سيګار: د طالبانوبنديزونه به د ماشومانو د زېږولو په وخت د مياندو د مړينې کچه سېوا کړي

د کال ۲۰۲۳ په دې تصویر کې د اېم اېس اېف ادارې په مرسته چلېدونکي په خوست کې د هسپتال حال لېدل کېږي

د افغانستان د بيا رغونې د هلو ځلو د څارنې دپاره د امريکا ځانګړې ادارې سيګار په دغه هيواد کې د افغان نجونو او ښځو په زده کړو د محدوديت د بدو اغېزو پحقله يو رپورټ کې ويلي چې د طالبانو له خوا لګول شوی دغه بنديز به د 2026 کال پورې د مياندو له وخته وړاندې د ماشومانو د پېدايش او د زېږون په مهال د مړيني کچه نزدې نيمايي سېوا کړي.

کارپوهان وايي په افغانستان کې د جينکو تعليم نه ترلاسه کولو پروسه، کورنۍ د دوی په کم عمر کې ودونو ته اړ کوي او دا نه يوازې د مياندو او ماشومانو د مړيني سوب ګرځي بلکې د ټولنې اقتصاد او مجموعي ژوند هم اغېزمن کوي.

سيګار د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې د مالوماتو په اساس ليکلي چې تر 2026 کال پورې به د سکولونو څخه څه باندې يو ميلين جينکۍ او د پوهنتونونو څخه يو لک ښځو بهر پاتې کیدل به تر 45 فیصده پورې د وخت نه وړاندې زیږون او تر 50 سلنه د مياندو د مړینې کچه زیاته کړي.

د روغتيا د چارو پوهان وايي د جينکو په تعليم لګول شوی بنديز د افغان جينکو په کم عمرۍ کې د ودونو سېوا کېدو لامل ګرځېدلی چې له وجې يې کم عمره مېرمنې د پيچيده مسلو سره مخ کېږي.

د ښځو د ناروغيو کارپوه ډاکټر صايمه عسکر وايي، " کومې دا جينکۍ وي د دوی زر زر ماشومان ضايع کېدل دا مسلې په دوی کې سېوا وي، بله په دوی کې دا شرحه هم کتل شوې ده چې کومې جينکۍ زر واده کېږي د هغوی ماشومان هم سېوا پېدا کېږي، بنسبت هغو جينکو چې عمرونه يې د 18 کالو نه زيات وي او تعليم يې کړې وي".

واک ته د رسېدو وروسته افغان طالبانو په لومړي پړاو کې د شپږم ټولګي بره د جينکو په تعليم بندېز ولګولو او بيا وروسته جينکۍ او ښځې يې په پوهنتونو کې د تعليم ترلاسه کولو نه هم منع کړې.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

طالب چارواکو وار په وار ويلي چې د جينکو د تعليم پرضد نه دي او ځنډېدو علت د هغوی لپاره د یو مناسب چاپېریال رامنځته کول او یوې طرحې جوړول بللي دي، خو طالبانو له څه باندې درېو کالو تېرېدو وروسته هم خپله ژمنه نه ده پوره کړې.
د اقتصادي چارو پوهان وايي د جينکو په تعليم د لګول شوي بندېز له وجې نه يوازې هغوی خپله پوها د لاسه ورکوي بلکې د هيواد اقتصاد ته هم زيان رسوي.

د اقتصادي چارو کارپوه سمير انګار وايي، " د ټولنې نيمايي وګړو بېکاره کول اقتصادي وضعيت باندې هم منفي اغېزه لري، د اقتصادي پرمختګ دپاره په يوه ټولنه کې د ښځو شتون اړين او لازمي دي، د دې محدوديت سره د فقر زياتوالی، د جنسي توپيرونو زياتېدل او ټولنيز نا برابريو پراختيا رامنځته کوي".

سيګار په رپورټ کې دا هم ليکلي چې اوس مهال د افغانستان په لرو پرتو سيمو کې هره مياشت تر 20 زرو پورې مياندې ماشومان زېږوي.

د روغتيا د چارو پوهان وايي د مېندوارۍ په مهال مېرمنو ته مناسب غذا نه ترلاسه کېدو او د طبي معاينې نه کولو له وجې د زېږون په وخت د مياندو د مړينې شرحه سېوا کېږي.

ډاکټر صايمه عسکر وايي، " حامله داره ښځې ته، مونږه ته مالومه ده چې دې وخت کې هغې ته زيات ښه خوراک ضرورت دی، پکار ده چي هغه مېوې خوري، پۍ يا شودې څښي خو چونکې هغوي دومره وس نه لري د دې شيانو، نو دی پرله پسې ماشومان پېدا کوي نو دوی کې د وينې کمی ډېر زيات او دې نه علاوه د کېلشيم کمی، د نورو معدنياتو، د وټامنز کمې په وجود کې راتلل، دې وجې نه هغوی خپل ژوند د لاسه ورکړي".

د ملګرو ملتونو د وګړو ادارې يو اين ايف پي اې په وروستيو کې ويلي وو چې د افغانستان په کچ په هرو دوو ګنټو کې یوه مور د مېندوارۍ او زیږون پورې تړلې د مخنیوي وړ ناروغيو له امله ژوند د لاسه ورکوي.