په جنوبي وزیرستان کې د وسله والو په حمله کې د پاکستان د پوځ دوه عسکر زخمیان شوي دي

امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي د پاکستان پوځ د شمالي وزیرستان په میر علي سیمه کې د وسله والو د موجودګۍ استخباراتي مالومات تر لاسه کړي وو چې په مبینه توګه يې د برید پلان جوړولو

په شمالي وزیرستان کې امنیتي چارواکو د استخباراتي عملیاتو په پایله کې د پینځو وسله والو د وژلو دعوه کړې او په بر بر جنوبي وزیرستان کې د پاکستان پوځ دوه عسکر د وسله والو په برید کې ژوبل شوي دي.

امنیتي سرچینو وي او اې ډیوه ته ویلي د پاکستان پوځ د شمالي وزیرستان په میر علي سیمه کې د وسله والو د موجودګۍ استخباراتي مالومات تر لاسه کړي وو چې په مبینه توګه يې د برید پلان جوړولو.

سرچینو وویل کله چې امنیتي ځواکونو د وسله والو نه ګېره چاپېره کړه نو وسله والو ناتاره ډزې وکړې او د ډزو په تبادله کې پینځه وسله وال ووژل شوو.

سر چینو د دا و نه وېل چې ایا د ډزو په تبادله کې امنیتي ځواکونو ته هم څه نقصان رسېدلی دی او که نا؟ او نه یې د وژل شويو کسانو پېژنګلو څرګنده کړې خو ویلي یې دي، دغه کسان په وروستيو کې د ناامنۍ په پېښو کې ککړ وو.

د سرچینو وینا ده د وژل شوو کسانو تړاو د وسله والو د حافظ ګل بهادر ډلې سره وو.

په شمالي وزیرستان کې دا عملیات په داسې وخت کې شوي چې پرون هم په ياده سيمه کې په هدفي پېښو کې څلور ځايي کسان وژل شوي وو.

د پاکستان پوځ او وسله والو طالبانو د رپورټ جوړولو د وخته پورې د پېښې په اړه څه نه دي ویلي او نه بې طرفه خبریالان دغلته ورتلی شي چې په ازاده توګه مالومات تر لاسه کړي.

بل لور ته چارواکي وايي تیره ورځ بر جنوبي وزيرستان کې وسله والو د امنیتي ځواکونو په یوه پوسته برید کړی چې پکې د پاکستان د پوځ دوه اهلکار ژوبل شوي دي.

د دوی په وینا دا پېښه د بر جنوبي وزیرستان سراروغه سیمه کې شوې او په برید کې ژوبل عسکر بنو کې پوځي روغتون ته منتقل کړل شوي دي.

د روغتون سرچینې د ژوبل اهلکارو حالت د خطرې نه بهر یادوي خو زیاتوي د زخمونو حالت یې شدید دی.

هم د دې ترڅنګ د بر جنوبي وزیرستان تیارزه سیمه کې یو ځایي تن په ډزو وژل شوی دی.

د تیارزه تاڼې چارواکي وايي د وژل شوي تن د کورنۍ په مدعیت کې مقدمه د نالومو کسانو پرضد درج کړل شوې ده.

په خېبرپښتونخوا کې په تیره یو اوونۍ کې 21 کسان په هدفي بریدونو کې وژل شوي چې پکې لس کسان یواځې په وزیرستان کې وژل شوي دي

د هدفي وژنو نورې پېښې د صوبې په ټانک، بنو، اورکزو، باجوړ او د صوبې مرکز پېښور کې شوې وې.

د دغه پېښو زمه وارۍ چا نه دي منلي.