د ترهګرۍ د قربانیانو د یادولو او ستایلو لپاره د ملګرو ملتونو لخوا جوړه نړیواله ورځ باندې په پاکستان کې پښتانه سياستوال او پوهان وايي، د ترهګرۍ ضد جګړه کې د پښتنو نه قربانۍ اخستل شوې دي او وايي په هېواد کې د “قربانۍ” توری (لفظ) د خلکو د دوکه کولو یا تېر باسلو لپاره کارول کېږي.
د پښتون ملتپاله ګوند عوامي نېشنل پارټۍ (ای-اېن-پي) مرکزي وياند انجينير احسان الله خان وي او ای ډیوه ته ویلي پښتونخوا کې پردۍ جګړه راوستل شوې ده، پښتانه پکې قربان کړل شوي دي، او د قربانۍ توری د خلکو دوکه کولو په معنا دی، چې "د مذهب او محب الوطنۍ په نوم دوکه کړل شي".
هغه وویل، "نن هم پښتانه د خپلو سيمو نه بې کوره دي، تاوانونه یې وشو، خو په بدل کې ورسره هيڅ ښېګړه نه ده شوې، زه هيڅ قربانۍ ته نه يم تيار، په ما قرباني رامسلط کړل شوې ده، ما پېښور کې ماشوم سکول ته لېږلی وو قربانۍ ته مې نه وو لېږلی، د پښتنو په نوم پيسې اخستل شوي، په پښتونخوا کې صنعتي زونونه ولې نه جوړيږي؟ ځکه دوی د يو نه، دوو پاکستان خبره کوي".
د پاکستان وزیر اعظم نن، د مطبوعاتي خبرونو تر مخه، د یادې ورځې نامه اخستې نه ده خو ځوانانو ته په یوه وینا کې یې ویلي چې پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړې له امله د ۱۵۰ اربه ډالرو تاوان کړی او ډېرې قربانۍ یې ورکړي دي خو وايي پاکستان سره د ترهګرو پر ضد د جګړې په لړ کې یواځې د ۲۰ اربو ډالرو مرسته شوې ده.
د دې رپوټ تر چاپ کېدو پورې د پاکستان حکومت د ترهګرۍ له امله د قرباني شوو خلکو په اړه کوم رسمي یا غېر رسمي بیان ورکړی نه دی. ملګرو ملتونو، البته، دا ورځ د “سولې غږونه-د ترهګرۍ قربانیان د سولې مبارزین او پوه ورکونکو” په توګه د لمانځلو لپاره غږ کړی دی.
د تېرو نزدې شلو کالو راسې رپوټونه ښيي چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه په پاکستان کې د پښتنو په سیمو (خېبر پښتونخوا او د بلوچستان پښتون مېشتې سیمې) کې روانه ده. په دغه نه ختمېدونکې اوږده جګړه کې د غېر دولتي ادارو رپوټونه او وخت په وخت د ترهګرۍ لوی او وړې پېښې ښيي چې په پاکستان کې د ترهګرۍ پېښو کې وژل شوي، ژوبل شوي او بې کوره شوي اکثره ټول پښتانه دي.
پاکستاني مشرانو پخوا څو وارې په نړیوالو غونډو کې ویلي چې هېواد یې د تر هګرۍ ضد جګړه کې د ۸۰ زرو نه د زیاتو خلکو قرباني ورکړې ده.
په پېښور پوهنتون کې د جرنلزم د څانګې استاذ ډاکټر عرفان اشرف وايي، قرباني په خوښه ورکړل کيږي، په تاريخ کې که وکتل شي قرباني هغه وي چې په خوښه ورکړل شي.
"پاکستان کې که پښتون او بلوڅ قرباني ورکوي، نو هغوی سره د رياست د جبر نه بغېر بله لار نشته".
وي او اې ډيوه سره خبرو کې هغه وویل، پښتانه د ترهګرۍ ضد جګړه کې په پاليسو او فيصلو کې نه وو شامل، خو د پښتون ژوند، ژواک او هر څه یې د مينځه لاړل، په کومه فيصله کې چې د پښتون هيڅ خوښه نه وه، د پښتنو او بلوڅو قربانۍ يادول سياسي بيانونه دي.
"که د پښتنو د قربانو ورکولو بيان کې اخلاص وي نو پاکستان به پاليسۍ بدلوي، بيا به د پښتنو په ځمکه روانه جګړه ختميږي، طالبانيايزېشن به واپس کيږي، او افغانستان سره به د جیو اکنامک د لارې ټولې لارې پرانستل کیږي، تجارت به پرې روانيږي"، بيا به وويل شي چې يو وخت د پاليسو لاندې د پښتنو نه قربانۍ اخستل شوي خو اوس هغه پاليسۍ بدلې شوې.
په بلوچستان کې هم وسله وال فعاليتونه کوي او ځینې څېړونکي په دې نظر دي چې په دغو دواړو صوبو کې د ناامنۍ يوه وجه د قدرتي معدنیاتو لوی مقدار او د ریاست تګلارې يا پاليسۍ دي.
