په اسلام اباد کې د شخړو او امنيتي چارو ازادې څېړنيزې ادارې په خپل تازه رپورټ کې ویلي، پاکستان کې د روان کال په لومړو شپږ مياشتو کې وسله والو بریدونه 87 فيصده سېوا شوي او خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې 108 فيصده زیاتې شوي دي.
پاکستان انسټیټیوټ فار کنفلکټ اېنډ سيکيورټي سټډيز [پي آی سي اېس اېس] پرون په دويمه جولايۍ په ملک کې د وسله والو بريدونو او ترهګرو پېښو د شپږو مياشتو رپورټ جاري کړی دی.
په رپورټ کې ویل شوي، د روان کال 2023م په لومړو شپږو مياشتو کې په ټول ملک کې په 271 وسله والو بريدونو کې 389 کسان وژل شوي او 656 ژوبل شوي دي، په تېر کال 2022م کې هم په دومره موده کې په 151 بریدونو کې 293 کسان وژل شوي او 487 ژوبل شوي وو.
د پي آی سي اېس اېس د رپورټ ترمخه د تېر کال په مقابله کې سږ کال وسله وال بريدونه 87 فيصده سېوا شوي دي.
په رپورټ کې زياته کړی شوې، د روان کال په لومړو شپږو مياشتو کې خېبرپښتونخوا صوبه او قبايلي ضلعې تر ټولو زياتې د 174 وسله والو بريدونو ښکار شوي دي.
ویل شوي، په دغو بریدونو کې 266 کسان وژل شوي او 463 ژوبل شوي دي، او په دغو بریدونو کې د صوبې په بېلابيلو برخو کې په 100 بريدونو کې 188 کسان وژل شوي او 109 ژوبل شوي دي او په قبايلي ضلعو کې په 74 پېښو کې 78 کسان وژل شوي او 109 ژوبل شوي دي او د تېر کال په مقابله کې په قبايلي ضلعو کې ترهګر بريدونه 51 فيصده لوړ شوي دي.
د رپورټ په خېبرپښتونخوا صوبه کې د تېر کال د لومړو شپږو مياشتو په مقابله کې روان کال په یاده موده کې ترهګر بريدونه 108 فيصده زیات شوي دي.
د پي آی سي اېس اېس په رپورټ کې ويل شوي په خېبرپښتونخوا پسې بلوچسان صوبه په دوېم نمبر ده او هلته په 75 ترهګرو پېښو کې 100 کسان وژل شوي او 163 ژوبل شوي دي. ویل شوي د تېر کال په مقابله کې په صوبه کې ترهګر بريدونه 103 فیصده زيات شوي دي.
د رپورټ ترمخه بلوچستان صوبه کې وژنې 61 فيصده زیاتې شوي دي.
په رپورټ کې ويل شوي په سيند صوبه کې 13 ترهګرې پېښې شوي، 19 کسان پکې وژل شوي او 19 ژوبل شوي دی. او پنجاب صوبه کې په شپږو میاشتو کې په اته بریدونو کې شپږ کسان وژل شوي او لس ژوبل شوي دي.
پي آی سي اېس اېس ويلي، د سږني کال په لومړو شپږو مياشتو کې په ملک کې 13 ځانمرګي بريدونه شوي 142 کسان یې وژلي او 309 ژوبل کړي دي. او تېر کال په هم دغومره موده کې په پينځه ځانمرګو بريدونو کې 77 کسان وژل شوي او 225 ژوبل شوي وو.
د پي آی سي اېس اېس په رپورټ کې دا جزيات نه دي ورکړل شوي، په وژل شوو کسانو کې ملکي خلک او د امنيتي ادارو څومره اهلکار وژل شوي او زيات بريدونه چا کړي دي.
خو په ملک کې په پوځ، پولیس او نورو امنيتي ادارو د زياتو بريدونو زمه وارۍ تحريک طالبان پاکستان او بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو منلي دي. داعش او د جهاد پاکستان په نوم ډلو هم د ځینو پېښو زمه وارۍ اخستي دي.
د پي آی سي اېس اېس په رپورټ کې د وسله والو ترهګرو بریدونو سره د امنیتي ځواکونو د عملياتو شمېرې هم خپرې کړی شوي دي.
ویل شوي د پاکستان امنيتي ځواکونو هم د ترهګرۍ ضد خپل عملیات چټک کړي، په ټول ملک کې یې 236 وسله وال وژلي او 295 یې نيولي دي.
په وروستيو کې د پاکستان وزیراعظم شهباز شريف ویلي، امن تباه کوونکو، ترهګرۍ کوونکو، د هغوی سرپرستانو او سهولت کارانو لپاره د پټېدو هیڅ ځای نشته.
نوموړي د پوځي مشر جنرل عاصم منیر سره د لوی اختر په وړومبۍ ورځ د پاکستان او افغانستان د ګډې پولې ترڅنګ د خېبر پښتونخوا پاړه چنار سیمه کې د پوځي ځوانانو او افسرانو سره ليدو له ورغلی او دغه خبره یې کړې وه.
تېر د جون د میاشتې په وروستيو کې پاکستان هغه رپوټونه رد کړي چې ګواکې له تحریک طالبان پاکستان ټي ټي پي سره د خبرو لپاره یې افغانستان ته پلاوی لېږلی دی، له دغې وړاندې د ټي ټي پي سرچينو دغه خبر تاييد کړی وو.
خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوچ په يو خبري کانفرنس کې له ټي ټي پي سره د حکومت خبرې رد کړې او د خارجه وزیر بلاول بټو له خولې یې ويلي وو، "د پاکستان حکومت به له هغو کسانو سره خبرې ونه کړي چې د پاکستان د خلکو او د امنیتي چارواکو په وژنه کې لاس لري."
د جون د میاشتې په وروستیو کې د امریکې د بهرنیو چارو د محکمې ویاند میتهیو ميلر ويلي وو، امریکا به په ملکي او سیمه ییزه کچه د ترهګرۍ څخه د ورپېښو ګډو ګواښونو مقابلې لپاره پاکستان سره په شریکه کار کولو ته دوام ورکوي.
له دغې وړاندې امریکې ته د هند د وزیراعظم نریندر مودي سفر کړی او د امريکا د صدر جوباییډن سره یې ليدلي وو، د ياد ملاقات په ګډه اعلامیه کې په پاکستان د ترهګرو ډلو پرضد د ګامونو اخستو ټینګار شوی او ویل شوي وو پاکستان باید د خپل کنټرول لاندې سیمې د ترهګرۍ دمقصدونو لپاره کارول کیدو ته پرې نه ږدي.
پاکستان د امریکې او د هند د مشترکه اعلاميې په اړه ویلي وو چې په بیان کې د پاکستان په اړه خبرې بې ځایه او نا سمې دي.
ميلر په خبري کانفرنس کې د دغه اعلاميې په اړه پوښتنې ته په ځواب کې ویلي وو، "مونږ په ټوله خطه کې د ترهګرۍ نه د ورپېښو ګډو خطرو د مقابلې لپاره پاکستان سره په ګډه دکار کولو پخپل هوډ ولاړ یو".