په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د بھرنیو چارو وزیر امیر خان متقي پاکستان ته په مخاطب کولو سرہ ویلي، زمونږ او ستاسو د سرحدي ځواکونو لانجه د دواړو په ګټه نه دہ.
متقي پران د اتوار/یکشنبې په ورځ کابل کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي، "په کرښه باندې مشکلات ایجادول نه ستاسو په ګټه دي نه زمونږ په ګټه دي".
نوموړي پاکستان په مخاطب کولو زیاته کړې "زہ چې تاته د ورور، مسلمان او سیال په ستر ګه ګورم ته ھم په ھغه ستر ګه راته و ګورہ، تجارت او راشه درشه د اصولو په رڼا کې راسرہ وکه، تاته چې مې لارہ د ټرانزټ درکړې دہ ټوله مرکزي اسیا مې درته خلاصه کړې دہ زہ ھم حق لرم چې ستا د ټانزټي لارې نه استفادہ وکړم".
متقي ویلي، "بار بار مو دا پېغام ورکړی چې راشئ د مفاھمې د لارې، د خبرو د لارې د سفارتي چېنلونو د لارې ټول مشکلات سرہ حل کړو ".
ھغه زیاته کړې، "د ګانډیانو سرہ ھیڅ مشکل نه لرو د ټولو سرہ که وړه پېښه راغلې او که غټه ھغه مو ورسرہ حل کړې دہ، بیا یې ھم ورسرہ حل کوو".
د طالبانو د بھرنیو چارو وزیر د کومې سرحدي پېښې نوم نه دی ویلی او نه یې کوم مشکلات څرګند کړي دي.
د امیر خان متقي څر ګندونو ته پاکستان په سمدستي ډول کوم ځواب نه دی ویلی خو په 16 دسمبر د پاکستان د چمن -سپین بولدک سرحدي سیمه کې د افغان طالبانو د سرحد ساتونکو ځواکونو لخوا په شوو ډزو پاکستان افغانستان ته سخت احتجاج کړی او په اسلام اباد کې یې افغان ناظم الامور خارجه وزارت ته بللی وو.
پاکستان ویلي وو چې افغان ناظم الامور ته یې دا خبره ور په یاده کړې چې د وګړو تحفظ د دواړو هیوادونو مسولیت دی او د داسې رقم پېښو مخنیوي ته اړتیا ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو ددفتر ویلي وو پاکستان افغانستان سره د ورورولۍ اړیکو جوړولو ته هوډمن دی خو د دې مقصد لپاره دافغانستان او پاکستان په پوله د یو سوله ییز چاپېریال شتون لازم او اړین دی.
له دې وړاندې د11م دسمبر په شپه هم ددواړو خواو ترمينځ په چمن ـ سپین بولدک سرحدي سیمه کې د ګوله بارۍ له امله د پاکستان اړخ ته 8 کسان وژل شوي او 17 نور ژوبل شوي وو، د افغانستان اړخ ته هم د طالبانو لخوا د يو تن د وژل کيدو او یو شمېر نورو د ژوبل کيدو خبر ورکړل شوى وو.
دپاکستان دپوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار پخپل یو بیان کې ویلي چې دچمن په ښاري ابادۍ دافغانستان له لوري ټوله ورځ دمه، په دمه شوؤ ړندو ډزو کې ګڼ شمیر بېګناه وګړي ژوبل شوي دي.
او له دې وړاندې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف پارلیمان ته ویلي وو د طالبانو حکومت په دچمن په پوله په پاروونکې ګوله بارۍ او ډزو بخښنه غوښتې ده خو د یادې جګړې په اړوند طالب مشرانو د بخښنې غوښتو څه وو ویلي
د نومبر په وروستيو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزير مملکت حنا رباني کهر په مشرۍ یو لوړ پوړي پاکستاني پلاوي د کابل سفر کړی او د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقې په شمول یې د نورو طالب مشرانو سره د امنیت، تجارت او تعلیم په شمول په یو شمیر نورو موضوعاتو خبرې کړې وې.
د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي وو، د حنا رباني کهر په مشرۍ پلاوي سره د طالبانو پلاوي "د افغان بنديانو د خلاصون، یوبل هیواد ته د مسافرو د تلو راتلو او په لارو د اوښتو په برخه کې د سهولتونو د را منځته کولو، د تجارت او ترانزيټ په برخه کي د پرمختګ او چټکتیا په اړه پاکستاني لوري ته یادونې وکړې".
په 19 نومبر د خېبرپښتونخوا د بره کورمې ضلعې او د افغانستان د پکتيا د ډڼډي پټان ولسوالۍ ترمنځ په پوله د شخړې له امله د خرلاچي پوله تړل شوې وه او له دغې وړاندې د چمن سپین بولدک پوله ھم د یوې پېښې وورسته تړل شوې چې له امله یې د زر ګونو په شمېرہ کې دواړو غاړو ته خلک گېر پاتې شوي او د ستونزو سرہ مخ شوي وو.
دغه کاروباریانو او سوداګرو ھم ویلي وو د پولې بندیز ورته غټ تاوان اړولی وو.
په وروستیو کې پاکستان د نړۍ د یو شمېر نورو ھیوادونو په څېر د واکمنو طالبانو نه غوښتي چې د جینکو دپارہ د پوھنتونونو د بندیز پرېکړہ بیرته واخلي.
په 15 ا ګست 2021 په کابل واکمن شوي طالبان تراوسه پورې د پاکستان په گډون د نړې یو ھیواد ھم په رسمیت نه دي پېژندلي.