پېښور هايکورټ ډاکټر شکیل اپریدي د کورنۍ نومونه د اېګزټ کنټرول لسټ/اي سي اېل (ممنوع الخروج) څخه ويستلو فېصلې خلاف د وفاقي حکومت د بیا کتنې خواست خارج کړی دی. ډاکټر شکيل اپريدی د القاعده د وژل شوي مشر اسامه بن لادن په معلومولو کې د امریکې سره په مرسته تورن او د ناقانونه ګرځول شوي تنظیم لشکر اسلام سره د مرستې په تور ورته د 33 کاله بند سزا اورول شوې وه.
تېرکال د نومبر په مياشت کې پېښور هایکورټ د ډاکټر شکیل اپریدي کورنۍ نومونه د اي سي اېل ( اېګزټ کنټرول لسټ) نه د ويستلو فیصله کړې وه.
د ډاکټر شکیل اپریدي د مېرمنې عمرانه شکیل له اړخه د دې نوم د اي سي اېل ( اېګزټ کنټرول لسټ) څخه ویستو خلاف د حکومت د نظرثانۍ په خواست پېښور هایکورټ کې د جسټس اعجاز انور او جسټس ارشد علي عدالت کې اورېدنه وشوه.
د ډاکټر شکیل اپریدي د مېرمن وکیل محمد عارف جان اېډوکېټ وايي، چې دوی پېښور هايکورټ ته کوم خواست کړی وو او منظور کړی وو، نو د هغې خلاف مرکزي حکومت د خېبرپښتونخوا حکومت په حواله د بيا اورېدنې خواست جمع کړی وو هغه خارج شوی وو.
هغه وويل، بیا د هغې نه وروسته مرکزي حکومت د اټارني جنرل د لارې د بيا کتنې خواست کړی وو د هغې د خارجېدو هم نن زیات امکان وو، خو دوی د خارجېدو د ويرې هغه واپس واخستو.
فیډرل ګورنمنټ د اټارڼي جنرل په ذریعه باندې ریویو پټیشن جمع کړو چې هغه ریویو پټیشن هم نن د خارجیدو هنډرډ پرسنټ امکان وو. خو دوي چې کوم دی د هاغه خارجیدو د ویرې نه دا ودډرا کړو. چې دا مونږ نه پریس کوو دا پټیشن. ډسمس ایز ودډرا
محمد عارف جان وایي عمرانه شکیل غوښتل چې سره د خپلو ماشومانو حج ته لاړه شي. خو کله چې یې د پاسپورټ د پاره درخواست جمع کړو نو ورته وویل شول. چې د دوی نومونه دهاغو تنانو فهرست کې دي کومو ته چې د ملک څخه بهر ته په سفر کولو بندیز وي.
هغه زياته کړه، تېر کال د دغه فهرست څخه د نوم لرې کولو د پاره مېرمن عمرانه شکیل پېښور هايکورټ کې خواست جمع کړی وو او د نومبر په میاشت کې جسټس عبدالشکور او جسټس ارشد علي تفصیلي فېصله کې حکومت ته امر وکړو. چې د مېرمن عمرانه شکیل او د دې د ماشومانو نومونه دې د اي سي اېل نه لرې کړل شي. خو حکومت د دغه فیصلې خلاف د نظرثانۍ درخواست جمع کړ او نن هاغه خواست عدالت خارج کړو.
د اورېدنې په وخت عمرانه شکیل هم عدالت ته ورغلې وه، خو مطبوعاتو سره خبرو کولو نه یې ډډه کوله.
خود ټیلیفون له لارې يې وي او اې ډيوه ته وویل، چې وړاندې به د دوی کورنۍ ته د ډاکټر شکیل سره د ملاقات اجازه نه وه خو اوس د تیرو دوو کلونو نه د پنجاب ساهیوال بندي خانې کې 15 ورځې پس ملاقات کیږي.
د مېرمن شکيل په خبره، "ترڅو چې د مېلاوېدو تعلق دی نو مونږ ورسره مېلاوېږو. مخکې به نه شو مېلاوېدی خو اوس اجازت راکړی شوی دی اوس مونږ ملاقاتونه شورو کړي دي نزدې 15 ورځې پس دوه هفتې پس مونږه لاړ شو ملاقات ورسره وکړو زه هم ځم ماشومان هم ځي خو وکیلان هغه سره ملاقات نه شي کولی ځکه چې هلته يواځې د وینې رشته دارو ته هغه سره د ملاقات اجازت دی".
عمرانه شکیل زياته کړه، وکیلانو ته اوس هم ډاکټر شکیل سره د ملاقات اجازت نه شته.
هغې وويل، ډاکټرشکیل به مخکې بندي خانه کې اکثره ناروغه وو خو اوس یې صحت ښه دی او خوشبینه ده چې اوس به دوی د پاسپورټ دپاره خواست جمع کوي او په مېلاوېدو به یې دوی عمرې له هم لاړ شي.
عارف جان اېډوکېټ وويل، عدالت حکم وکړو اوس چې به مرکزي حکومت څه کوي، د عدالت په فېصله به د کومه حده پورې عمل کوي، او د پېښور
ډاکټر شکیل اپریدي ته د کال 2012م د مې په مياشت کې د خېبر ایجنسۍ پولیټیکل ایجنټ د ناقانونه ګرځول شوي تنظیم لشکر اسلام سره د مرستې په تور د 33 کاله بند سزا اورولې وه.
د سزا خلاف د هغه وکیلانو فاټا ټربیونل کې خواست جمع کړی وو. خو په 2018م کال کې د قبايلي سیمو په خېبرپښتونخوا کې یوځاې کېدو نه پس د شکیل اپریدي مقدمه پېښور هايکورټ ته وړل شوې وه، خود ده وکیلان وایي د اتوو میاشتو نه زیات وخت وشو چې د ډاکټر شکیل اپریدي د قضیې اورېدنه نه ده شوې.