رپورټونه وايي د تېر کال په څېر د سږني کال (2024م) په وړومبیو درېو میاشتو کې هم پاکستان کې ترهګري زياته وه او د ترهګرۍ نه تر ټولو زياتې د خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبې اغېزمنې پاتې شوي.
څیړونکي وایي ترهګري اوس يواځې د پاکستان نه بلکې د سیمې مسله جوړه شوې ده او د مخنیوي دپاره يې د شریکو هڅو ضرورت دی.
په امنیت کار کوونکو غېر دولتي ادارو ترمخه، په تېر کال 2023م کې د تيرو شپږو کالو په مقابله کې د ترهګري تر ټولو زياتې پېښې شوې وې، خو د روان کال په لومړیو درېو میاشتو کې هم د امنيت صورتحال کې ښه والی نه دی ليدل شوی.
د امنيتي مطالعو د څيړنې مرکز (سنټر فار ریسرچ اینډ سیکيورټي سټدیز) په نوم ادارې د رپورټ ترمخه سږ کال په وړومبيو درېو میاشتو کې په ګرد هیواد کې د ترهګرۍ او ترهګرۍ پرضد عملياتو کې د ترهګرو پشمول 432 کسان وژل شوي دي چې پکې د ملکي خلکواو امنيتي ادارو د غړو شمېره 281 ده.
خبریال محمود جان بابر وايي، ترهګري اوس يواځې د پاکستان مسله نه ده پاتې، د پاکستان سره افغانستان او ايران هم د دې مسلې سره مخ دي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وویل، پکار ده پاکستان او ګاونډي هيوادونه یې يو بل سره کښېني او د ترهګرۍ د مخنيوی دپاره يوه کوټلې تګلاره جوړه کړي.
په رپورټ کې ویل شوي، د ترهګرۍ تر ټولو زياتې 92 فيصده پېښې په بلوچستان او خېبرپښتونخوا صوبو کې شوي دي.
پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو څيړنيزې بلې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکيورټي سټډیز (پيکس) ویلي، د مارچ په میاشت د ناامنۍ غټې پېښې او بريدونه شوي چې څلور پکې ځانمرګي بریدونه هم شامل دي.
په رپورټ کې ويل شوي وو، د مارچ په میاشت کې په میرعلي کې د پوځ په کېمپ وسله وال بريد کې پوځي افسران او عسکر وژل شوي، په ګوادر کې په پورټ کمپليکس، په تربت کې د سمندري ځواک په هوايي اډه بريدونه، او د خېبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام سيمه کې په چينايي اينجينيرانو ځانمرګي بريد کې پينځه چينایان او پاکستان ډرايور یې وژل شوي وو.
خبریال لحاظ علي وايي، پاکستان کې په وروستیو کې که تحریک طالبان پاکستان او داعش د ځينو پېښو او بریدونه زمه وارۍ منلي نو دې سره دلته نور وسله وال هم وجود لري، پاکستان له به د ټولو وسله ولو ډلو پرضد یو شان تګلاره جوړول پکار وي.
پاکستان د اوږدې مودې نه تور لګوي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته په پاکستان کې ناامني سېوا شوې او دعوه کوي د افغانستان خاوره د پاکستان پرضد د ترهګرۍ دپاره کاريږي، خو طالبان د پاکستان دغه تورونه ردوي.
په وروستیو کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د کورینو چارو مرستیال وزیر محمد نبي عمري ويلي وو پاکستان او تحریک طالبان پاکستان ته مشوره ورکوي چې يو بل سره مذاکرات وکړي، خو د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت ویلي، د تحریک طالبان پاکستان سره خبرې نه کوي او په افغانستان کې د واکمنو طالبانو څخه یې د ټي ټي پي د مشرانو پرضد د سختو ګامونو اخستو غوښتنه تکرار کړې وه.