لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چین ته د شهباز شریف سفر، ایا پاکستان به چین اؤ امریکې سره خپلو اړیکو کې توازن وساتل شي؟


د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د اعلا کچې د پلاوي سره نن د نهې په ورځ د چين په دوه ورځني سرکاري سفر تللی دی.

د پاکستان دخارجه دفتر ترمخه وزیر اعظم شهباز شريف دا دوره د خپل چينايي هم منصب لي کي چيانګ په بلنه کوي او په دې سفر کې د هغه سره د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري هم ملګری دی.

د اقتصادي او نړيوال چارو کارپوهان د وزير اعظم شهباز شريف چين ته دا سفر د پاکستان د خراب اقتصادي وضعیت او د چين او امريکا ترمنځ د تناو ښکار تعلقاتو په تناظر کې خورا مهم ګرځوي.

د دفاعي او نړيوالو چارو ماهرين وايي پاکستان د چين او امريکا ترمنڅ د خرابېدونکو اړيکو په مېنځ کې ددغو دواړو هېوادونو سره په خپلو اړيکو کې د توازن ساتلو د مشکل عمل سره مخ دی.

دا په روان کال داپریل میاشت کې د وزېر اعظمۍ د څوکۍ ترلاسه کولو وروسته د وزير شهباز شريف د چين لومړی سفر دی.

د پاکستان د سرکاري ريډيو د رپورټ ترمخه وزیر اعظم شهباز شريف به د خپل سفر په ترڅ کې د چين صدر شي جن پنګ سره ليدل کوي او بيا به د دواړو هېوادونو د وزير اعظمانو ترمنځ د ډلو په کچه هم مذاکرات کېږي.

وېل کېږي چې د دواړو هېوادونو مشران به د سټراټيجکي همکارۍ د ملګرتيا هم ارزونه کوي او په خپلو غونډو او ليدنو کې به په سيمه ايز او نړیوالو چارو هم غږېږي.

د پاکستان وزيراعظم شهباز شريف د چين دا سفر په داسې حال کې کوي پاکستان د سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او بلخوا د امریکا سره هم خپلې خرابې شوې اړېکې پرځائ کوي.

د اقتصادي چارو کارپوهه مهتاب حېدر وايي له دې مخکې وزير اعظم شهباز د سعودي عرب هم سفر کړی چې مقصد يې ددغه هېواد څخه نوې پانګونې راوړل او د ورکړې شوو پورونو نېټې وروسته کول ؤ.

نوموړي ډيوه سره خبرو کې وويل په پاکستان د نان پېرس کلب هم نزدې 6.9 بيلېنه ډالره قرضې ورپورې دي چې ستنول یې لازم دي.

ښاغلی مهتاب وايي په دې کې تر ټولو زیاتې قرضې د چين دي. او سږ کال به دپاکستان لخوا چين ته 14.6 بيلېنه ډالره بېرته ستنول وي. وايي دا مهمه ده چې پاکستان په دې لړ کې د چين څخه رعایت وغواړي او که کومه لوظنامه کېږي نو مهمه به وي.

ښاغلې مهتاب بيا وايي دې سره دا دوره د چينايي پانګونو په حواله هم ارزښت لري. چې داسې د سي پېک پروژه بيا راژوندې کړي ولې چې پاکستان په ايم ایل او کراچۍ څخه تر پېښوره د ريلوی په منصوبو پرمختګ وشي.

د پاکستان د اطلاعاتو او فرهنګ مرکزي وزېرې مريم اورنګزيب د نهې په ورځ په سرکاري ټى وي چېنل د وزير اعظم چين ته د سفر په اړه خبرو کې دا دوره د سي پېک لاندې د ودرېدلو او نوو پروژو لپاره خورا مهمه ګرځولې او ویلي یې دي دا به د سي پېک د نوي منزل ټاکنه کوي.

د پاکستان چين اقتصادي راهدارۍ د پروژې لاندې چين په پاکستان کې د 62 ارب ډالرو پانګونې کوي او ددې لاندې د اوبو، بجلۍ، کرکېلې او سړکونو پروژې شاملې دي.

د چين د پانګونو تر ټولو لوېې مرکز بلوچستان کې زياتېدونکې ناارامۍ او د پاکستان د شمال نه تر جنوب پورې د چين په کار کوونکو وروستو حملو په دواړو هېوادونو چين او پاکستان کې د سي پېک د اېنده په اړه اندېښنې زیاتې کړي او د بلوچستان سره تعلق لرونکي قام پرست ګوندونه دا پروژه د هغوى د قدرتي شتمنو د لوټ کولو تورونه لګوي خو پاکستان او چين دا ردوي او پاکستان دا دسيمې او اولسونو د تقدير د بدلون پروژه بلي.

ورځپاڼې ډان په يو خبر کې وېلي چي وزير اعظم شهباز شريف چين ته د خپل سفر دوه ورځې مخکې د سي پېک لاندې د 12 ارب ډالرو د دريوؤ نورو پروژو هم منظوري ورکړې ده.

د نړیوالو او دفاعي چارو څېړونکي هم دا دوره د چين او پاکستان ترمنځ د دوه اړخیزه اړيکو او سټراټيجکي همکارۍ په تړاو مهه ګرځوي.

ليفټننټ جنرال ر طلعت مسعود ډيوه ته وايي پاکستان د چين سره ژورې، نزدې او سټراټيجکي اړيکې لري خو بلخوا د امریکا سره هم خپل تعلقات د هېواد د اقتصاد ،تعلیم او د خلکو د تګ راتګ لپاره ارزښتناکه بولي.
ښاغلی طلعت مسعود وايي ګمان نه کوي د چين سره د پاکستان نزدې اړېکې به د هغه د امریکا سره په تعلقاتو کوم منفي اغېزې وکړي.

هغه وايي پاکستان چې به دې دواړو هېوادونو سره خپلو اړیکو کې کومه د مينځ لاره لټوي دا يو مشکل عمل دی خو وايي" زما په اند پاکستان به په برياليتوب د امریکا او چين سره ښې اړیکې وساتل شي"

د پاکستان خارجه دفتر په بيان کې ويلي شوي چې دې سفر کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د مفاهمت د يو شمېر ياداښتونه او لوظنامو د لاسلیک کيدو هم امکان دی او ددې ترڅنګ د دوه اړخیزه همکارۍ په اېجنډا کې د پرمختګ هېلې ښودل کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG