د کتابونو د بنجاري په نوم ياد پښتون قام پاله شاعر د 77 کالو په عمر کې د ورپېښې ناروغۍ له امله په حق ورسېد، پښتانه شاعران، اديبان، پوهان او سياستوال يې د پښتو ادب او قاموالۍ دپاره خدمات ستايي.
اکمل لېونی د خېبرپښتونخوا د مردان ضلعې د کاټلنګ تحصيل په تاریخي شموزو کلي کې زېږېدلی. نمسي یې محمد انور وي او اې ډيوه ته وويل، د نيکه خپل نوم یې اکمل خان وو، لېونی یې تخلص وو، په 1947 کې زېږېدلی، ژوند به یې په کلي کولو خواري مزدوري به یې کوله، بيا فالج وهلی او د هغې وروسته به یې کتابونه خرڅول او په وروستيو کې بيا د پښتورګو په ناروغۍ اخته شوی وو.
د عوامي نيشنل ګوند مرکزي صدر اېمل ولي خان د اکمل لېوني په مړينه د افسوس څرګندونه کړې او ويلي يې دي، "اکمل لېونی د پښتو ادب او قامي تحریک برخه وو، هغه د قلم سره سره عملي مبارزه کې برخه اخستې، د عبدالولي خان او اسفنديار ولي خان سیاسي همسفر وو، خدمات به تل ياد ساتلی شي".
ښاغلی رحمت شاه سايل وايي د کچه ځوانۍ نه یې د اکمل ليوني سره اشنايي وه يو بل سره په سياسي ادبي سټېجونو پاتې شوي دي.
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، په اکمل لېوني کې "ډېر صفتونه وو په طنز و مزاح یې عبور لره، ښه ښه شعرونه یې ویلي، په قامي شاعرۍ کې یې د قامي سټېج دپاره ښه ښه نظمونه ويلي دي".
وايي، "اکمل ليوني يو نظم وويلو نو يو سړي وويل چې د بلا زوی دی، نو ولي خان (خان عبدالولي خان) چې د اکمل ليوني دغه نظم اورېدلی نو ويل یې چې په دې ټولو پښتنو کې دا يو روغ دی نو هغه هم ليونی دی".
ښاغلي سايل زياته کړه، "اکمل ليونی ټول عمر کلک پښتون او کلک نظرياتي پاتې شوی او په هېره یې هم بل طرف ته نه دي کتلي".
نوموړی وايي، "اکمل ليوني د کتابونو بنجاری وو، د غره نه به یې د لرګو ګېډی راوړو هغه به یې خرڅولو او په هغو پيسو به پروګرامونو له تللو، بيا یې کتابونه پيدا کړه، جلسو او پروګرامونو ته به یې کتابونه وړه او خرڅول به یې، دغه یې بيا روزګار او ژوند شو. د شاعر په حېثيت که په قامي سټېج ولاړ دی نو د خلک د بېدارۍ دپاره یې ښه شاعري کړې ده د خلکو د ترجمانۍ دپاره، که په ادبي سټېج راغلی نو هم یې ښه شاعري کړې ده او د طنز مزاح یې ډېره شاعري مشهوره شوې ده".
ډاکټر اباسين يوسفزی وايي، "اکمل لېونی د پښتو يو داسې نابغه ی روزګار شاعر وو چې هغه سنجيده او مزاحيه شاعري هم د اعلا پای کړې ده، او دی ډېر لوی قام پرست قام خوښی، وطن خوښی او ولس خوښی شاعر وو، په شاعرۍ کې یې د ولسي ژوند ډېرې ښې نندارې موجودې دي".
وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، اکمل لېوني "زمونږ د رواياتو، اقدارو او ثقافت ډېر رنګونه په ټوقو ټقالو کې بيان کړي دي او زه دا ګڼم چې زمونږه په شاعرانو کې په طنز و مزاح نګارانو کې د ده هومره بالغ نظر شاعر ما نه دی ليدلی، په طنز و مزاح کې تر ټولو بالغ نظره شاعر وو ، کتابونه به یې په شا رابار کړي او د پښتونخوا په ګوټ ګوټ به یې ګرځول او خلکو ته رسول".
ښاغلی اباسين يوسفزی وايي، "اکمل زمونږه د پښتنو د کتابونو ګرځنده دوکان هم وو او زمونږه د ثقافت، اقدارو او رواياتو ګرځنده خزانه هم وه، هغه خود داره انسان وو، د هغه هیڅ بدل نشته".
د نوموړي اباسين په خبره، "غالبا چې اجمل خټک به ورته د کتابونو بنجاری ويلي وي ځکه د هغه د خلې نه ما يو ځل دوه اورېدلي او د رحمان بابا په مشاعره کې به اجمل خټک د اکمل لېوني سره د کتابونو په ډبه ناست وو مينه به یې ورسره کوله د هغه ډېر خوښ وو".
د اکمل ليوني يو کليوال مير کمن وايي، د وړوکوالي نه يو ځای اوسېدلي، يو ځای یې سکول ويلي، د کلي ژوند یې یو ځای کړی دی.
وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل، "يو ځای به د کبانو ښکار له تله، دوه درې کاله مو يو ځای سکول ويلي، هغه ډېر ذهين وو".
هغه زیاته کړه، "د دوی په پلو کې هغه وخت خدای خدمتګار وو، مېجر عبدالرحيم، مولانا فضل الحق او نور داسې کسان وو، د هغو سره به جلسو له تلو د هغې وخت نه یې شاعري او بيا به سياسي غونډو ته تلو، هغه ډېر عاجز خو خوداره او محفلي سړی وو".
د ارواښاد ليوني، نمسی وايي، هغه د درېو ټولګو پورې زده کړې کړې وې او هغه هم د دې دپاره چې ليکل پرې کولی شي او دغه ليک لوست یې هم خواوشا د 18,19 کالو په عمر کې زده کړی وو، بيا یې نورې زده کړې نه دي کړي.
هغه کابل، قطر، دوبۍ او سعودي عرب ته سفرونه کړي او هلته به یې هم کتابونه وړل، ګڼ اېوارډونه ورته ورکړل شوي دي.
د شاعرۍ درې کتابونه یې (تورتم)، (لېونتوب) او (چپاوونه) چاپ دي. مېرمن، يو زوی او دوه لوڼه یې پاتې شو، نن مازيګر په پينځه بجې به په خپل کلي شموزو کې خاورو ته سپارلی شي.