د خېبر پښتونخوا په جنوبي ضلعه ټانک کې په هدفي پېښو کې دوه کسان وژل شوي دي، پولیس وايي پېښې په کړي حېدر او تجوړي کې شوې دي.
د ضلعې د پولیسو په وينا، دوی ته لومړی اطلاع شوې چې د صدر تاڼې په شالم سیمه کې د یو تن مړی موندل شوی چې په ګولیو ویشتل شوی دی.
د صدر تاڼې چارواکي وايي د وژل شوي تن پېژندګلو 20 کلن ځوان کاشف په نوم شوې چې د کړي حېدر اوسېدنکی او دوه ورځې وړاندې د خپل نه بې درکه شوی وو.
د کورنۍ غړی یې وایي نوموړی مور او پلار نه لري او په ډېره اسماعیل خان کې په یو شخصي کمپنۍ کې یې د 15,000 په تنخا په روزګار وو.
د وژل شوي کاشف د تره زوی وحید بېټني وویل هغه د کورنۍ د یو بل غړي فاتحه ته کور ته راغلی وو چې په پټ مخ کسان راغلل او د فاتحه نه یې پورته کړو او نن دوی ته د هغه مړی ترلاسه شو.
تره یې وویل کوم وراني کې یې لاس نه لرلو او وړوکو ماشومانو خویندو او وروڼو د پاره یې مزدوري کوله.
د پولیس په وینا بله پېښه د ټانک ضلعې په تجوړي سیمه کې شوې چرته کې تیره ورځ د څاروو ډاکټر عارف خان نامالومه کسانو تښتولی او نن د هغه مړی د ملازۍ سیمې څخه تر لاسه شوی دی.
کورنۍ یې پولیسو ته ویلي نومړی تېره ورځ د څاروو د علاج د پاره پک سیمې ته غوښتل شوی چې وروسته یې بیا د کور سره ټیليفوني رابطه قطع شوې وه.
کورنۍ یې ویلي چا سره شخصي دوښمني نه لري، پولیس وايي دې پېښو پلټنې یې پیل کړي دي.
په تیرو 24 ساعتونو کې په جنوبي ضلعو کې د هدفي پېښو پینځمه پېښه ده، دې نه وړاندې دوو کسان بنو او یو شمالي وزیرستان کې شوې ده.
په ټانک ضلعه کې دا پېښې په داسې وخت کې شوې چې په ټانک کې د بیټنو قامي جرګې مشران وایي په سیمه کې یې ناامنۍ او پوځي عملیاتو ژوند ستونزمن کړی او د ناامنۍ مخنیوي دپاره د جون په لسمه د ټولو خېلونو لویه جرګه راغوښتل شوې ده.
د سیمې مشرانو د دغې جرګې لپاره کمپاین پیل کړی دی.