امریکا غوښتنه کړې ده چې د اسلامک سټیټ تندلاره ډله دې د شمال شرقي شام نه تښتول شوې د عیسائي مذهب منونکي ازاد کړي. دا تښتولې خلک د اسائیري عیسائي مسلک سره تعلق لري.
د خارجه وزارت ترجمانې جن ساکي په عیسیانو د شوي حملې غندنه کړې ده. هغې زیاته کړه چې تندلاري دې باېد پخپل ولکه کې موجود ټول عام وگړي خوشې کړي.
جن ساکې وویل د اسلامک سټیټ لخوا په ورستیو کې د اقلیتي ډلې خلکو هدف کول، دغه خلکو سره د دوي د غیر انساني او ظالمانه سلوک ثبوت دی څوک چې د دې ډلې مقصد او نظریاتو سره اختلاف لري.
میرمن ساکي ویلي دي چې اسلامک سټیټ د ټولو عقیدو خلکو باندې ظلم و جبر جاري ساتلې او د دي هدف جوړیدونکي زیاتره خلک مسلمانان دي. میرمن ساکي د شام حکومتي عسکرو لخوا روان تشدد ذکر هم وکړو او زیاته يي کړه چې امریکا ژمنه کړې ده چې په شام کې د دریو کالو راهسې جاري خانه جنگۍ سیاسي حل به راوباسي چې له سبب يي د دوؤ لکو نه زیات خلک وژلې شوي دي.
اخوا برطانیه کې میشته د انساني حقوقو تنظیم سیرین ابزرویټري فار هیومن رائیټس، چې شام کې د تشدد څارنه کوي، ویلي دي چې د حساکې صوبې په خابور سیمه کې د نښتو وروسته د اسلامک سټیټ تندلارو گنړ شمیر ځائي اوسیدونکي تښتولې دي.