ټانک: د پوځ په ډزو د یو تنکي هلک ژوبل کېدو په ضد خلکو احتجاجي پرلت پېل کړی

Tank peace protest

د خېبر پښتونخوا په ټانک ضلعه کې وروسته له هغې ځايي خلکو د پوځي قلعې مخې ته احتجاجي پرلت پیل کړی چې د سیمې یو تنکی ځوان د امنیتي ځواکونو په ډزو کې ټپي شو.

سرچینې وايي د اتوار د ورځې په سهار د ټانک ضلعې ملازۍ سیمه کې نامالومه وسله والو د امنیتي ځواکونو په قلعه د لاسي بم حمله کړې چې تر هغې وروسته د امنیتي ځواکونو اؤ وسله والو ترمنځ د ډزو تبادله هم شوې ده .

سرچینې زیاتوي چې د امنیتي ځواکونو په ډزو کې د یو تنکي هلک د ژوبل کېدو په ضد د سیمې خلکو د پوځي قلعې مخې ته احتجاجي پرلت پیل کړی دی.

احتجاجي پرلت ته د وینا پرمهال مفتي امتیاز مروت ویلي چې علاقه یې د ناامنۍ ښکار ده دغلته وسله وال بریدونه وکړي او تر هغې وروسته امنیتي ځواکونه په عام ولس ډزې کوي.

هغه ویلي دغه تنکي ځوان نیغ په نیغه د امنیتي عسکرو په ډزو په داسې حال کې ویشتل شوی چې د لوبو په میدان کې یې د نورو همځولو سره د کرکټ لوبه کوله.

هغه دعوه کړې دا دویم ځل دی چې په علاقه کې د پوځ په ډزو عام کسان ویشتل کیږي.

مفتي امتیاز مروت ویلي احتجاجي پرلت به تر هغې روان وي چې د عام ولس د ویشتلو د مخنیوي پوخ ډاډ نه وي ورکړل شوی.

پوځ په دې اړه څه نه دي ویلي او د ملازۍ تاڼې چارواکي وايي ژوبل ماشوم ټانک سیمه کې روغتون ته وړل شوی چې حالت یې د خطرې نه بهر دی او احتجاج کوونکو سره خبرې پیل کړې دي.

تر دې دوه ورځې وړاندې په لکي مروت سیمه کې هم ځاي خلکو د امنیتي ځواکونو د ډزو خلاف احتجاجي پرلت کړی ؤ اؤ پنجاب ته غځېدلې لاره یې د احتجاج په ډول تړلې وه .

په هغه مهال د لکي مروت اسسټننټ کمشنر یاسر نزیر ډیوه ته ویلي وؤ پوځ باور ورکړی چې په دوو ورځو کې به د پرلت والو غوښتنې ومنل شي اؤ په دې باور ترلاسه کولو مظاهرینو خپل احتجاجي پرلت ختم کړی دی.