د افغانستان په اړه د ډنالډ ټرمپ لخوا د نوې اعلانیدونکې سټراتېژۍ په اړه ډیرې تمې موجودې دي خو دا به وروسته روښانه شي چې دا سټراتیژي به د پخوانۍ په پرتله څومره مثبت اغیز ولري.
د افغانستان په اړه د امریکا د دغې نوې سټراټېژۍ یو قوي اټکل دا دی چې په پاکستان باندې به فشار راوړل شي چې د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس واخلي او د هغوي پرضد کوټلي ګامونه پورته کړي.
پدې اړه د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه انجینیر مطیع الله خروټي امریکا غږ ته وویل د افغانستان د زیاتره امنیتي ستونزو ریښه په پاکستان کې ده ځکه طالبان او حقاني شبکه په پاکستان کې خوندي ځآیونه لري.
ښاغلي خروټي وړاندې وویل هغه ترهګر چې په افغانستان کې یې د تیرو ۱۶ کالو راهیسې اور بل کړی هغو ته په پاکستان کې د حکومت او پوځ لخوا د میلمه او ملګري په توګه کتل کیږي او ورته یې د ژوند او کار لپاره کورونه او دفترونه ورکړي او ورسره مالي مرستې کوي.
ټاکل شویده چې د امریکا ولسمشر ډنالډ ټرمپ به نن د امریکا پر وخت د ماسختن په نهه بجې چې د پاکستان پر وخت د سهار شپږ او د افغانستان پر وخت د سهار له پنځه نیمو بجو سره سمون خوري د خپلې وینا پرمهال د افغانستان په اړه خپله نوې سټراتیژي اعلان کړي.
انجینیر خروټی زیاتوي تر هغو چې د امریکا په مشرۍ ټوله نړیواله ټولنه د پاکستان دغه دوه مخي سیاست ته ځواب وه نه وايي نو نه یواځې په افغانستان بلکه په سیمه کې د امنیت او ثبات راتلل ناشوني بریښي.
ددغې سټراتیژۍ په اړه بل قوي اټکل دا دی چې افغانستان ته نور امریکايي پوځیان واستول شي.
د کابل په پوهنتونو کې د سیاسي علومو استاد پوهاند ودیر صافي امریکا غږ ډیوې ته وویل د امریکا نوې سټراتیژي باید د تیرې په پرتله توپیر ولري ځکه دده په وینا تیرې ۱۵ کلنې سټراټیژۍ نه افغانستان ته امنیت راوسته او نه هم ترهګر له منځه ولاړل.
ښاغلي صافي ددغې نوې سټراټیژۍ په اړه هغو نه تایید شویو راپورونو ته په ځواب کې چې ګواکې د افغانستان امنیتي چارې به خصوصي امریکايي کمپنیو ته وسپارل شي وویل دا به د افغانستان امنیتي ستونزه حل نه کړي او لا به یې بدتره کړي.
نوموړي زیاته کړه د خصوصي امنیتي کمپنیو خلک د جګړو له نړیوالو قوانینو څخه بې خبره دي نو ځکه د ددې خبرې هیڅ ضمانت نشته چې دوی به په جګړو کې د ملکي خلکو ژوند ته پام وکړي.
پوهاند ودیر صافي پدې خبرې ټینګار وکړ چې امریکا باید د افغانستان د امنیتي ځواکونو روزنې او په عصري وسلو سمبالولو باندې ډیر کار وکړي او په ځانګړې توګه د افغانستان هوايي ځواک په سمه توګه سمبال او وروزي.
پدې اړه په ټولنیزو رسنیو باندې افغانان څه وايي؟
د افغانستان په اړه د امریکا د نوې سټراټېژۍ په اړه په ټولنیزو رسنیو باندې هم د افغانانو ترمنځ تاوده بحثونه روان دي.
د مجاهد سنګریار په نامه یو افغان ځوان لیکلي دي چې که دې ستراتيژۍ کې پاکستان ته هغه مرستې بندې نشي چې د ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم ورکول کیږي او همداراز د افغان امنيتي ځواکونو پیاوړتیا ته پام ونشي نو د امريکا د تاریخ دا لویه جګړه به نه یواځې پای وه نه مومي بلکه لا به پسې اوږده شي.
نوموړي وړاندې لیکلي پاکستان د لوبې اصلي لوبغاړی دی او د همدې مرستو پر مټ پاکستان د افغان حکومت سره نيابتي جګړه کوي او ترهګر روزي ترڅو په افغانستان کې امریکايي او افغان ځواکونه مات او د خپلې خوښې یو حکومت رامنځته کړي.
په همدې اړه د امریکا غږ ډیوې په فیسبوک پاڼې باندې زراب ګل شینواري لیکلي چې له افغان هوایې ځواک سره باید مرسته وشي او افغان پوځیانو ته پرمختللې وسلې ورکړل شي.
دی زیاتوي چې په پاکستان باید نهایی فشار راوړل شي، امریکایی پوځیان له افغانستان څخه ووځي او د سولې له پروګرام څخه ملاتړ وشي.
همدارنګه د شرر ننګرهاري په نامه د ډیوې یو مینوال لیکلي دي چې
لمړی دې امریکا له افغانستان څخه ووځي او دوهم دی په پاکستان فشار راوړل شي چی د ترهګرو روزنه بنده کړي.
په هرصورت له ترهګرو سره د پاکستان د حکومت او پوځ په ملتیا باندې تر دې وړاندې ګڼو امریکايي جنرالانو او ډپلوماټانو هم اندېښنه ښودلې او ټول سرټکوي چې پاکستان د خپلو ګټو لپاره ترهګر په غېږ کې نیولي او له هغوي څخه د خپلو سټراتیژیکو موخو د ترلاسه کولو په برخه کې کار اخلي.