دپاکستان په ايتلافي حکومت کې شاملو ډلو د سپریم کورټ د چیف جسټس نه استعفا غوښتې

وزيراعظم نواز شريف ويلي، "عدالتونه قومونه د بحرانونو څخه اوباسي نه چې ښکېل کوي یې پکې، نه ده معلومه چې چیف جسټس د کومو اختياراتو لاندې اقليتی فېصله په اکثريتي فېصله مسلط کړې..."

د پاکستان د ايتلافي حکومت واکمنه ګوند مسلم ليګ ن مشر نواز شريف د سپريم کورټ د چيف جسټس نه په سمدستي توګه د استعفا غوښتنه کړې، په حکومت کې شامل د پيپلز ګوند مشر او د بهرنيو چارو وزیر بلاول بټو زرداري هم ويلي که چيف جسټس عدالت نه شي سمولی د څوکۍ زمه واري دې بل چاته وسپاري.

حکومت د سپریم کورټ د چيف جسټس عمر عطا بنديال نه د استعفا يا څوکۍ پرېښودو غوښتنه په داسې وخت کې کړې چې د جمعې په ورځ د سپریم کورټ يو جج جسټس اطهرمن الله په پنجاب او خېبرپښتونخوا کې د انتخاباتو په اړوند د ازخود نوټس په قضيه کې خپل تفصیلي نوټ جاري کړی او ويلي یې دي از خود نوټس د درېو په مقابله کې څلورو ججانو خارج کړی او د دغه از خود نوټس د لارې په غېر ضروري توګه عدالت د سياسي لانجې سره مخ کړی شوی دی.

د راپورونو ترمخه نوموړي د 25 صفحو نوټ ليکلی دی.

د جسټس اطهر من الله د نوټ مخې ته راتلو وروسته د مسلم ليګ ن مشر او مخکني وزيراعظم نواز شريف ويلي،

"عدالتونه قومونه د بحرانونو څخه اوباسي نه چې ښکېل کوي یې پکې، نه ده معلومه چې چیف جسټس د کومو اختياراتو لاندې اقليتی فېصله په اکثريتي فېصله مسلط کړې، د خپلې څوکۍ او ايین سپکاوی یې کړی د پاکستان تحریک انصاف ايجنډا په مخکې بوتلونکی چيف جسټس دې د نورې تباهۍ په ځای سمدستي استعفا ورکړي".

د پاکستان پيپلز ګوند مشر او د بهرنيو چارو وزير بلاول بټو زرداري هم "د چيف جسټس فېصلې ته اقليتي فېصله "ویلي او زیاته کړې یې ده "که چيف جسټس عدالت نه شي سمولی او د انصاف سره دغه ډول ټوقې کیږي نو بل چاته دې د ملک د چيف جسټس څوکۍ وسپاري".

او د عوامي نيشنل ګوند د خېبرپښتونخوا مشر اېمل ولي خان ويلي،

"چيف جسټس صېب استعفا ورکړه، او که استعفا دې ور نه کړه نو د اختر نه وروسته تيار اوسه مونږ اسلام اباد ته راځو بيا به ولس درنه استعفا واخلي".

سپريم کورټ په 14مه مې په پنجاب صوبه کې د انتخاباتو کولو حکم کړی او د الېکشن کمېشن د اتم اکتوبر د انتخاباتو فېصله یې کالعدم کړې او د انتخاباتو شيډول یې جاري کړی وو.

د ايتلافي حکومت تازه څرګندونو ته د سپریم کورټ لخوا کوم ځواب نه دی ویل شوی خو په اورولې فېصله کې یې ويلي وو، چې مرکزي حکومت دې د لسم اپرېل پورې د انتخاباتو دپاره 21 اربه روپۍ جاري کړي او په 11م اپرېل دې الېکشن کمېشن د فنډ د صولې رپورټ سپريم کورټ ته وړاندې کړي، او د فنډ نه ورکولو په صورت کې به بيا عدالت مناسب حکم جاري کوي.

په څلورم اپرېل د چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ بنچ يا ډلې په پنجاب او خېبرپښتونخوا صوبو کې د انتخاباتو په اړوند د قضیې فېصله اورولې او حکم یې کړی وو چې په 14مه مې دې په پنجاب صوبه کې انتخابات وکړی شي. عدالت ويلي وو د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ د انتخاباتو معامله به ځانله کتل کيږي.

چيف جسټس په 22مه فرورۍ په خېبرپښتونخوا او پنجاب صوبو کې د انتخاباتو په اړوند ازخود نوټس اخستی او د نهه ججانو ډله یې جوړه کړې خو وروسته دغه ډله په پينځه ججانو وېشل شوې وه، او څلور ججان د دغه از خود نوټس د اورېدو څخه جدا شوي او دغه از خود نوټس یې رد کړی وو په دغو ججانو کې جسټس اطهر من الله، جسټس یحيا افريدي، جسټس منصور علي شاه او جسټس جمال مندوخېل شامل وو.

د چيف جسټس په مشرۍ د پينځه ججانو چيف جسټس عمر عطا بنديال، جسټس اعجازالاحسن، جسټس منيب اختر، جسټس امين الدين، او جسټس جمال خان مندوخېل چې دغه اورېدنه کوله، جسټس امين الدين او جسټس جمال خان مندوخېل بيا د دغه قضيې اورېدو څخه په ډډه شوي او فېصلې بيا پاتې درېو ججانو اورولې وه.

د چيف جسټس په مشرۍ اورول شوې فېصلې ته د دوو په مقابله کې د درېو ججانو فېصله ويل شوې خو جسټس اطهرمن الله په اختلافي نوټ کې ویلي چې دغه از خود نوټس د درېو په مقابله کې څلورو ججانو رد کړی وو.

د فېصلې وروسته د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې په وړاندې کړی شوي يو قرارداد کې د پاکستان د سپريم کورټ د درې کسيزه ججانو د بنچ فېصله رد کړی شوې او ويل شوي وو چې د ايين او قانون ترمخه پارلیمان د اکثریتي بنچ فېصله عملي ګرځوي او وزيراعظم دې په اوسنۍ فېصله عمل نه کوي.

خو مخالفه ګوند تحريک انصاف د سپريم کورټ د فېصلې هرکلی وو.