د خېبرپښتونخوا په مومندو او ټانک ضلعو کې د ناامنۍ ضد او امن دپاره جرګې شوي، په دغو جرګو کې نه يواځې په يادو سيمو بلکې په ټوله پښتونخوا کې د دایمي امن غوښتنه شوې ده.
د مومندو جرګه
د مومندو جرګه د ځايي سياسي ګوندونو اتحاد رابللې چې د سياسي ګوندونو ځايي او صوبايي مشرانو پکې ګډون کړی دی، دوی د حکومت نه د مومندو ترڅنګ په ټوله پښتونخوا کې د امن پر ځای کولو غوښتنه کړې ده.
د جرګې ګډونوالو ويلي، قبايلي ضلعې په تېرو وختونو کې ترهګرۍ ځپلې او خلک یې بې کوره شوي وو، دوي ويلي په سيمه کې يو ځل بیا د بدامنۍ لړۍ پيل شوې ده چې ورسره په خلکو کې ويره سېوا شوې ده.
د مومندو د سياسي اتحاد مشر جنګرېز مومند وويل، "دا زمونږ زمه واري ده چې د نېشنل ايکشن پلان عملي کولو غوښتنه وشي، په هغه پوره عمل نه دی شوی او دا کوتاهي ده، نو دا جرګه د دغې خبرې تقاضا کوي چې په نېشنل ايکشن پلان دې پوره پوره عمل وشي".
دې نه څو ورځې وړاندې په مومندو کې د ماربلو کارخانې سوځولو او د وسله والو لخوا د قلنګ غوښتو په سر پينځه ورځې احتجاجي ناسته شوې وه، ضلعي انتظاميي احتجاج کونکو ته د امن د باور ورکولو وروسته احتجاج ختم کړل شوی وو.
ځايې خلک وايي په سيمه کې د تېرې يوې مودې نه وسله وال ليدل کيږي او د شتمنو خلکو نه قلنګ غواړي.
د جرګې مشرانو وويل د افغانستان سره په پوله ازغن تار لګول شوی، ځای په ځای امنيتي ادارو چيک پوسټونه جوړ کړي او د دغې باوجود د وسله والو راتګ د اندېښنې خبره ده.
د عوامي نېشنل ګوند صوبايي مشر ميا افتخار حسېن وويل، "دغه يو لاره مونږ سره بله شته، که چرته نېشنل ايکشن پلان باندې دوي عمل نه کوي، او زمونږ رياست او حکومت په دې خاموشي اختياروي، نو ټول پښتانه به يو کيږي،او چې ټول پښتانه يو شي بيا به په دنيا غږ کوو چې څوک د امن ملګري وي مونږ سره دې ملګري شي".
د ټانک جرګه
د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعې ټانک کې ورځ تر بلې زياتېدونکې ناامنۍ او هدفي وژنو پر ضد د ټولو قبيلي جرګه شوې ده چې پکې د ناامنۍ په ستونزه او امنيتي ځواکونو سختې نيوکې شوې دي.
د جرګې مشرانو د سيمې د امن وضعيت نه ښه کېدو په صورت کې د جولايۍ د مياشتې په دويمه د اسلام اباد پر لور د لوی لاريون اعلان کړی دی.
جرګې ته د پښتون ژغورنۍ غورځنګ مشر منظور پشتين، د بيټني قام سره په دغه ضلعه کې مېشت مسید، کنډي او سرايکي قامونو ګڼ شمېر خلک هم ورغلي وو.
د ټانک ضلعې کړي حیدر اوسېدونکی ګل امین وايي، "هره ورځ د بېګناه خلکو مړي ترلاسه کيږي، ځايي ولس د وسله والو ډلو ترڅنګ له امنيتي ځواکونو نه هم تنګ راغلي دي چې د پوځي عملياتو په نوم یې ځوروي، ځکه خلک په احتجاج مجبور شوي چې نه یې ځان محفوظ دی نه مال او نه عزت".
جرګې ته وینا کونکو وویل علاقه کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو ترمینځ د ډزو په تبادله کې بې ګناه کسان وژل کیږي او د عملیاتو په پایله کې نزدې 200 عام کسان پوځ نیولي دي، دوی وویل که کناهګار وي عدالت ته دې وړاندې کړي که بې ګناه وي خوشي دې کړل شي.
