د خېبر پښتونخوا قبایلي ضلع کوز جنوبي وزیرستان کې د پاکستان اؤ افغانستان په ګډه پوله انګور اډه کې د احمدزی وزیرو قبیلې احتجاج د لسو میاشتو نه دوامدار دی اؤ احتجاج کوونکو د افغانستان اؤ پاکستان ترمنځ غځېدلې تجارتي لاره د سامان وړونکو ګاډو پر مخ تړلې ده.
دوی وايي د افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط باید ختم کړی شي.
د کوز جنوبي وزيرستان د انګور اډې خلک له نږدې يو کال راهيسې سړکونو ته راوتلي دي او حکومت ته 18 غوښتنې وړاندې کوي.
دا احتجاج دوی د احمدزی وزیرو په پریکړه پیل کړی او وايي په سیمه کې د بنیادي اسانتیاوو د نشتوالي ترڅنګ د سوداګریزو اسانتیاوو د نشتوالي او د حکومت د نویو تګلارو پر ضد دی.
دوی وايي په پوله یې دوه اړخیزه تجارت د پاره د ویزې او پاسپورټ د نظام عملي کولو وروسته سوداګریز فعالیتونه په ټپه درولي دي.
د احمدزی جرګې غړی ملک راز محمد وي او اې ډیوه سره خبرو کې وایي "موږ له نږدې یو کال راهیسې احتجاج کوو، موږ حتی اسلام اباد ته هم تللي یو چې خپل غږ ورسوؤ، خو حکومت زموږ پر حقیقي غوښتنو سترګې پټې کړي. موږ یوازې دا غوښتنه کوو چې پوله د سوداګرۍ او د خلکو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شي".
دا ولسي پرلت د اکتوبر په مياشت کې وروسته له هغې پيل شو چې د اېپکس کمیټې په غونډه کې د افغانستان سره په پوله تګ راتګ په ویزه لازم کړل شو.
احتجاج کوونکو د احتجاج په توګه د افغانستان سره تجارت د پاره اد نګور اډې لاره بنده کړې ده او وايي دې خنډانو نه یوازې کاروبار اغیزمن کړی بلکې د پولې د دواړو خواؤ د ولسونو تر منځ یې د راشه درشه مخې ته هم خنډان راولاړ کړي دي.
په دې وروستیو کې انتظامیه او پوځ د احتجاج کوونکو سره په وار وار خبرې کړي خو کومه نتيجه يې نه ده ورکړې.
وړمه ورځ د انګور اډې خلکو د پاکستان د ازادۍ ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځلې وه او ویلي یې وؤ چې د ترهګرۍ او جنګونو ځپلو خلکو څخه د معاش یوازینۍ سرچینه تروړل شوې ده.
د پاکستان پیپلز ګوند د ضلعې عمومي سیکتر عمران مخلص وي او اې ډیوه ته وایي "دا یوازې د سوداګرۍ خبره نه ده دا زموږ د ژوند خبره ده. موږ د پولې بلې غاړې ته له خپلو کورنیو څخه جلا شوي یو. زموږ فصلونه خرابیږي ځکه چې موږ ورته لاسرسی نه شو کولی. حکومت باید اقدام وکړي او زموږ اندیښنې حل کړي".
د پاکستان او افغانستان تر منځ پر "ډېورنډ کرښه" د تګ راتګ او سوداګرۍ یو شمېر لارې دي او د انګور اډې لاره جنوبي وزيرستان د افغانستان له پکتيکا صوبې سره پیوست کوي.
د دغه سیمو خلک وايي د چلغوزې فصل د حاصل لپاره پوخ شوی، خو په سيمه کې د ناامنۍ له امله خلک نه شي کولی چې دغه فصل راټول کړي. سربېره پر دې، په ځينو سيمو کې د ډزو امر هم شته، چې له امله یې د ځايي خلکو لپاره په ازاده توګه تګ راتګ ناشونی دی.
مظاهره کوونکي، وایي چې د پولې تړل او د ځایي خلکو مشروط تګ راتګ د دوی په معیشت سخته اغیزه کړې ده.
د عوامي نېشنل ګوند د ضلعې مشر ایاز وزیر وایي،خلک بې وزله دی ټرانسپورټ په ټپه ولاړ دی او په سلګونو دوکانونه بند شوي دا بندیزونه نه یوازې د دوی د سوداګرۍ وړتیا زیانمنوي بلکې د دوی خوندیتوب او اقتصادي ته هم ګواښ پېښوي.
ډیوه سره خبرو کې هغه وایي دا هر څه د یو پلان سره روان دي چې دا خلک بیا ناامنۍ ته وهڅوي.
هغه وایي، دوی د اېپکس کمیټۍ ته وویل غواړي چې د خلکو د معاش او ژوند پرېکړې دې په بند کمرو کې نه کوي دا بیا ناامنۍ ته لاره هواره وي.
د انګور اډې تر څنګ د بلوچستان په چمن سیمه کې هم د اکتوبر له 21مې راهیسې په ګڼ شمیر کې خلک په احتجاجي پرلت ناست دي او وايي چې پاکستان دې له افغانستان سره د تګ راتګ لپاره د پاسپورټ او ویزې شرط ختم کړي.
د پاکستان حکومت بیا بیا ویلي د سفري اسنادو د لازمي کېدو له شرطه نه په شا کېږي خو زیاتوي چې د امنیت، انټرنېټي خدماتو، د برېښنا ورکولو او د روغتونونو او تعلیمي ادارو فعالولو ژمنې به پوره کوي.