امریکا او چین د نړېوالې تودوخې په برخه کې د همکاریو په سر خبرې کړي دي د موسمي بدلون د پاره د امریکا صدارتي استازي جان کیري په بیجنګ کې د چينایي چارواکو سره، د نړيوالې تودوخې د مخنیوي په چارو کې د همکارۍ په اړه خبرې کړي.
صدر جوبایډن د فېنلېنډ له سفر سره خپل د یورپ دوره پای ته رسولې. دوي د نیټو د نویو غړو او د شمالي اروپا له مشرانو سره په داسې حال کې ليدلی دي چې د اوکراین شخړې د اروپا راتلونکې اغیزمنه کړې ده. د وایټ هاوس د پاره د وي او اې د بیورو چيف پیټسي ویده کوسواره رپورټ ارباب محمود علي وړاندی کوي.
چين او پاکستان دا اونۍ د ګلوبل بېلټ اینډ روډ منصوبې لاندی د اقتصادي همکارۍ لسيزه لمانځي. د چارواکو ترمخه په پاکستان کې چينايي وګړو ته د ترهګرو لخوا د زیاتیدونکو خطرو او د پور د واپسۍ په اړه اختلافات دوه داسې غټې وجې دي چې د ترقۍ د دې شریکې منصوبې بنیادي اډانې او پرمختګ ته زیان رسولی شي.
د بشري حقونو بېلابیلو ډلو او فعالانو د طالبانو د خوا د ښځو د سېنګارتونونو د تړلو حکم غندلی او هغه يې خپله د طالبانو د ژمنو خلاف کار بللی دی. طالبانو ویلي دا ګام يې د مشر ملا هبت الله اخوندزاده د امر په اساس کړی دی. د طالبانو دې کار ته څه ډول غبرګونونه ښودل شوي؟
په اقتصادي توګه د دیوالیه کیدلو په درشل ولاړ پاکستان د آی ایم ایف نه د لنډې مودې له پاره د درې بلینه ډالره پور په اخېستلو کې بریالی شوی. آی ایم ایف ویلی، د دې قرض حتمي منظوري به د جولای په میاشت کې د آی ایم ایف بورډ ورکوي.
د امریکا سترې محکمې یا سپریم کورټ فیصله کړې چې په کالجونو او پوهنتونونو کې د داخلې په وخت د یو زده کونکي نېژاد یا توکم ته باید پام ونشي. د زیارت په ورځ د دې اعلان شوې فیصلې مقصد د امریکې په لوړو زدکړو کې تنوع سیوا کول دي. دې فیصلې د لسیزو راهیسې روانه پالیسي ختمه کړی ده.
د روس صدر ولاديمير پوتین ویګنر ډلې ته خبردارې ورکړی چې پوځي بغاوت غداري ده او څوک چې د روس خلاف وسله راپورته کړي، هغه ته به سزا ورکول کېږي. د ویګنر ډلې مشر پریکوزېن وايي، د روس پوځي مشرتابه صدر پوتین او ولس ته دروغ ویلی دي. امریکا او اروپايي ملکونو ویلی دي چې د حالاتو کلکه څارنه کوي.
امریکې او هند له پاکستانه د ترهګرو خلاف د کوټلو ګامونو پورته کولو غوښتنه کړی او ویلي پاکستان دې دا یقيني کړي چې ترهګر يې خاوره د بریدونه لپاره نه کاروي. د امریکې په سفر راغلي مودي له بایډن سره د لیدلو پر وخت د دواړو هیوادونو ترمنځ په یو شمېر چارو کې د همکارۍ زیاتولو ژمنې وکړې.
امریکا: د انټرنېټي سکېم (ټګۍ) له کبله په جبري کارونو کې د خلکو ایسارول زیات شوي او هلکان او ځوانان د بشري قاچاق له زیات ګواښ سره مخ دي. دا خبره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت لخوا د انساني قاچاقو په اړه په خپور شوي کلني راپور راغلې.
