د پاکستاني وسله والو کالعدم تنظیم ټحریک طالبان پاکستان، ټي ټي پي، د خېبرپښتونخوا په جنوبي ضلعه لکی مروت کې د قبول خېل د يورينيم په ماین کې د پاکستان د اېټمي توانای ادارې د 16 کار کوونکو د تښتولو ذمه واري منلې ده.
ټي ټي پي د پاکستان اېټامېک انرجيي کمېشن د تښتول شویو کارکوونکو وډیو هم شایع کړې ده. په وډیو کې لیدل کېږي چې ځینې یرغمالان د چارواکو نه غوښتنه کوي چې په محفوظ ډول د دوی د ازادۍ دپاره دې د وسله والو مطالبې ومني. د وي او ای دپاره ممکنه نه وه چې د وسله والو د دعوې او یا د ویډیو تصدیق وکړی شي.
د لکي مروت د پوليسو يو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط وي او اې ډيوه ته تاييد کړه، چې دغه کسان سهار په يو هايي اېس (فلاينګ کوچ) ګاډي کې ماین ته ډيوټۍ له روان وو او تښتول شوي دي.
د تښتول شویو کسانو په مبینه ويډيو کې يو تن ځان د حافظ بشير په نوم معرفي کوي او وايي،
"زه د خپلو ملګرو سره په محفوظ مقام باندې ناست يو، حکومت ته خواست کوو چې زر تر زره زمونږ د خوشي کولو بندوبست وکړي او د مجاهدينو مطالبات دې تسليم کړي".
خو په ويډیو کې هغه نور تفصیل نه دی ويلی چې دوی په کوم ځای کې ناست دي او مجاهدين څوک دي او غوښتنې یې څه دي.
پولیس چارواکي وي او اې ډيوه ته وويل، دغه پېښه د لکی مروت د صدر تاڼې په حدودو کې شوې، وسله والو د دوی ګاډی ودرولی، ځنګل ته یې بوتللی، ګاډي یې سوځولی او قبول خېل يورينيم ماين کارمندان او ډرايور یې تښتولي دي.
قبول خېل يورينيم ماين د پنجاب صوبې د میانوالي ضلعې سره په پوله پروت دی.
پوليس چارواکي وویل، د دغو کسانو تښتول کېدو سمدستي وروسته د پوليس او پوځ نفري علاقې ته رسېدلې او د لټون عملیات يې پيل کړي دي.
د خېبرپښتونخوا په جنوب کې پرته لکي مروت ضلعه د شمال او جنوبي وزیرستان، ټانک، بنو، ډېره اسماعیل خان او میانوالي سره پولې لري.
لکي مروت د خېبرپښتونخوا يوه د هغو ضلعه څخه ده چرته چې په وروستیو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.
په اسلام اباد کې د څيړنې او مطالعاتو مرکز (سنټر فار ريسرچ اېنډ سيکیورټي سټډيز، سي ار اېس اېس) ازادې ادارې په تېر 30م دسمبر، کال 2024م کې د شوو پېښو په اړه خپور کړي کاليز رپورټ کې ويلي، د تشدد او ناامنۍ تر ټولو زياتې د افغانستان سر په پوله پرتو خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې شوي دي.
سي ار اېس اېس په خپل رپورټ کې ویلي، په 2024م کال کې شوو ټولو وژنو کې 60 فيصده ملکي وګړي وژل شوي دي.
ويل شوي، په نورو پېښو کې 685 امنیتي عسکرو (د پاکستان پوځ، استخباراتي ادارو غړي، پوليس او نورو قانون نافذونک ادارو غړي) وژل شوي، او دا د کال 2014م نه وروسته د امنيتي عسکرو د وژنو تر ټولو غټه شمېره ده.
سي ار اېس اېس ویلي، خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ زياتې پېښې او وژنې د افغانستان سره په پوله پرتو ضلعو کورمه، شمالي وزيرستان او خېبر کې شوي دي، له دې نه علاوه ډېره اسماعیل خان، بنو او لکي مروت ناامنۍ او ترهګرۍ ډېرې ځپلې دي.