دپوليوکارکوونکو دوژنو پرضد به مظاهرې کيږي: پاکستان علماء کونسل

په روانه اوونۍ کې دپاکستان په بيلا بيلو برخو کې په موټر سائيکل سورو وسله والو دپوليو په ضد کارکوونکي 9 کسان وژلي وؤ چې پکې يو سړى هم شامل ، وؤ او په هغوي کې زياتره کم عمره جينکۍ وې

په داسې حال کې چې په روانه اوونۍ کې پاکستان کې دپوليو دمخنيوي دوژل شوؤ کارکوونکو شميره 9ؤ ته رسيدلې دپاکستاني علماء کرامو يو اتحاد په ټول هيواد کې دپوليو دخاتمې دکارکوونکو دوژلو په ضد دمظاهرو فيصله کړې ده.
طاهر اشرف څوک چې دپاکستان علماء کونسل مشري کوي وائي چې دهغه دتنظيم سره تړلي 24,000 جوماتونه به دجمعې دنمونځ په مهال دصحت دکارکوونکو دوژنو په ضد ويناوې کوي.
هغه وائي چې نۀ خو دپاکستان رسم ورواج او نۀ اسلام ددغسې عملونو اجازت ورکوي، هغوي څه غلط نۀ وؤ کړي بلکې دغو جينکو داسلام او انسانيت خدمت کړى.
داشرف دغه څرگندونې ددې خبرې په لوري يوه واضحه اشاره ده چې ځينې بااثره علماء کرام تندروه جنگيالي چيلنج کول غواړي.
په روانه اوونۍ کې دپاکستان په بيلا بيلو برخو کې په موټر سائيکل سورو وسله والو دپوليو په ضد کارکوونکي 9 کسان وژلي وؤ چې پکې يو سړى هم شامل ، وؤ او په هغوي کې زياتره کم عمره جينکۍ وې.
دتشدد ددغو پيښو وروستو دپاکستان په زياترو برخو کې دپوليو په ضد کمپائن اودرول شوى.
دپنجاب ايالت دسرښار لاهورد يوې لويې مدرسې جامعيه منظور اسلاميه مولانا اسدالله فاروق وائي چې ددغو جينکو وژونکي ددې جوگه نۀدي چې گنې ورته مسلمان يا انسان ووئيلى شي.
هغه زياته کړه چې مونږ ددغو وژل شوؤ جينکو لپاره په جومات کې ځانگړې دعاگانې کړي او سبا دجمعې دنمونځ وروستو به دهغوي لپاره نورې دعاگانې هم کولى شي او دنورو جوماتونو څخه هم ددغسې کولو غوښتنه کوؤ.
ددغو بريدونو ذمه واري تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې، خو له دې وړاندې پاکستاني طالبانو دپوليو ضد کارکوونکو ته دړکه کړې وه .
په دغه کمپائن تير کال وروستو له هغې شکونو سر راپورته کړى ؤ کله چې دا انکشاف وشو چې يو پاکستاني ډاکټر شکيل افريدي په ايبټ اباد ښار کې دالقاعده دوژل شوي مشر اسامه بن لادن په اړه دخفيه معلوماتو راټولولو لپاره دويکسينيشن يو جعلي مهم چلولى.
خو په پاکستان کې زياترو علماء کرامو دپوليو دکمپائن په ملاتړ کې فتوې جاري کړي دي.