دروغتيا دښځينه کارکوونکو لخوا حکومت څخه دتحفظ غوښتنه

بينا افتخار ویلي دحکومت لخوا دصحت کارکوونکو ته 250 روپۍ ورځ ورکول کيږي چې ددې لپاره هغوي خپل بچي نۀ شي يتيمانان کولى

دخيبرپښتونخوا دروغتيا دمحکمې سره تعلق لرونکو ښځينه کارکوونکو ماشومانو ته دپوليو دمخنيوي دڅاڅکو ورکولو څخه انکار کړى دى او وائي تر کومې چې حکومت هغوي ته مکمل تحفظ نۀ وي ورکړى ماشومانو ته دپوليو څاڅکي نۀ شي ورکولى.
دروغتيا دمحکمې سره تعلق لرونکو ښځينه کارکوونکو دغه څرگندونې دخيبرپښتونخوا په مردان سيمه کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال کړې ده.
په دغه موقع هغوي سره دخيبرپښتونخوا دميراميډيک ايسوسي ايشن او اي پي ائي يا ټيکو لگولو مشران هم موجود وؤ.
دښځينه کارکوونکو له لوري دغه پريکړه په داسې حال کې مخې ته راغلې ده چې د خيبرپښتونخوا حکومت ددسمبر د31مې نيټې څخه په ټوله صوبه کې ماشومانو ته دپوليو څخه دمخنيوي دڅاڅکو ورکولو اعلان کړى دى، دغه درې ورځنى کمپائن به دجنورۍ په لمړۍ او دوهمه نيټه هم روان وي.
مطبوعاتي کانفرنس ته پخپله وينا کې دايل ايچ ډبليو ايسوسي ايشن دپاکستان کو چئيرمينې بينا افتخار وويل حکومت تر دې مهاله دپوليو دکمپائن په مهال دوژل شوؤ کسانو دکورنو دغړو لپاره دمرستو اعلان نۀ دى کړى.
هغې وويل بايد حکومت دروغتيا کارکوونکو ته دنوکرو تحفظ ورکړي.
دهغه وينا وه په تيرو ورځو کې چې دپوليو دکمپائن په مهال دپاکستان او صوبې په بيلا بيلو برخو کې کوم کسان وژل شوي وؤ، دهغوي دکورنو غړو ته دې ديو تن پسر 15 لکه روپۍ معاوضه ورکړل شي.
دهغې وينا وه دحکومت لخوا دصحت کارکوونکو ته 250 روپۍ ورځ ورکول کيږي چې ددې لپاره هغوي خپل بچي نۀ شي يتيمانان کولى.
هغې وويل چې زمونږ کارکوونکو ته دې ټول هاغه حقونه او مراعات ورکړل شي ، کوم چې يو عام حکومتي ملازم ته ورکول کيږي.
هغې زياته کړه دصحت کارکوونکو ته دهغوي موروپلار اوس دکور څخه دبهر وتلو اجازت نۀ ورکوي او هغوي بهر راوتلو ته تيار نۀدي.
دپاکستان اقتصادي مرکز کراچۍ، دخيبرپښتونخوا په نوښار، پيښور او چارسده کې دوه اوونۍ دمخه دوسله والو کسانو په ډزو دپوليو دکمائن 9 غړي وژل شوي وؤ چې پکې زياتره زنانه شاملې وې.
اوځينې راپورونه وائي چې دخيبرپښتونخوا په دريوؤ تحصلينو، مردان، کاټلنگ او تخت بائي کې نامعلومو کسانو دپوليو دڅاڅکو اچونکو غړو ته دوژنې دړکې هم ورکړل شوي دي.
دراپورونو ترمخه دملک دنورو برخو پشان خيبرپښتونخوا کې هم دصحت دنړيوالې ادارې ډبليو ايچ او او يونيسف په مرسته هر درې مياشتې وروستو خواؤشا شپږو لکو ماشومانو ته دپوليو دمخنيوي څاڅکي ورکولى شي، خو دصحت په کارکوونکو دهدفي بريدونو وروستو اوس ددغو ماشومانو صحت دگواښ سره مخ دى.
که هر څو دصحت کارکوونکي دخپلو ځانونو دتحفظ غوښتنې کوي خو صوبائي حکومت دوړاندې څخه ادعاوې کوي چې هغوي ته به مکمل تحفظ ورکولى شي.
دخيبرپښتونخوا دپيراميډيکل ايسوسي ايشن عمومي سکتر رياض علي ډيوه ريډيو سره دخبرو په مهال دصحت کارکوونکو ته دتحفظ په اړه په حکومتي گامونو داطمينان څرگندونه کړې او وئيلي يې دي چې دحکومت لخوا هر کارکوونکي ته پوليس ورکول گران دي.
خيبرپښتونخوا کې په روانه مياشت کې دصحت په کارکوونکو دبريدونو وروستو 77,000 ماشومان دپوليو دڅاڅکو څخه محرومه پاتې دي او صوبائي حکومت دروانې مياشتې د 31مې نيټې څخه دپوليو دمخنيوي ددرې ورځني کمپائن په مهال هغوي ته دڅاڅکو ورکولو اراده کړې ده.