د پاکستان سپریم کورټ د پارلمان د ځانګړو څوکیو په اړه د خپلې فېصلې تفصیل جاري کړو

د پاکستان سپريم کورټ پاکستان تحريک انصاف ته ځانګړو څوکيو ورکولو په اړه په دولسمه جولای د خپلې فيصلې تفصيل د ګل، دوشنبې په ورځ خپور کړو.

د سپريم کورټ 13 کسيزه بېنچ د اته په مقابل کې د پينځو ججانو په اکثریتي فېصله کې په پارلمان کې د ځانګړو څوکیو د وېش په اړه د پاکستان د ټاکنو کميشن او د پېښور های کورټ پرېکړې د اساسي قانون خلاف بللې وې او ویلي یې ٶو چې د پاکستان تحریک انصاف ګوند ټاکل شوي اميدواران د ګوند غړي دي او یوازې پى ټى اؽى حق لري چې ځانګړي څوکۍ ترلاسه کړي.

د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه، سپریم کورټ په خپله تفصیلي فېصله کې ویلي چې الېکشن کمېشن دې په مخصوصي څوکو د تحریک انصاف د امیدوارانو ته د ورکړی کېدو رسمي اعلان وکړي.

په اوویاو پانړو مشتمل تفصيلي فيصله جسټس منصور على شاه ليکلې ده چې د اکتوبر په میاشت کې به د سپريم کورټ نوی چيف جسټس وټاکل شي. په فېصله کې وېل شوي شوي دي چې د ټاکنو کميشن راوان کال په فرورۍ کي ترسره شويو ټاکنو کي خپل رول لوبولو کې پاتې راغلې.

د اته او پنځه اکثريتي پريکړه کي سپريم کورټ د لږکيو او زنانو ځانګړي څوکۍ پى ټي ايي ته د ورکولو حکم ورکړی وو او ياد ګوند يې په پارليماني ټاکنو کي د برخه اخستلو حقدار بللی و او ويلي يې ٶو د انتخابي نخښې ختمولو سره د يو ګوند په ټاکنو کي د برخه اخستلو حق نشي ختمېدی او تحريک انصاف يو سياسي ګوند ٶ او دی.

د پي ټي ايي پلویانو د سپریم کورټ د فېصلې ستاینه کړې. اېکس نواز عالم اپلس نومې تن د سپریم کورټ شکریه ادا او خپل پوسټ کې يې وویل هغه د سپریم کورټ د اتوو "بهادرو" ججانو سره ولاړ دی.

په پريکړه کي ويلي شوي د اولس خواهش او جمهوريت لپار رڼړې او بې پلوه ټاکنې ډيرې مهمې دي.

د سپریم کورټ په فېصله کې وېل شوي چې تحريک انصاف په قامى اسمبلۍ کي د ځانګرو څوکيو حقدار دې او د ټاکنو کميشن دې په ځانګرو څوکيو د تحريک انصاف د اميدوارانو سرکارى اعلاميه جارى کړي.

د وزیراعظم شهبازشریف واکمن پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند د سپریم کورټ د فېصلې مخالفت وکړو او په اېکس یو پوسټ کې يې وویل په فېصله کې "ایمانداري" په ځای "عمرانداري" زیاته لیدل کېږي.

په تفصيلي پرېکړه کې راغلي: "کله چې د ټاکنو چارواکي په داسې کړنو کې لاس لري چې د یوه لوی سیاسي ګوند په رسمیت پېژندلو ته په غیر قانوني توګه انکار کوي او د خپلواکو نوماندانو په توګه یې له نومول شویو نوماندانو سره چلند کوي، نه یوازې دا چې د دغو نوماندانو حقونه تر پښو لاندې کوي، بلکې د پام وړ حقونه هم تر پښو لاندې کوي. رایه ورکوونکي او خپل اداري مشروعیت خرابوي.»

"په ډیموکراسۍ کې د آزادو او عادلانه ټاکنو اهمیت له پامه غورځول کیدی نشي. په حکم کې راغلي چې د ټاکنو د روڼتیا په تامین او د خلکو د ارادې په ساتلو کې د عدالت قوې رول د ولسواکۍ په بهیر کې د خلکو د باور د ساتلو لپاره اړین دی.

ىپريم کورټ ټینګار وکړ چې "د "بشپړ عدالت" کولو لپاره د محکمې واک د ډیموکراتیک شاته کیدو مخنیوي او په مؤثره توګه د ډیموکراسۍ ساتنه کې یوه مهمه وسیله ده.

په قامى اسمبلۍ کي دا وخت ديارلس جماعتونه دي چې پکې اته په حکومتى اتحاد کي شامل دي او د دوي مجموعي څوکۍ دسپريم کورټ د پريکړې وروسته اوس209 دى چې دا دوه تهاؽى اکثريت د شمير 224 نه کمې دې.

په مجموعي توګه 78 ځانګړي څوکيو کي 23 په قامياسمبلۍ او بقايا په صوباؽى اسمبليانو کى دي.