د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټاریس په کوېت کې د عراق د بیارغونې په اړه د یو نړیوال کانفرانس په څنډه کې د امریکا غږ له خبریالې مرګاریت بشير یوه ځانګړې مرکه کړې.
په دغې مرکه کې د عراق، شمالي کوریا او روهینګا په اړه د ملګروملتونو د عمومي منشي څرګندونې په دې توګه وې.
عراق:
د ملګروملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټاریس ددغه نړیوال کانفرانس په اړه وویل:
زه باید وه وایم چې زه ډیر خوښ شوم چې له عراق سره مې دومره زیاته مرسته ولېدله. د مرستو وروستۍ شمېره چې زما سره وه هغه تقریبا ۳۰ ملیارده (بیلینه) ډالره وه. که څه هم دا یواځې د ژمنو کانفرانس و خو زه ډیرو دا ډول کانفرانسونو ته تللی یم. د بشري مرستو په هېڅ کانفرانس کې د ټاکلي هدف سره سمې مرستې نه دې شوي.
تر ټولو مهمه پوښتنه د پیسو نه ده بلکه پوښتنه د هغه ظرفیت د جوړولو ده چې په ترڅ کې یې په عراق کې د شخصي سکتور پانګونې ته شرایط برابر شي. له همدې امله دا کانفرانس ډیر مهم و چې عراقي حکومت پکې د خصوصي سکتور د پانګونې لپاره داسې مهم اصلاحات او قوانین وړاندې کړل چې په کې د فساد ضد ډاډ هم ورکړل شوی و.
دا د شخصي کمپنیو پانګونې دي چې عراق پرې جوړېدای شي او دا په مرستو او خیرات باندې نه کیږي.
زه ډیر خوشحاله یم د کانفرانس له بڼې چې څه ډول تنظیم شوی و، څه ډول پکې عراقي حکومت برخه واخیسته، څه ډول پکې ملګروملتونو رول ادا کړ، څه ډول په کې نړیوال بانک او اروپايي ټولنې برخه واخیسته او له شک پرته چې د کوېټ خلاص مټ او سخاوت هم ډیر ارزښناکه وه.
دا ډیر با ارزښته ده چې کویټ چې یو وخت پرې عراق یرغل کړی و اوس د عراق د ګاونډي په توګه ددغه هېواد په رغونه کې ستر رول لوبوي. دا ټول ماته د یوه باثباته عراق د جوړېدو هیله او امید راکوي چې ګټه به یې ټولې سیمې ته ورسیږي.
په عراق کې لا ډیرې ستونزې پاتې دي. د بیلګې په توګه په بشري برخه کې. لا تر اوسه هم تر دوه میلیونو زیات خلک بې ځایه دی. د ټولنو ترمنځ د پخلاینې مسله هم مهمه ده. د بغداد او ابریل ترمنځ ښه اړیکې او داسې نورې مسلې دي. نو ځکه فکر کوم چې ملګري ملتونه به په عراق کې خپل ماموریت ته دوام ورکړي.
شمالی کوریا:
له شمالي کوریا سره لږې اړیکې نیول شویدي خو دا د مذاکراتو په معنی نه ده خو له جنوبي کوریا سره مو مهمې اړیکې نیولې دي.
له روانو المپیک لوبو سره د شمالي او جنوبي کوریا اړیکې ښې شویدي او له دې څخه باید د اصلي ستونزې د حل لپاره کار واخیستل شي او اصلي ستونزه دا ده چې د کوریا ټاپو باید په سولیزه توګه له اټومي وسلو څخه پاک شي. ددې کار لپاره نه یواځې د دواړو کوریاوو ترمنځ باید ښې اړیکې وي بلکه شمالي کوریا باید له امریکا سره په دې اړه جدي خبرو ته کښیني.
شمالي کوریا باید پدې پوه شي چې دوی باید بې اټومي کېدل ومني او نور باید په دې پوه شي چې بې اټومي کېدل باید له ځآنه سره امنیتي ضمانت هم ولري. داسې امنیتي ضمانت چې شمالي کوریا ته د منلو وړ وي.
د میانمار روهینګیا:
د روهینګیا د مسلې لپاره به ځانګړی سلاکار وټاکل شي. دا ډیره ضروري ده چې بېرته ستنېدنه باید په خپله خوښه او له عزت سره وي. بېرته ستنېدونکي کډوال باید په کمپونو کې وا نه چول شي بلکه ددې کار لپاره لویې پانګونې ته اړتیا ده. ددوي کلی او کورونه باید بیرته ورغول شي او دا باید باوري شي چې امنیتي ځواکونه به ددوي په وړاندې بیا له تاوتریخوالي کار نه اخلي. پدې اړه د میانمار حکومت تر اوسه د مرستې ډاډ نه دی ورکړی.
د میانمار حکومت باید په دې پوه شي چې دوی باید د روهینګیا د وګړو د بیرته ستنېدو لپاره جدي پلان جوړ کړي. په دې هم پوهیږو چې په میانمار کې اکثره خلک د روهینګیا پرضد دي خو سیاستوال باید دا جرات ولري چې دا ستونزه حل کړي ځکه د روهینګیا د خلکو حالات په هېڅ ډول د منلو وړ نه دي.