د بلوچستان صوبې انتهايي شمالي ضلع ژوب په سبک زئ سیمه کې د فرنټیر کور (ایف سي) ځواک په پوسته بريد کې يو ایف سي عسکر وژل شوی او ۱۳ نورکسان ټپیان شوي دي. ټي ټي پي د حملې ذمه واري منلې ده.
چارواکي د دې پېښې پخلی کوي او وايي په ټپیانو کې دوه عام وګړي هم شامل دي.
د امنیتي سرچینو په وینا سبک زئ کې د ایف سي ځواک په پوسته د برید پرمهال د وسله والو او ایف سي عسکرو تر منځ ډزې شوې او امنیتي ځواکونو د وسله والو زړورتیا سره مقابله کړې او دا برید یې په شاه تمبولی دی .
د دوی په وینا د ډزو په نتيجه کې يو وسله وال هم وژل شوی، چې د تحريک طالبان پاکستان لخوا يې پخلی شوی دی.
د تحريک طالبان پاکستان له خوا د دې بريد مسئوليت هم منل شوی دی.
وي او ای ډیوه سره شریک کړي مالوماتو کې امنیتي سرچینو ویلي د برید په نتیجه کې د ایف سي ځواک یو عسکر وژل شوي او دوه ملکي وکړي او ۱۱ نور امنیتي عسکر ژوبل شوي دي.
امنیتي سرچينو په وينا، ټپیان او وژل شوی عسکر سمدستي روغتون ته وړل شوي دي.
د بريد نه وروسته سيمه کې امنيتي ځواکونو د لټون عمليات پيل کړي دي.
چارواکي وايي چې برید کونکي د پېښې له ځای څخه تښتېدلي، او د دوی د نيولو لپاره عمليات روان دي.
دا بريد په داسې وخت کې شوی، چې په ټول هېواد کې امنيتي ځواکونه د ترهګرۍ پر ضد عمليات ترسره کوي، او په بلوچستان کې په دې وروستيو مياشتو کې د بريدونو په شمېر کې زياتوالی راغلی دی چې زیاتر بریدونو پړه تحریک طالبان پاکستان او بلوچ بیلتون خوښو ډلو منلې دي.
د څېړنې او امنيتي مطالعاتو غېر دولتي ادارې سېنټر فار ریسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز تازه رپورټ وايي چې په پاکستان کې د روان کال په نهو مياشتو کې 2023م کال په پرتله 90 فيصدي د تشدد او د ترهګري پيښې سېوا شوي او نزدي 97 فيصدي ترهګرۍ پيښې په خېبر پښتونخوا او په بلوچستان صوبو کې شوي.
د سېنټر فار ريسرچ اېنډ سيکورټي سټډيز رپورټ وايي چې د سږني کال په لومړیو نهو میاشتو کې په پاکستان کې د ترهګرۍ 328 پيښې مخې ته راغلي چې پکې د امنيتي چارواکو په ګډون 722 کسان وژل شوي او 615 زخمیان شوي دي.
ډيره اسماعیل خان (وي او ای ډیوه) —