د موسمي بدلون د پاره د زرغون چاپېریال( ګرين کلايمېټ فنډ) په نوم نړيوالی ادارې پاکستان کې د موسمي بدلون پروژې دپاره د 50 ميلينه ډالرو پنګې منظور کړې دي.
د دې پنګو د مصرفولو له لارې به د موسمي بدلون د بدو اغېزو په لړ کې په ملکي کچه د حل لارې لټولی او په کار راوستی شي.
کار پوهان وايي دې پروژې سره به د پوهنتونونو او نورو اړونده ادارو په کچه د موسمي بدلون د خرابو اثراتو د مخنيوي په لړ کې کېدونکې څېړنې په مارکيټ کې عملي کول نور هم اسان شي۔
د ملګرو ملتونو ادارې ګرين کلايميټ فنډ په پاکستان کې د موسمي بدلون د اثراتو د مخنیوي لپاره د 50 میلین ډالرو په ارزښت د یوې پروژې منظوري ورکړې۔ چارواکي وایي د پاکستان په کچه دا پروژه به نېشنل رورل سپورټ پروګرام يا اين ار ايس پي ترسره کوي چې ترمخه به يې د موسمي بدلون په اړه کېدونکې څېړنې عملي کولی شي.
د اين ار ايس پي سټرېټيجک ډايرېکټره کشماله کاکاخیله ډیوه سره خبرو کې وایي"ډېرې داسې لوې او واړه پوهنتونو نه دي چرته چرته ريسرچ کېږي خو هغوی سره بيا مخې ته پېسې نشته چې څوک راشي او د هغوی په څېړنه کې سرمايه کاري وکړي."
د هغې په خبره" ډېرې څېړنې شوي دي، د ازمونې پروجېکټونه شوي دي خو د هغې عملي کولو دپاره پاکستان سره پېسې نشته، دا پېسې يوازې هم دې دپاره دي چې دې وخت د موسمي بدلون کومې مسلې دي او چاسره داسې نظرونه يا ايډياز دي چې هغې سره دا مسلې حل کېدای شي نو دا پېسې د هغې دپاره دي."
د ماحولياتو ماهرين وايي که څه هم پاکستان په نړيوالې تودوخې کې د يو فيصد نه هم کم کردار لري خو د نړۍ د هغو لسو هېوادونو څخه يو دی چې د موسمي بدلون د خرابو اثراتو څخه زيات اغيزمن کېږي۔
د اقتصادي چارو پوهان وايي دې پروژې سره به د موسمي بدلون او نړېوالې تودوخې په لړ کې څېړنې نورې هم موثره او پراخه شي.
پېښور پوهنتون کې د اقتصادي چارو کارپوهه ډاکټر ملک شکیل خان ډیوه ته وایي"بغېر فنډ نه يو ښه ريسرچ نشي کېدای نو يو خو به هغې څېړنې دپاره فنډ ترلاسه شي او بل هغه ريسرچ چې کله وشي او هغه کمرشلایز کېږي او مارکيټ ته ځي نو دې سره به معيار ډېر ښه شي"
هغه وایي "زمونږه په ملک کې د موسمي بدلون سره تړلې روزګارونه ډېر کم خلک رجسټرډ کوي او مارکيټ ته راځي نو زما اميد دا دی چې کوم پېټرنز دي يا کوم کمرشلايزېشن دی په هغې کې به دا يو ډېر غټ کردار ادا کوي"
د اين ار ايس پي د چارواکو ترمخه دا پېسې به د پاکستان په کچه د 100 نه تر 150 پورې د موسمي بدلون د مخنيوي په لړ کې کارکوونکو ته ورکول کېږي او دا پروګرام به د لسو کالو دپاره دوام کوي۔
د ماحولياتو ماهرين وايي د موسمي بدلون له وجې راتلونکي سېلابونه ځايي ولس ته مالي او ځاني زيان رسوي او د دې ترڅنګ د سخت موسم په نتيجه کې د فصلونو پېداوار او د اوبو سرچينې هم متاثره کوي۔
دوی وايي د نورو پروژو ترڅنګ بايد په ورټيکل کاشتکارۍ هم کار وشي چې په دې توګه کمه ځمکه د زيات پېداوار جوګه شي.
پېښور پوهنتون کې د ماحولياتي چارو کارپوهه پروفېسر محمد نفیس ډیوه ته وایي، مونږه ته داسې پروژې پکار دي چې له مخې یې په کمو اوبو د سبزيانو او خوراکي شيانو پېداوار سېوا شي.
هغه وایي ددې ترڅنګ په سيندونو هم توجو ورکول پکاره چې اوبه پکې سېوا شي" او بيا زمونږه د ابادیو اړخ ته اوبه ځي نو هغه علاقې په نښه کول پکار دي، په دې کې مونږه د اوبو نالۍ او کوم خوړونه چې دي هغه باید مونږه په داسې طريقې سره جوړ کړو چې کم نه کم خلک ترې اغيزمن کېږي"
د حکومتي شميرو ترمخه په کال 2022 کې د موسمي بدلون له کبله د رامنځته شويو سېلابونو له وجې د هېواد په کچه 1700 کسان مړه شوي وو، نزدې 3 نيم کروړه خلک یې ځپلي وو او د هېواد اقتصاد ته یې نږدې 30 اربه ډالرو نقصان رسولی و.
پېښور (وي او ای ډیوه) —