د امریکې په فلوریډا ریاست کې وفاقي ګرینډ جیوري د وایټ هاوس د پریښودلو وروسته په ناسمه ډول د حساسو حکومتي دستاویزاتو د کارولو په تورونو پخوانی صدر ډانلډ ټرمپ تورن بللی دی. دا یو غیرمعمولي پرمختګ دی. د امریکا په تاریخ کې په لومړي ځل یو پخوانی صدر په وفاقي تورونو تورن شوی دی.
د امریکا صدر جوبایډن د جمعې په ورځ د Fiscal responsibilities ایکټ یا د اقتصادي ذمه واریو په قانون خبرې کړې دي. د امریکې په معاشي توګه د تباه کونکې دیوالیه کېدلو نه د ساتلو او د حکومت د پور اخېستلو حد د ځنډولو په اړه دا قانون دواړو ګوندونو د ګرانو خبرو اترو وروستو ترلاسه کړی دی.
د امریکې سېنېټ د زیارت په شپه د هیواد د پور حد زیاتولو منظوري ورکړې ده. درې شپېته سېنېټرانو د قانوني مسودې په حق کې او شپږ دېرشو يې په مخالفت کې رای ورکړی. له نن څخه په څلورو ورځو امریکا په معاشي توګه دیوالیه کېدله.
د چين د کاروبار وزیر وینګ وینتاو په دې هفته کې د خپلې امريکايي سیالې جینا راېمونډو او د سوداګرۍ د پاره استازي کیتهرين تهاې سره په امریکا کې لیدلي دي. دا لیدنې له هغې وروسته شوي چې څو ورځې وړاندې صدر جوبایډن په دوه اړخیزه تعلقاتو کې د نرمۍ اشاره ورکړې ده.
په پاکستان کې د پخواني وزیراعظم عمران خان له نیولو وروسته له رامنځ ته شوي تاوتریخوالي سره په نړیواله کچه اندېښنې رامنځ ته شوي. څیړونکي وايي، په اوسنيو حالاتو کې هیوادونه دا ستونزه د پاکستان کورنۍ مسله ګڼي خو د جوهری وسلو، د وسله والو تنظيمونو فعالیتونو او په هیواد کې زیاتې ګرانۍ د نړۍ پام راګرځولی
په ترکیه کې د اتوار په ورځ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ولسمشر رجب طیب اردوان په وړاندې کېمال کېلېچ دار اغلو یو لوی سیا ګڼل کېږي. نوموړي په ترکیه کې د سیاسي اصلاحاتو ژمنې کړي. تفصیل ارباب محمود علي وړاندې کوي.
د هندوستان په ګوا ښار کې د شنګهايي کواپريشن ارګنايزېشن د غړو هېوادونو د خارجه چارو د وزيرانو د غونډې د پرانستې په وخت د هند وزير خارجه سوبرا مينيم جی شنکر د کوېډ وبا او سياسي ناقلارۍ ته د نړۍ په غبرګون نيوکې کړي.
په امریکا کې د لائبرریانو یا کتابتونونو اتحاديې ویلي دي چې سږ کال په ریکارډ کچه د لائبریانو د کتابونو د سنسر کولو غوښتنې شوې دي.
متحده قامونو ویلي دي په دې میاشت کې به هندوستان د چين ځای ونیسي او د نړۍ تر ټولو زیاتۍ ابادۍ هیواد به شی. دې څرګندونې په هندوستان کې دننه د غربت او صحت په اړه ځينې اندېښنې رامخې ته کړي دي. تفصیل د ارباب محمود علي په رپورټ کې.
د جنوبي کوریا صدر یوون سوک یول د زیارت په ورځ د امریکې د کانګرس شریکې غونډې ته ویلي دي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اویا کالو ایتلاف د نور کله نه زیات کلک دی. وړاندی یوون او د امریکا صدر جو بایډن په سیمه کې د مخ په زیاتیدونکي تاوتریخوالي پر حال په جوهري همکارۍ سیوا کولو صلاح شوي دي.
په یو نوي څېړنیز راپور کې راغلي، چې د نړۍ د کم امدن په هیوادونو کې نیزدی نوي سلنه بالغې او پېغلې انجونې انټرنیټ نه کاروي خو د دوي په پرتله سړي دوه چنده زیات انلاین وي. تفصيل د ارباب محمود علي په رپورټ کې.
نور کتل