د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منیر په وروستیو کې د ترهګرۍ پرضد د پښتنو د قربانو ستاينه کړې او ويلي يې وو، چې ترهګر شریعت او د پاکستان دستور نه مني نو ځکه ترهګر د پاکستان د شهریانو په څېر نه مني.
پاکستان کې د امنیت څارونکو غېر دولتي ادارو رپورټونه وايي چې خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبې د ترهګرۍ نه تر ټولو زیاتې اغېزمنې شوې دي.
څیړونکي وايي د دې یوه وجه د دغو دوو صوبو جغرافیايي حالات او بیا د امریکې لخوا د ترهګرۍ پرضد جګړه کې د پاکستان شرکت دی.
په پېښور کې د انګرېزي ورځپاڼې مدیر مشتاق يوسفری وايي په افغانستان کې د پخواني شوروي د یرغل نه پس پاکستان د امریکې په مالي مرستو د خېبرپښتونخوا په اکثرو برخو کې تربيتي کېمپونه جوړ کړل، چرته چې به افغانستان ته د جهاد په نوم لېږدونکو خلکو ته وسله وال تربيت ورکول کېدو.
د مشتاق یوسفزي په خبره، "د پاکستان تګلارو سره سره يوه وجه دا هم ده چې خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې بې حسابه قدرتي وسايل موجود دي چې ځايي خلک ترې هیڅ ګټه نه شي پورته کولی او نا امنۍ له امله یې تپوس هم نه شي کولی، چې دا وسايل یې څوک کاروي او د دې ګټه چاته رسي".
هغه وايي، "زما په اند د رياستي پالیسو سره سره قصدا يا په ارادې سره دغو سیمو کې بدامني جوړه کړل شوې ده".
د پاکستان حکومت او پوځ تل وايي ترهګرۍ هېواد ته زیان رسولی. د پوځ ویاند جنرال چودري د روانې میاشتې (اګست) په پینځمه یو مطبوعاتي کانفرنس ته ویلي وو پوځ په روان کال کې د ترهګرو پر ضد ۲۳۶۲۲ لوی او واړه عملیات کړي دي. نوموړي ویلي وو روان کال کې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې ۱۳۹ پاکستاني پوځیان او امنیت ساتونکي وژل شوي دي.
د امنیتي چارو کار پوه او غېر حکومتي ادارې پېکس مشر عبدالله خان وايي، په امریکا کې د 9/11 د ترهګریزو بریدونو وروسته پاکستان خپله تګلاره مکمل بدله کړه او هغه طالبان چې پاکستان یې واکمني په رسميت پېژندلې وه، د هغوی خلاف د امریکې ملګری شو.
د نوموړي په خبره، "افغانستان سره په پوله پراته خلک د پاکستان دې سمدستي بدلون ته تیار نه وو ځکه د دې فیصلې اغېزې هم د دوو صوبو په امنېت پرېوتې، ځکه د افغانستان نه خېبرپښتونخوا او بلوچستان ته د ترهګرو تګ راتګ اسان وو".
خېبرپښتونخوا او بلوچستان کې د ترهګرۍ د پېښو سېوا کېدو په اړه په پاکستان کې د واشنګټن پوسټ خبریال حق نواز خان وايي چې دې سیمو کې د ترهګرۍ ډېر وجوهات دي، دلته نه يواځې ترهګرو د پاکستان پرضد کارروايانې کړي، بلکې په تېرو وختونو کې دا سيمې د امریکې پرضد هم ترهګرۍ دپاره کارېدلي دي.
د حق نواز خان په خبره، "دې سیمو ته د نورو هیوادونو لکه عربو، افریقې او پخواني روسي ریاستونو نه خلک د جهاد په نامه راوستل شوي او دلته آباد کړل شوي وو، دا دوه صوبې د ډېر وخت نه د جنګ ښکار دي او داسې په اسانه به دلته امن ممکن نه وي".
د پاکستان حکومت او پوځ يو ځل بیا د ترهګرو پرضد د نوو پوځي عملیاتو عزم استحکام اعلان کړی دی، خو دا ځل د پښتنو د حقونو تحریک پي-ټي-اېم په لویو جلسو جلوسونو، او سیاسي ګوندونو لکه عوامي نیشنل ګوند، جمعیت علما اسلام ، جماعت اسلامي او پاکستان تحریک انصاف د نوو پوځي اپرېشنونو مخالفت کړی دی. او د تېرو يو شمېر پخوانیو پوځي اپرېشنونو د نتیجو په اړه یې پوښتنې کړې دي.
د عزم استحکام په نامه د نوو عملياتو (اپرېشن) پېلولو اعلان ته په پښتونخوا کې د سخت غبرګون وروسته، پوځ او حکومت د عزم استحکام عملياتو په اړه سپيناوی کړی چې، عزم استحکام د ترهګرۍ ضد هر اړخيزه کمپاين دی، پوځي عمليات نه دي.