په سیمه کې امنیتي چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط وویل د شک په بنیاد نیول شوي پلټنې ترې روانې چې پکې د ځینې کسانو د وسله والو سره اړیکې لرلو مالومات تر لاسه شوي دي.
د جرګې غړو وویل په علاقه کې حکومتي واکمني ختم شوې چې څوک وسله والو ته ډوډۍ یا استوګنه نه ورکوي هغه دوی وژني او چې دا کوي بیا دې امنیتي ځواکونه ګرفتاروي.
منظور پښتین دې غونډه ته وویل دا یو قوت دی چې له نړی ډالر ترلاسه کولو د پاره په دوه مورچو کې سره ناست دي. هغه وویل چې ډوډی ورکول جرم دی بیا وسله والو ته تربیت ورکول جرم ولې نه دي؟.
"د غلته خلکو وویل چې دوه قوتونه، هیڅ دوه قوتونه نشته یو پوځ دی بل طالب، دا یو قوت دی، چې نړۍ د دوکې ورکولو د پاره په دوو مورچو کې سره ناست دي او د پښتنو په وینه د اربونه ډالره امدادي مرستې ترلاسه کوي".
هغه وویل، د امنيت او پوځي عملیاتو ستونزه يواځې د ټانک يا بيټنو نه ده بلکې دا د پښتنو په ټولو سيمو کې روانه ده باید پښتانه خپله کې سره یو شي.
پښتین وویل دوی د روانې میاشتې په 22مه د شمالي وزیرستان رزمک کې د ټولو قامونو لویه غونډه کوي چې پکې به اسلام اباد یا پېنډۍ ته په یو ځای د لاریون کولو پلان جوړوي.
د هغه په وینا پښتانه دې نور د خپل حق لپاره منتونه کول پريږدي او په زور دې امن وغواړي.
احتجاج کونکو وویل په علاقه کې یې ځو ځله احتجاجاي مظاهرې کړې خو د دوی امن غوښتنه چا سنجيدګۍ سره نه ده اخستې.
دوی وویل دا یو پیغام وو چې د امن د پاره په زرګونو خلک راوتلي او که دا ځل یې سنجيدګي ونه ښودله بیا په دويمه جولايۍ به اسلام اباد په لورې يو لوی لاريون وباسي.
د جرګې مشر مولانه نقیب الله وويل، "مونږ د جولایۍ دویمه ټاکلې، باید دا حکومتونه او پوځ پوهه شي چې دا خلک امن غواړي او د امنیت د پاره جدي ګامونه پورته کړي که نه وي بیا اسلام اباد او پېنډی ته احتجاح کوو".
د سیمې نه امنیتي چارواکو وویل په علاقه کې چې د کوم ځایی نه وسله والو د موجودګۍ اطلاع ترلاسه کیږي پرضد یې کارروایي کوي.
د دوی په وینا په تیرو څو میاشتو کې نیزدې 150 وسله وال د عملیاتو په پایله کې وژلي شوي دي.
د دوی وینا ده چې عملیاتو کې غټ خنډ ځایي خلک دي چې احتجاجي مظاهرې کوي بل نزدې 50,000 کورنۍ اغیزمنې کیږي.
د صوبايي حکومت په استازیتوب د صوبايي پارلیمان غړي عثمان بېټني وویل، "د دوی د صوبې حکومت په هر غونډه کې د ناامنۍ ستونزه تکراریږي خو د امنيت سره تړلې ټولې پاليسۍ له مرکزه جوړیږي او دې مقصد لپاره دی د خپل قام ولاړ دی. او جرګه چې څه فیصله وکړي که اسلام اباد ته لاریون کوي دوی به یې مالي ملاتړ کوي".
د جرګې په اعلاميه کې له پوځ او حکومت نه وغوښتل شو چې سيمه کې د وسله والو بیلا بیلو ډلو متوازي حکومتونه جوړ کړي هغه دې ختم شي، د عملیاتو پرمهال د عامو خلکو د ځورولو او د خلکو د تښتولو او هدفي وژنو لړۍ دې ودرول شي.