طلعت مسعود وايي د هېواد د سياسي قېادت هم يو کردار جوړېږي چې په پوځ نور په سياست کې ښکېل نه کړي. " زما په فکر پاکستان کې چې کوم حالات پېدا شوي هغې هم د پوځ په سوچ کې ستر بدلون راوستی دی."
د غېر دولتي تنظيمونو په دې رپورټ کې وېل شوي دي چې په پنجاب صوبه کې په تېره میاشت کې 844 ښځې تښتول شوي دي. د رپورټ په قول دغه شمېرې د ناقابل یقین حد پورې د اندېښنې وړ دي. رپورټ زياتوي ددغو شمېرو معنا دا ده چې په پنجاب صوبه کې هره ورځ 28 او په هر يو ساعت کې یوه ښځه اغوا کېږي
د بشري حقونو د وزارت په شمېرو کې ويل شوي چې يوازې په کال 2019 کې په ښځو د تشدد 25389 مقدمې ثبت شوي دي او هم دا ډول کال 2020 کې د ښځو په ضد د جنسي تېريو او بدکارۍ په ګډون 23789 پېښې مخې ته راغلي او کال 2021 کې په ښځو د تشدد په لړ کې 14189 مقدمې هم درج شوي دي
پارلیمان کې حکومتي وزیرانو په سوات اؤ دهیواد په قبایلي ضلعو کې دلاقانونه وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان مخ په سیوا کېدونکو فعالیتونو باندې سختې اندېښنې ښکاره کړي اؤ غوښتنه یې کړې ده چې مخکې تر دې چې سوات کې د لګيدلي اور لمبې د هېواد نورو سيمو ته وغځېږي باید ددې مخه ونيول شي
د نړیوالې مالياتي ادارې په رپورټ کې ویل شوي چې روان مالي کال کې به د پاکستان دننه د ګرانۍ دکچې تر 19.9 فيصدى پورې د پاتې کيدو امکان دی، دا کچه د تېر مالي کال دوران کې 12.1 فيصدي رېکارډ شوې وه
نړیوال بینک دپاکستان ډیویلپمنټ اپډیټس په نوم خپور کړي دکال ۲۰۲۲م په رپورټ کې سږکال دپشکال دبارانونو په مهال د راغلي سیلاب له کبله دپیدا شوي بحران دپایلو خبرداری ورکړی اؤ ویلي یې دي چې پاکستان کې سږکال د غیر احتمالي سختو بارانونو له امله لویه تباهي رامنځته شوې ده
دڅېړونکو په اند دعمران خان په تېر حکومت کې د پاکستان او امریکا اړیکې د تاريخ لاندې کچې ته لوېدلې وې خو د نوي حکومت په راتلو سره دې اړيکو کې اوس یو وارې بیا ګرمجوشي ليدل کېږي
د بشري حقونو غېر دولتي تنظيم اېچ ار سي پي پخوانۍ مشره او اوسنۍ غړې ذهزه يوسف ډيوه ته وايي که چيرې د 18 کالو څخه د کم عمر جينۍ د خپلې خوښې واده کوي نو په هغې د مور او پلار کردار لازم ګرځول پکار دي
نور کتل