د شمالي وزیرستان په مرکز میرانشاه کې د ضرب عضب پوځي عملیاتو په مهال زیامن شویو دوکاندارانو احتجاجي پرلت نن په دویمه ورځ هم دوام لري چې له امله یې د بنو میرانشاه ترمینځ د ګاډو تګ راتګ لاره بنده پرته ده.
دوی وایي د ضرب عضب عملیاتو لس کاله پوره شول خو تر اوسه د عملیاتو پرمهال د ورانو شوو دوکانونو مرستې ورته نه دي ورکړل شوې.
د ضرب عضب پرمهال یواځې میرانشاه بازار کې نیزدې 7000 دوکانونه وران شوي او تیر کال د شهباز شریف حکومت دې تاجرانو د پاره د مرستو یونیم اربه روپۍ جاري کړې او انتظامیه مني چې پیسې راغلې او ځپل شوو دوکاندارانو ته د مرستو چیکونه ورکول کیږي.
د دوکاندارانو د اتحادیې یو مشر ثناالله وايي لس کاله د ضرب عضب وشول او دوی د تاوان دپاره هر در ته ودرېدلي د دوی تاوان مني خو د مرستو پېسې ورته نه ورکړل کیږي.
هغه وویل په کال 2018م کې یې په اسلام اباد کې پرلت کړی او هغه وخت د پوځ ویاند اصف غفور دوی سره د تاوان پوره کولو ژمنه کړې وه او د هغې وروسته د صوبې حکمران جماعت پاکستان تحریک انصاف د تاوان پوره کولو ژمنه کړې وه خو تراوسه ورسره مرستې نه دي شوي.
ثناالله وویل تیر کال مرکزي حکومت د دوی تاوان پوره کولو د پاره یو نیم اربه روپۍ جاري کړې خو انتظامیه د ځنډ نه کار اخلي او تر اوسه پورې په تيرو درېو کلنو کې په 7000 دوکاندارانو کې یواځې 3000 دوکاندارانو ته د مرستو چیکونه ورکړل شوي دي.
د شمالي وزیرستان د انتظامیې مشر منظور اپریدي دفتر چارواکي وايي د مرکزي حکومت لخوا جاري شوې ټولې پیسې په یو وار د شمالي وزیرستان د انتظامیې ایکاونټ ته نه دې ترلاسه شوې په وار لیږل کیږي او چې څنګه پېسې ترلاسه کیږي دوی دوکاندارانو ته اطلاع کوي او په مرحله واره توګه د معاوضې چیکونه په ځپل شوو دوکاندارانو کې وېشل کيږي.
په شمالي وزیرستان کې د پاکستان پوځ د کال 2014م د جون په میاشت کې په شمالي وزيرستان کې د وسله پرضد عملیات کړي او ځايي تاجران وايي د عملیاتو په پایله کې د میرانشاه او میرعلي بازارونه په پشپړه توګه وران کړل شوي چې ځايي تجار یې د اربونو روپو تاوان سره مخ کړي وو.
د میرانشاه بازار یو بل دوکاندار او احتجاج کونکی شیرازعلي وایي، په دغو عملیاتو کې يې د دوایۍ د هول سېل د کروړونو روپو کاروبار وران شوی او تر دې مهاله بې روزګاره دی. هیڅ درک یې نه لګي، ماشومان یې بې تعلیمه کیږي او انتظامیه ورته هره ورځ د مرستو نوې نوې نیټې ورکوي.
هغه وویل اوس دوی ته ویل کیږي چې دا د مرستو پېسې به د دوکانو د ځمکو مالکانو ته ورکوي.
هغه زیاته کړه دوی په ډېرو سختو حالات کې ژوند کوي، د کروړونو روپو کاروبار يې تباه شوی او نه يواځې کاروبار یې تباه شوی هغه سامانونه چې په قرضونو يې راوړي وو اوس ترې نور سوداګر د هغې پور غواړي او د دوي سره هيڅ شی نشته او که دا مرستې نورې ځنډیږي د دوی مشکلات به نور زیات کړي.
د دوکانونو د مالکانو د اتحادیې مشر خلیل وزیر وویل دوی د تجارو د احتجاج ملاتړ کوي ځکه چې تر څو د علاقې تجار ته مرستې نه وي ورکړل شوې په سیمه کې به کاروبار وده نه مومي
د تجارو اتحادیې نن په دویمه د میرانشاه او بنو ترمینځ د ګاډو لوی سړک تړلی او اتحادیې مشر ثناالله وايي د دوو ورځو نه احتجاجي پرلت روان دی او دوی سره تر اوسه حکومتي چارواکو رابطه نه ده کړې او دوی ته یواځې د ضلعې پولیسو مشر لخوا د مزاکراتو کولو ویل کیږي.
د هغه په وینا که دغلته غوښتنې نه منل کیږي بیا به اینده تګ لاره جوړوي. چې پکې به لومړی پېښور کې د وزیر اعلا او کور کمانډر دفتر مخې ته احتجاج کوي او که دغلته یې غوښتنې نه منل کیږي بیا اسلام اباد ته لاریون کوي.
خو د انتظامیې دفتر چارواکي وايي د احتجاج کونکو سره د خبرو کولو دپاره یې نن یوه ډله لیږلې د دوی غوښتنې اورېدل کیږي او دا ستونزه به یې هواره کړي.