ اربه ډالره وخواړه او داسې يې وخواړه چې هډو يې پرې چرت خراب نه کړو".

د پي ټي اېم مشر د ارمان لوڼي د وژنې د مقدمې په اړوند وويل په پاکستان کې د تورنو ترهګرو د مقدمو دپاره عدالتي کمېشنې جوړول کيږي خو د پښتنو مقدمه نه درج کول کيږي.

"د ارمان لوڼي د کېس په اړوند وايم چې که دغه کېس نه حل کوي او که کله مکمه نااميدي راغله کومه چې تقريبا راروانه ده بيا به پښتانه خپل عدالت لګوي بيا به سره ګورو بيا به معاف کول نه وي".

نوموړی وايي د ارمان پېښه اوس وشوه په پي ټي اېم خلک نيوکې کوي هغه پوښتنه وکړه د نقيب مسيد په مقدمه کې څه وشو؟ په راؤ انوار فرد جرم لګول شوی جېل ته نه ؤ اچول شوی، تشې فرد جرمې پرې اچول کيږي خو جېل ته نه لېږل کيږي.

پشتين زياتوي "که په غلطيانو په پردو اچولو ملکونه جوړېدی پاکستان به اوس سپر پاور (عالمي قوت) وی، ملکونه، رياستونه، قامونه په غلطيانو راښکاره کولو مضبوتيږي".

"دلته پوځ ته غټه درجه ورکړی شوې په دې رياست کې که په خدای او رسول پسې چا خبره وکړه هغه به معاف شي خو که په پوځ پسې چا خبره وکړه هغه دوي نه معاف کوي د وژلو او نيولو کوششونه يې کوي".

هغه وويل د پي ټي اېم د ځوانانو د ځورولو لړۍ روانه ده خو دوي اوس نه په شا کيږي.

هغه وويل د کورکمانډر سره ولې خبرې کيږي خو دا ځکه کيږي چې دلته نه وزيراعلی او نه ګورنرشته. او کورکمانډر بيا وايي چې د دوي نه غطلي شوې ده.

پشتين وايي "دلته وړه نه ډېرې غټې غلطۍ شوي دي، مړي شوي دي د فاټا يو لاک کورونه ړنګ شوي، ۷۰ زره پښتانه وژل شوي، د دوي په وسايلو قبضه شوې او د خلکو د کورونو عزتونه لوټ شوي دي".

هغه بيا د رشتياؤ او روغې جوړې (ټرت اېنډ ريکنسليشن) د کمېشن جوړولو غوښتنه وکړه چې هر څه په ډاګه شي، په تورونو مسلې نه حل کیږي او نه د يوې علاقې د خلکو سره خبرې کېدی شي، د پي ټي اېم په غوښتنو کې د کمېشن غوښتنه ده کمېشن دې جوړ شي چې هر څه په ډاګه شي.

ځانګړې ویډیوګانې


په خیبرپښتونخوا کې د زرعي نهرونو صفايي شروع شوې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:20 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG